اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زه په یو څو ورځو د خپل مسجد ته ولاړ نه شم او بل مسجد ته ولاړ شم تر څو خپل مسجد ته د زیات تګ به خاطر ریا را نه شی او یا کله چی قرآن کریم وایم د هغه ویل پټوم تر څو ریا را نه شی آیا دا خو به کوم تاوان نه لری
او بل دا چی د مسجد اما ته زکات ورکول کیدای شی په دی صورت کی چی هغه پیسدار دی که مسکین او آیا زکات پیسی ۲۵۰۰ وی او هغه زه ۵ برخی کړم او هر بر خه جلا جلا خلګو ته او یا هم یو نفر ته ۴ یا ۵ واره ور کړم
ستاسی د جواب په امید – عزيز احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الآداب الشرعية ليکي :

د ريا د وېرې نه د مشروع کار پريښودل مناسب نه دي ، الله جل جلا له  چې بنده ته کوم حکمونه کړي دي هغه به په ښه شان د الله جل جلا له  د رضا د پاره ، د الله جل جلا له  په مدد او توکل ادا کوي .

( لا ينبغي ترك العمل المشروع خوف الرياء ) .

وللإنسان أن يفعل ما أمره الله عز وجل به ورغبه فيه ، ويستعين بالله تعالى ، ويتوكل عليه في وقوع الفعل منه على الوجه الشرعي . ” الآداب الشرعية ” لابن مفلح ( 1 / 267 ، 268) .

شيطان هر وخت په دې کوښښ کې وي چې د الله (جل جلا له)  د صالحو بنده ګانو اعمال باطل کړي او يا يې باکل د هغه ترک کولو ته اماده کړي د بنده د دغه تباهۍ د پاره  د ريا کولو او يا په ريا باندې د بنده له وېرولو څخه کار اخلی .

په ريا سره د عبادت بطلان : څوک چې نيک عمل په دې نيت کوي چې دی په خلکو کې په تقوی دارۍ او ديندارۍ مشهور شي او خلک ده ته ښه او صالح سړی ووايي نو دا ريا ده شرک دی او شيطان هر وخت کوښښ کوي چې د مسلمان بنده نيک اعمال د ريا په وسيله باطل شي او د ده عمل قبول نشي .

قوله تعالی : يُرَآؤُونَ النَّاسَ وَلاَ يَذْكُرُونَ اللّهَ إِلاَّ قَلِيلاً (142النسآء)

(دوی د خلکو پر وړاندې ځان ښوودنه کوي او الله نه يادوي خو ډير لږ )

د ريا ځای زړه دی نه ظاهر ، د چا چې په زړه کې د الله جل جلا له  اخلاص او د هغه رضا وي په هغه باندې هيڅکله هم د شيطان دغه ډول وسوسي تأثير نه کوي ، د هغې فکر او خيال د خپل رب (جل جلاله ) سره وي ، د چا د آفرين ، مننې ، صفت ، او نورو .. څه خيال نه کوي .

د ريا په ويرولو د عبادت ترک : شيطان  کله مسلمان بنده په دې ويروي چې دغه ښه عمل مه کوه په دې کې ريا ده ، ګوره ريا ستره ګناه او شرک دی دغه عمل پرېږده ، يا ور ته وايي خلکو ته نصيحت (امر بالمعروف او نهی عن المنکر ) مه کوه په دې کې ريا ده ، دا ټولې د شيطان دوکې او وسوسې دي چې د الله بندګان د ښو کارونو څخه منع کوي .

د شيطان دوکې او د نفوذ لارې دلته وګورئ http://www.dawat610.com/archives/950

د دوهم سوال ځواب :

که امام مستحق وي هغه ته د زکات ورکول جايز دي ، د زکات مستحقين دلته وګورئ http://www.dawat610.com/archives/38

مګر که امام مستحق نه وي هغې ته د زکات اخیستل حرام دي (کفايت المفتي ج ۴ ص ۲۸۳ ) .

او د زکات لږ لږ ورکول هم جايز تفصيل دلته وګورئ http://www.dawat610.com/archives/4554

و الله سبحانه وتعالی اعلم

 http://www.dawat610.com

 

Print Friendly, PDF & Email