څوک چې په لمانځه کې سورت فاتحه نشي لوستلای

ښاغلیه ستاسو د خوشحالی او سوکالی سوال د الله عزوجل له درباره کوم، پوښتنه داده چې که څوک په لمانځه کی د سوره فاتحی په عوض نور لنډ یا اوږده سورتونه ووایی لمونځ یی کیږی کنه او دوهم دا چې ددې حدیث مبارک  په بنا چی بدون له سوره فاتحی لمونڅ نه صحیح کیږي نو د جنازی لمونځ هم یو لمونڅ دی او ولی په هغه کی د سوره فاتحی تلاوت نشته؟
جزاک الله خیراْ – عبدالواحد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په لمانځه کې د سورت فاتحه لوستلو حکم :

په لمانځه کې د سورت فاتحې لوستل واجب دي که قصداً ترک شي لمونځ نه صحيح کيږي او سهواً او په هيره سره ترک شي سجده سهوه لازميږي .

څوک چې په لمانځه کې فاتحه نشي لوستلای :

فقه السنه ليکي :

خطابي وايي : اصل دا دی چې بغير له فاتحې ويلو لمونځ نه صحيح کيږي مګر که څوک د کوم عذر په بنا فاتحه نشی لوستلای او نور د قرآن څه حصه يې زده وي نو په هغه باندې واجبه ده چې د فاتحې پر ځای اوه ايته ولولي .

مګر که لمونځ کوونکي داسې وي چې د کوم عذر په بناء لکه د ژنې بندېدل ، سوء حافظه او نور په وجه و نشي کولای چې د قرآن لږ حصه هم زده کړي ، هغه به د فاتحې او قرآئت پر ځای اذکار وايي ځکه د قرآن څخه وروسته ذکر او دعا غوره ده .

لکه په حديث شريف کې چې راغلي دي :” (أفضل الذكر بعد كلام الله، سبحان الله، والحمد لله، ولا إله إلا الله، والله أكبر)

رفاعه بن رافع  وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  يو کس ته لمونځ و ښودلو او ويې فرمايل :” (إن كان معك قرآن فاقرأ وإلا فاحمده وكبره وهلله ثم اركع) (ابوداود ، ترمذي او نسائي )  [ که د قرآن څخه دې څه زده وي هغه ولوله او د قرآن څخه دې څه نه وي زده نو الله تعالی حمد ، تکبير او تهليل وايه او بيا رکوع کوه ] .

او دا چې د جنازې په لمانځه کې ولی سورت فاتحه نه لوستل کيږي ، تفصيل دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/1769

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email