په اوسنيو شرايطو کې مسافرانه لمونځ

ټولو قدرمنو او مهربانه استادانو ته : اسلام علیکم و…
محترمو غواړم چی د سفر دلمانځه په هکله یوه پوښتنه درته واستوم :
ځرنګه چی د په تیرو وختنوکی په سفر کی زیاتی ستونزی به وی په همدی خاطر د الله (ج) له لوری په لمانځه اوروژه کی اسانتیاوی وی چی دا دمهربانه الله (ج) یوه بله لویه مهربانی وه. اوس چی سهولتونه زیات شوی هیڅ مشکل له یوځایه بل ځای ته د سفر په وخت کی نه وی د مثال په توګه دوبی ته سفر له کابل دوه نیم ساعت وخت نسی او چی سړی هلته ورسیږی هلته هم ډیری اسانتیاوی وی نوڅوک سفرانه لمونځ وکړی او که مکمل لمونځ وکړی مننه – انجنير فضل الرحمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

واقعاً چې وسائل او سهولتونه د الله جل جلا له  لويه مهرباني ده .

د سفر شرعي حد د وخت له مخې نه بلکي د فاصلې له مخې ټاکل کيږي .

د معاصرو علماؤ په اتفاق کله چې د سفر مسافه له 83 کلو متره يا تر هغه زياته وي نو سړی به قصر کوي يعنې مسافرانه لمونځ فرق نه کوي که دا فاصله په څو ساعتونو يا څو دقيقو کې تی کړي .

درالمختار 48 ميله ښودلی چې له 78 کلو متره سره سمون خورې که احتياطاً 78 کلومتره په نظر کې ونيول شي ښه به وي .

د مسافرانه لمانځه ځنې احکام دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/136

https://dawat610.com/archives/3597

https://dawat610.com/archives/3006

https://dawat610.com/archives/2487

https://dawat610.com/archives/2280

و بالله توفيق

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email