نفل لمونځ په کښيناستو سره جايز دی

السلام علیکم: زما پوښتنه داده چی بعضی خلک د ماسختن د لمانځه نه وروسته دوه رکعته نفل لمونځ په کښیناستو کوی، او وایی چی په ولارو دومره تواب نه لری لکه په کښیناستو، ایا دا یوه شرعی موضوع ده؟ – محمد صابر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول دا چې : څوک چې د تهجد د پاره پاڅيږي د هغه د پاره سنته طريقه دا ده چې د وتر لمونځ د تجهد له نفلو ورسته ادا کړي .

او څوک چې د تهجد او وترو د پاره نشي پاڅيدلای د ماسختن د لمانځه د وترو وروسته نفل کول ور ته جايز دي .

امام نووي رحمه الله وايي : که څوک وتر وکړي بيا د شپې نفل لمونځ وکړي بې کراهيته جايز دي .

وقال النووي : إذا أوتر ثم أراد أن يصلي نافلة أم غيرها في الليل جاز بلا كراهة ولا يعيد الوتر “المجموع” (3/512) :

دوهم : د قدرت او توان په صورت کې فرض او واجب په ناسته کول نه صحيح کيږي ،مګر د ضرورت په وخت کې چه څه مرض وي او په دريدو سره تکليف وي يا د مرض د زياتيدو ويره وي يا بل څه عذر وي په ناسته لمونځ کول جايز دي .

جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : « صَلِّ قَائِمًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ» (بخاري )

په ولاړه لمونځ کوه ، کچيرې نه توانيدې په ناسته سره لمونځ کوه او که (په ناسته نه توانيدې ) نو په څنګ لمونځ کوه .

مګر نفل لمونځ د قدرت لرلو په صورت هم په ناسته سره صحيح کيږي په دليل د دغه حديث شريف : «صَلاة القَاعِدِ عَلَی الَّنصفِ مِن صَلَاةِ القائِم» (بخاري )  (په ناسته سره د لمانځه ثواب د ولاړې د لمانځه نمايي دی ) .

مګر نفل لمونځ چې په ناسته سره وشي اجر يې نيمايي دي نو ښه او غوره داده چې په ولاړه ادا شي .

او کوم کس چې دا خبره کړي چې په ناسته زيات ثواب لري ، يا پوه نه دی او يا يې په ديني امورو کې له ځانه خبره کړی ده .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email