بسم الله الرحمن الرحيم
قهر او غصه ستره بلا ده چې انسان د سختو خطراتو سره مخامخ کوي ، د قهر او غصي په وجه د انسان څخه داسې خبرې او عمل سر مومي چې بيا  ټول عمر ور باندې پيښمانه وي ، خپل يا د بل عزت له مينځه وړي ، دوستي ختموي عداوت او دوښمنې مينځه راوړي .

اسلامې شريعت د قهر او غصي علاج په لاندې ډول ښوودلی دی :

1-  له شيطان څخه پر الله (جل جلا له ) پنا غوښتل :  

عن سليمان بن صرد قال : كنت جالساً مع النبي صلى الله عليه وسلم ، ورجلان يستبّان ، فأحدهما احمرّ وجهه واتفخت أوداجه ( عروق من العنق ) فقال النبي صلى الله عليه وسلم : إني لأعلم كلمة لو قالها ذهب عنه ما يجد ، لو قال أعوذ بالله من الشيطان ذهب عنه ما يجد رواه البخاري ، الفتح 6/337 ومسلم/2610 .

سليمان بن صرد وايي : له نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره ناست وم . دوو نفرو يو بل ته ښګنځل کول د يوه مخ سور اوښتی وو او د غاړې رګونه يې پورته ولاړ وو .رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :ما ته داسې کلمه معلومه ده که هغه ووايي قهر او غصه يې کښيني ، که اغوذ بالله من الشيطان .. ووايي نو عضه او قهر له منځه ځي .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إذا غضب الرجل فقال أعوذ بالله ، سكن غضبه (صحيح الجامع الصغير رقم 695 ).

يعنې : کله چې چا ته غصه ورشي او وروسته اعوذ بالله ووايي ، قهر او غضه به يې کشيني .

2- د غصې په وخت کې سکوت اختيارول ، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي ( إذا غضب أحدكم فليسكت ) رواه الإمام أحمد المسند 1/329 وفي صحيح الجامع 693 ، 4027 .

يعنې کله چې تاسې ته قهر درشي نو چوپ شئ .

ځکه د غضب زيات اثرات له خولې څخه صادريږي چې کله يې له خولې څخه د کفر کلمات وځي ، د طلاق کلمه او يا مقابل طرف ته داسې څه ويل چې د دوښمنی او عداوت سبب ګرځي ، نو ددې ټولو بلاوو حل سکوت دی .

3- د قهر په وخت کې سکون اختيارول ، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي ( إذا غضب أحدكم وهو قائم فليجلس ، فإن ذهب عنه الغضب وإلا فليضطجع ) . مسند أحمد 5/152 وانظر صحيح الجامع رقم 694 .

يعنې : کله چې تاسې ته قهر او غصه درشي که ولاړ وئ کښېنئ ، نو په دې سره به غضه ختمه شي او که ختمه نشي نو لرې د لاړ شي يا دې بل طرف ته لاړ شي .

په سکون کې دا حکمت دی چې په ولاړ سړی حرکت کوي داسې نه چې د غصې په حالت کې په مقابل لوري وار وکړي او يا د وهلو يا قتل اسبابو ته لاس واچوي .

قال العلامة الخطابي – رحمه الله – في شرحه على أبي داود : ( القائم متهيء للحركة والبطش والقاعد دونه في هذا المعنى ، والمضطجع ممنوع منهما ، فيشبه أن يكون النبي صلى الله عليه وسلم إنما أمره بالقعود والاضطجاع لئلا يبدر منه في حال قيامه وقعوده بادرة يندم عليها فيما بعد . والله أعلم سنن أبي داود ، ومعه معالم السنن 5/141 .

4- د رسول الله صلی الله عليه وسلم  وصيت په نظر کې نيول ، ابې هريرة رضی الله عنه وايي يوه کس رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل ما ته وصيت وکړه رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : قهر او غصه مه کوه ، دری ځله يې ددې خبرې وصيت ور ته وکړ .

 عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رجلاً قال للنبي صلى الله عليه وسلم أوصني قال لا تغضب . فردّد ذلك مراراً ، قال لا تغضب رواه البخاري فتح الباري 10/456 .

5- د قهر او غصي په کابو کولو کې لوی اجر دی :

د قهر او غصې په قابو کولو سره الله جل جلا له  خپل بنده ته عظيم اجر ورکوي

قوله الله تعالی : وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ اِنَّ ذلِكَ لِمَنَ غَزمِ الاُمُور (الشوري’ ۴۳ ايه) .

څوک چه صبرکوي اود ګزشت معافی نه کار اخلي يقينا چه دا د لويې ځوانمردئ اوهمت کار دی

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي دي  : ( من كظم غيظاً وهو قادر على أن ينفذه ، دعاه الله عز وجل على رؤوس الخلائق يوم القيامة حتى يخيره من الحور العين ماشاء رواه أبو داود 4777 وغيره ، وحسنّه في صحيح الجامع 6518 .

يعنې : څوک چې د قدرت سره خپل قهر او غصه کابو کړي (د توان لرلو سره انتقام وا نخلي ) ، الله جل جلا له  به هغه د قيامت په ورځ د خلکو د سردار او سيد پشان و بولي تر دې چې دی په د جنت په حور کې اختيارمن کړی چې څه يې خوښه وي .

او همدارنګه فرمايي :

لَيسَ الشَّدِيدُ بِالصُّرَعَةِ اِنَّماَ الشَّدِيدُ الَّذِي يَملِكُ نَفسَه عِندَالغَضَبِ (بخاري اومسلم ).

پهلوان خوهغه نه دی چی خلک را پرزوي پهلوان هغه دی چه دغصی په وخت کی خپل ځان قابو کړي .

8- د غضب کابو کول د متقيانو علامه ده :

الله جل جلا له  يې په قرآنکريم کې داسې صفت بيان کړی دی  : ينفقون في السراء والضراء والكاظمين الغيظ والعافين عن الناس والله يحب المحسنين (ال عمران ۱۳۴ ) .

ژباړه : هغه کسان چې د هوساينې او تنګسې پر وخت خرچ کوي او غوسه زعمي او خلک بخښي ، الله ښېګنه کوونکي خوښوي .

همدارنګه الله جل جلا له  د مؤمنانو د ښو اخلاقو او صفاتو په بيان کې فرمايي : وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ (الشوری ۳۷ ) .

ژباړه : او هغه کسان چې له غټو ګناهونو او بې حيايۍ کارونو څخه ډډه کوي او کله چې په غضب شي نو دوی عفوه کوي .

آخري خبره :

که قهر او غصه کوونکی د قهر په وخت کې لږ تأمل وکړي او خپل ځان ته متوجه شي چې خپل مخ يې سور رنګ ، وارخطا سترګې ، لړزانده حالت لکه د يوه ليوني نو پر خپل ځان ډير بد ووايي او د انسان په دغه شان حالت شيطان سخت خوشحاليږي او هغه نور هم د جنون او ليونتوب طرف ته کشوي ، که دغه وخت لږ صبر او تأمل وشي د ټول ژوند د افسوس او پښيمانيا نه به خلاص وي ، د عداوت او بې عزتۍ نه خلاص وي او لوی اجر به يې په برخه شوی وي .

الله جل جلا له  مونږ ته د عمل توفيق راکړي .

والحمد لله رب العالمين .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email