ښه اخلاق کومو عاداتو او صفاتو ته وايي ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ښه اخلاق د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  صفت دی او د صدقينو غوره عمل بلل کيږي ، او ښه اخلاق د دين ثمره او مجاهده بلل کيږي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :إِنَّمَا بُعِثتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الأَخلَاقِ ( رواه البخاري في الأدب المفرد-273)

(يقيناً چې زه د اخلاق د تکميل د پاره استول شوی يم ) .

وعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ : سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ الْجَنَّةَ ؟ فَقَالَ : تَقْوَى اللَّهِ وَحُسْنُ الْخُلُقِ ( رواه الترمذي – 2004)

(او همدارنګه ابې هريرة رضی الله عنه وايي : له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه پوښتنه وشوه چې جنت ته به کوم خلک زيات داخليږي ؟ ويې فرمايل : د الله نه وېرېدونکي او د ښو اخلاقو څښتنان) .

او فرمايي : اِنَّ المُؤمِنَ لَيُدرِكُ بِحُسنِ خُلُقِه دَرَجَةَ الصَّآءِمِ القَآءِمِ (ابوداود)

(مومن بنده د خپلو ښواخلاقو په ذريعه د (نفلي ) روژه نيونکي ،عبادت کونکی درجه حاصلولی شي) .

همدارنګه فرمايي : مَامِن شَيءٍ اَثَقَلُ فِي مِيزاَنِ العَبد المُؤمِنِ يَومَ القَياَمَةِ مِن حُسنِ الخُلُقِ وَاِنَّ اللهَ يُبغِضُ الفَاحِشَ البَذِی (ترمذی).

(د قيامت په ورځ به د مؤمن بنده د پاره بل هيڅ يوعمل بغير له ښواخلاقو نه زيات وزمين نه وي ، الله تعالی بيهوده خبرې کونکی اوبی حياء خبرې کونکی بد ګڼي) .

څرنګه چې اخلاق د دنيا او آخرت د فلاح او کاميابۍ وسيله ده نو چا ته چې الله (جل جلا له)  دغه ستر نعمت ورکړي وي ښه او که نه وي هغه دې د خپل ځان عيبونو ته متوجه شي او د هغه د علاج او اصلاح کوښښ دې وکړي .
يقول تعالى : قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا ( الشمس/9 ) يعنې : بې شکه هغه څوک بريالی شو چې نفس يې پاک کړ (ځان يې اصلاح کړ ) .

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( العلم بالتعلم والحلم بالتحلم ومن يتحر الخير يعطه …) رواه الخطيب وغيره من حديث أبي الدرداء .
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : علم په تعلم سره زياتيږي ، نرم خويي  په بردبارۍ او حوصېلې سره ، څوک چې د خير په کوښښ کې وي ( الله به ته ) خير ورکړي .

او همدارنګه د ښو اخلاقو دعا کول
رسول الله صلی الله عليه وسلم  به داسې دعا کوله : ( الَّلهُمَّ حَسَّنتَ خَلْقِي فَحَسِّن خُلُقِي ) رواه ابن حبان في صحيحه (3/239)

اخلاق د کومو صفاتو او عاداتو څخه عبارت دي ؟

دا چې اخلاق د کومو اعمالو او صفاتو مجموعه ده په اړه يې علماء ډير څه ليکلې دي :

حسن بصري رحمه الله اخلاق داسې بيان کړي دي : اخلاق د الله او د هغه د مخلوق سره د ښه سلوک کولو څخه عبارت دي :

د الله جل جلا له  سره حسن خلق دري ارکان لري :

 1- د الله تعالی د اخبارو تصديق کول .

 2- د هغه د احکامو تنفيذ او تطبيق .

3-  د هغه په ابتلاء باندې صبر او خوښي اختيارول .

او د مخلوق سره حسن خلق کول دری ارکان لري :

1- خلکو ته ضرر نه روسول

2- عفوه او بخشش

3- پراخه تندی د بل کس د مخامخ کيدو په وخت کې خوشحاله څهره .

ددې دريو ارکانو لنډه تشريح په لاندې ډول ده :

اول ضرر نه رسول: او هر چې د ضرر رسول دي هغه که په لاس وي يا ژبه کوم چې تعلق لري په مال ، نفس ، عزت او آبرو نو د چا د ضرر نه چې خلک په امن نه وي بلکي د خلکو مالونو د خلکو نفسونو او د خلکو عزت ته زيان رسوي هغه حسن خلق واله نه بلکي د بدو اخلاقو څښتن دی ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : :“إن دماءكم، وأموالكم، وأعراضكم، عليكم حرام، كحرمة يومكم هذا، في شهركم هذا، في بلدكم هذا” (105).

او همدارنګه فرمايي : عَنْ أَبِي مُوسَى رضی الله عنه  قَالَ: قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَيُّ الإِسْلامِ أَفْضَلُ؟ قَالَ: «مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ». (بخارى:11)

ژباړه : له ابو موسی نه روايت دی چې هغه وايي : (صحابه ) وپوښتل : ای د الله رسوله ! د چا اسلام (د الله تعالی په نزد ) غوره دی ؟ ويي فرمايل : د هغه چا اسلام غوره دی چې نور مسلمانان د ده د لاس او ژبې له ضرر څخه په امن وي .

