د لمانځه قضايي څنګه ادا کيږي ؟

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
بسم الله الرحمن الرحيم
هیله مند یم چې د اسلامی لارښود ټول کارکوونکی روغ او جوړ وی زما دوه پوښتنې د هیله لرم چې ځواب یې را ولیږی.
۱.  زما څخه ډیر لمانځونه سهواً قضا شوی دی  کیدای شی چې په میاشت کې یو یا دوه او تعداد یې هم راته معلوم نه دی چې د ځوانی له پیل څخه تراوسه پورې څومره لمانځونه قضا شوی اوس غواړم قضایی راوګرځوم ولی نه پوهیژم چې نیت څنګه وکړم پدې خاطر چې زه صاحب د ترتیب  نه یم  زه څنګه نیت تړلی شم؟ او سنت هم قضایی را وګرځوم که نه؟
۲.  په لمانځه کې د سورتونو ترتیب که ونه شی یعنی اول سورت الناس قرات شی او په دوهم رکات کې  سورت اخلاص ولوستل شی په دې حالت کې لمونځ فاسد کیژی که مکروه کیژی؟
په درنښت
محمد فرید له کابل څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د چا چې لمونځ هير شي يا بيده وي او د لمونځ وخت ور باندې تير شي نو هغه ته پکار ده چې هر کله لمونځ ور په ياد شي يا د خوب نه بيدار شي د هغه لمانځه قضايي به راوړي همغه يې وخت دی په دليل د لاندې حديث شريف : ” من نسي صلاة أو نام عنها فکفارتها أن يصليها إذا ذکرها” (صحيح مسلم : 684- 315/477/1 )

يعنې د چا څخه چې لمونځ هير شي او يا خوب وړی وي او لمونځ ترې قضا شي د هغه کفاره دا ده چې کله يې ور په ياد شو همغه وخت به د هغه قضايي راوړي .

د پورت حديث شريف او همدانګه د الله جل جلا له  ددې قول : اقم الصلوة لذکری په رڼا کې احناف وايي : د فرض لمونځ قضايي په مکروه وخت کې هم جايزه ده ځکه چې په حديث شريف کې وخت دا ښودل شوی دی چې کله در په ياد شو او په مکروه وخت کې چې د لمونځ نهی راغلی ده هغه نفلي لمونځ دی ( فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۳۶ – هدايه ج ۱ ص ۸۱،۸۲ ) .

او که د چا څخه کوم لمونځونه د سستی له وجې قضا شوی وي او وروسته توبه وباسي ، هغه په کار ده چې د لمانځه قضايي راوړي .

قضايي راوړل داسې چې که يې شمير معلوم وي ښه او که يې شمير معلوم نه وي په خپل غالب ګمان به هغه وشميري د لمانځه قضايي بغير له مکروه وختونو نور هر وخت ادا کولای شي .(فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۳۵۰ – کفايت المفتي ج ۳ ص ۳۷۷ ) .

فقط د لمونځونو ترتيب به په نظر کې نيسي مثلاً اول د سهار لمونځ بيا د ماسپخين … او څومره يې چې په توان کې وي دومره لمونځونه په مسلسل ډول ادا کولای شي .

يوازې د فرضو قضايي به ادا کوي همدارنګه د سهار د سنتو او وتر واجبو قضايي به هم ادا کوي ځکه چې په اړه يې ډير تأقيد شوی دی .

قوله ( بل بالتوبة ) أي بعد القضاء أما بدونه فالتأخير باق فلم تصح التوبة منه لأن من شروطها الإقلاع عن المعصية كما لا يخفى فافهم (درالمحتار – باب قضاء الفوائت )

مکروهه وختونه دری دي : ۱- د سهار د لمانځه نه تر لمر ختلو پورې ، ۲- غرمه ۳- د مازديګر د لمانځه نه تر ماښام پورې .

د دوهم سوال ځواب :

که په لمانځه کې سورتونه بې ترتيبه ولوستل شي لمونځ مکروه کيږي (د لمانځه ثواب کميږي ) مګر لمونځ نه فاسيږي .

قصداً داسې کول صحي نه دي د سنتو خلاف عمل دی .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. سلامومنه او نیکی هیلی د انلاین اسلامی لارشود کارکوونکوته.
    دستاسوم ددینی معلوماتو دارایه کوولونه دیره مننه.
    زما پوشتنه داده:
    چی د نر او شخو تر منح خو اختلاط په شریعیت کی روا نه دی.نو په پوهنتونونو کی خو دا کار اوس مهال جریان لری، نو آیا په داسی شرایطو کی استاد ته جواز شته چه نجونو او هلاکانو ته یو حای په یوه صنف کی درس ورکری. او که نه وی استاد باید سه وکری، ایا وضیفه ترک کری او که بله لاره هم شته ده،که د اسلامی احکامو په رنا کی حواب راکری او همدارنکه په دی هکله د نری د علماوو نظر راته بیان کری دیره مهربانی به مو وی.

  2. اسلام عليکم ورحمة الله وبرکا:زما پوښتنه دا ده چی کم حکمران یا پاچا کولی شی چه روزه وخری دا پوښتنه زماه نه زما دوست وکره خو زه پوهنشووم
    حیات الله

    __________________________________________________________
    اسلام عليکم
    زه هم ددې پوښتنې په اصلي مطلب پوه نشوم
    که يې مطلب دا وي چې آيا حمکران روژه خوړلای شي
    ځواب : دادی چې نه د اسلامې شريعت احکام د پاچا او عسکر او بل کس د پاره يو شان دی ، که پاچا وي که عسکر وي او که بل کس د روژې خوړل کبيره ګناه او الله د حکم څخه بغاوت دی
    دعوت ۶۱۰