آیا مني او مذي جنس دي ؟

د آنلاین اسلامی لارښود ټولو کارکونکو او لوستونکو ته سلام وایم خدای (ج) دی تاسوته اجر در کړی چه زموږ سوالونو ته ځوابونه راکوی زه دوه سوالونه لرم.
1.      آیا منی او مذی جامی چټلوی او که نه؟
2.      که چیری امام جهر لمونځ پټ ووای مقتدی باید ورته څنګه فتح ورکړی؟

روح الله راسخ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : مذي او ودي په اتفاق د جمهورو فقهاؤ جنس دي که په جامه تويي شي د هغه ځای مينځل واجب دي .

(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۲۳۸ – الدرالمختار ج ۱ ص ۲۹۳ )

مني د امام ابوحنيفه او امام مالک په نزد جنس دي ، د امام ابوحنيفه قول دا دی : که په جامه باندې وچ شوي وي په موښلو سره پاکيږي او که وچ شوي نه وي يا نم ولري په ابو سره يې مينځ پکار دي .

أن المني نجس ويجزئ فرك يابسه، وهو مذهب الحنفية، قال في العناية شرح الهداية: والمني نجس يجب غسله إن كان رطباً فإذا جف على الثوب أجزأ فيه الفرك.
واستدلوا بما روى مسلم عن عائشة: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يغسل المني، ثم يخرج إلى الصلاة في ذلك الثوب وأنا أنظر إلى أثر الغسل فيه.
وبما رواه الدراقطني عن عائشة رضي الله عنها: كنت أفركه إذا كان يابساً، وأغسله إذا كان رطباً.

د مني ، مذی او ودی ترمينځ څه فرق دی؟

دوهم : که د امام جهري قرائت هير شي يا يې له يو رکن څخه بل رکن ته انتقال هير شي نو امام ته به په تسبيح ويلو فتح ورکول کيږي .

په دليل د دغه حديث شريف : التسبيح للرجال، والتصفيق للنساء (متفق عليه ) .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email