او همدارنګه فرمايي : لا يدخل الجنة من لا يأمن جاره بوائقه (الراوي : ابوهريره – المسلم 46)

هغه سړی به جنت ته داخل نه شي چه د ده  همسايګان دده له شر او ضرر نه په امن نه شي.

دوهم غفوه او بخشش :

الله تعالی په قران د اهل جنت صفات داسې بيانوي :

ينفقون في السراء والضراء والكاظمين الغيظ والعافين عن الناس والله يحب المحسنين (ال عمران ۱۳۴ ) .

ژباړه : هغه کسان چې د هوساينې او تنګسې پر وخت خرچ کوي او غوسه زعمي او خلک بخښي ، الله ښېګنه کوونکي خوښوي .

او فرمايي : وَجَزَاء سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِّثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ (الشورى: من الآية40)

يعنې : د بدی بدله هماغسې بدي ده ، خو که څوک بخښنه وکړي او په اصلاح لاس پورې کړي نو د هغه بدله پر الله ده .

انسانان د ژوند په څارو کې يو له بله تړلي دي نو که په سلوک او معاملاتو کې له عفوې ، تېرېدني او بخشش کار واخستل شي نو نتجه به ډير ښه وي او که داسې و نه شي نتجه به يو له بله عداوت او دوښمني وي

قوله سبحانه وتعالی : وَلا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ) (فصلت:34)

ژباړه : ښېګنه او بدي يو ډول نه دي . ته د بدۍ مخنيوی په ښېګنه وکړه چې هغه ډيره ښه وي ، ته به وګورې چې له تاسې سره د چا دښمني لوېدلې وه هغه به دې ټينګ خواخوږی دوست ګرځېدلی وي .

او فرمايي : وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ) (فصلت:35)

ژباړه : او دغه (مقام ) ته پرته له هغو کسانو چې زغم يې وکړ نه رسيږي او نه رسيږي پرته له هغو کسانو چې (د ښو اخلاقو څخه ) ستره برخه لري .

عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ الزُّبَيْرِ رَضِيَ الله عَنْهُمَا قَالَ: أَمَرَ اللَّهُ نَبِيَّهُ صلی الله عليه وسلم أَنْ يَأْخُذَ الْعَفْوَ مِنْ أَخْلاقِ النَّاسِ. (بخارى:4644)

( عبدالله بن زبير رضی الله عنه وايي: الله تعالی يې خپل نبی صلی الله عليه وسلم ته امر کړی تر څو د اخلاقو څخه عفوه غوره کړي ).

دريم په خوشحاله څهرې سره مخامخ کيدل :

د حسن خلق بل رکن دا دی چې سړی به له خپلو خپلوانو او ملګرو او نورو سره په پراخه تندې او خوشحاله څهره مخامخ کيږي تر څو د هغوی زړه ته خوښي ننوځې او يو د بله محبت زيات شي ، او کوم کس چې په قهرجنه چهره له خلکو سره مخامخ کيږي له هغه څخه خلک نفرت کوي ، خلک له هغه سره کيناستل او خبرې کول نه خوښوي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :”لا تحقرنّ من المعروف شيئاً، ولو أن تلقى أخاك بوجه طلق” (108)  .

د خپل اهل سره به ښه سلوک کوي : ولهذا قال النبي عليه الصلاة والسلام:”إن خيركم خيركم لأهله وأنا خيركم لأهلي” (109) .

(تاسې غوره کس هغه دی چې د خپل اهل سره يې سلوک ښه وي ، او زه غوره د تاسې يم چې له خپل اهل سره ښه سلوک کوم )

 د رياض جيد عالم شيخ محمد صالح المنجد د كتاب “إحياء علوم الدين” للغزالي (3/62-98) په حواله داسې ليکي :

اخلاق حسن څلور ارکان لري کله چې دغه څلور ارکان سم او متناسب شي نو حسن خلق مينځته راځي .

دغه ارکان دا دي : د علم قوه ، د غضب قوه ، د شهوت قوه او د عدل قوه په مينځه دريو قوو کې .

هر چې د علم قوه ده ددې په وسيله د ښو او بدو تر مينځ د فرق ادراک کيږي لکه : په اقوالو کې د فرق ادراک په مابين د رښتيا او ردوغو کې ، فرق په مابين د حق او باطل په عقائدو کې ، فرق په مابين د ښو او بدو خبرو کې نو کله چې دغه قوه اصلاح شوه ثمره يې حکمت دی او حکمت د ښو اخلاقو رأس بلل کيږي .

او د غضب قوه بيا د حکمت په قبضه کې راځي او د شهوت قوه بيا د عقل او شرع په قبضه کې وي او د عدل قوه په شهوت او غضب کې پوښل شوی وي چې د عقل او شرع په اشاره عمل کوي .

پس عقل په مثال د معلم دی او د عدل قوه په مثال د تلې ده چې د ښو او بدو تر مينځ فرق کوي او غضب بيا مأمور دی په اشارې سره ، پس په هر چا کې چې دا خصلتونه پيدا شول د هغه څخه ښه اخلاق صادريږي .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

 

Print Friendly, PDF & Email