د لمانځه په مينځ کې دعا کول جايز دي ؟

سلام علیکم ورورڼو زه یو سوال لرم زه په سعو دی کی ژوند کوم او نن دریمه ورځ چی په جماتونو کی دی ما خستن او ما ښام لمونځونو کی په اخیری رکعت کی پس له رکوع په قومه کی تقریبن ۲یا ۳ میلټه د سوریا لپا ره دوعا کوی او دا په ټول سعودی کی کوی او دا ما نه مخکی اوریدلی او نه مو کړی دوعا که څوک ددی په با ره کی معلومات لری را سره شیریک یی کړی

حيات الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د امام ابوحنيفه رحمه الله او امام احمد رحمه الله په نزد په لمانځه کې بغير له مسنونه دعا ( کوم چې په لمانځه کې ويل کيږي ) د نورو دعاګانو ويل جاير نه دي .

مګر د امام شافعي رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد باک نه لري چې د لمانځه په قيام ، ناسته يا سجده کې د دنيا يا آخرت د حوايجو د پاره دعا وشي .

دا چې دا دعا په انفرادي توګه وي که په اجتماعي په اړه يې اطمناني معلومات په لاس را نغلل .

وقال النووي في “المجموع” (3/454″

مذهبنا أنه يجوز أن يدعو فيها (يعني : الصلاة) بكل ما يجوز الدعاء به خارج الصلاة من أمور الدين والدنيا ، وله – أن يقول – : اللهم ارزقني كسبا طيبا ، وولدا ، ودارا ، وجارية حسناء يصفها ، و : اللهم خلص فلانا من السجن ، وأهلك فلانا ، وغير ذلك ، ولا يبطل صلاته شيء من ذلك عندنا .
وبه قال مالك والثوري وأبو ثور وإسحق .
وقال أبو حنيفة وأحمد لا يجوز الدعاء إلا بالأدعية المأثورة الموافقة للقرآن

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email