اسلام علیکم: هغه زر چه زنانه یی دسنگار په ډول استعمالوی زکات یی هرکال فرض ده او یا یو ځل فرض ده داخیستلو څخه وروسته – امان الله امين
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول : د امام شافعی ، امام مالک او امام احمد په نزد د مستعملو زېوراتو زکات واجب نه دی مګر د امام ابو حنيفه په نزد د مستعملو او غير مستعملو دواړو زکات فرض دی ځکه په دواړو حالاتو کې کنز بلل کيږي .
د څلورو مذاهبو جمهورو معاصرو فقهاوو د امام ابوحنيفه قول راحج بللی دی او په همدې قول فتوای ورکوي ځکه په دې باره کې څو صحيح احاديث روايت شوي دي .
شيخ محمد صالح المنجد په خپل سايټ الاسلام سوال جواب کې ليکي : الحلي المعد للبس والزينة ، مما اختلف الفقهاء في وجوب زكاته ، فذهب الحنفية إلى وجوب زكاته ، وذهب الجمهور من المالكية والشافعية والحنابلة إلى عدم الوجوب .
والقول الراجح هو ما ذهبت إليه الحنفية ، وذلك لأدلة كثيرة ، منها ( د استعمال او سينګار د پاره زېوراتو کې د زکات د وجوب په باره کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی ، د امام ابو حنيفه په نزد واجب دی او د جمهورو امام شافعی ، امام مالک ، امام احمد په نزد واجب نه دی ، مګر راجح قول د امام ابوحنفيه دی او په دې باره کې قوي دلائل موجود دی ، نو فتوای د احنافو په قول ورکول کيږي ) .
دوهم : کله چې سره يا سپين زر نصاب ته ورسيږي او کال ور باندې تير شي زکات ور باندې فرض دی د سرو زرو د زکات نصاب ۲۰ مثقال يا ۸۵ ګرامه دی ، نصاب ته رسيدلي مال باندې هر کال زکات فرض دی ځکه چې د کنز حکم لري .
ام سلمه رضی الله عنه وايي : ما د زرو زېورات اچولي وو ، له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې پوښتنه وکړه : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم آيا دا کنز دی ؟ (ځکه چې د کنز په باره سخت وعيد راغلی دی ) ، و يې فرمايل : هغه څه چې د زکات نصاب ته ورسيږي او د هغه زکات ورکړ شي پاک ګرځي او هغه کنز نه بلل کيږي ( أبو داود 2/212-213 برقم (1564)، والدارقطني ).
نو د کال په تيريدو سره چې مال د زکات نصاب رسيدلی وي هر کال به د هغه زکات ادا کوي .
په دليل د دغه حديث شريف : ( لا زكاة في مال حتى يحول عليه الحول ) رواه ابن ماجه
يعنې : په مال کې تر هغه پورې زکات نشته څو پورې په هغه باندې کال پوره شي .
کفايت المفتي د هنديه په حواله ليکي : و منها حولان الحول علی المال ، العبرة فی الزکاة للحول القمري ، کذا فی القنية ( هنديه ، کتاب الزکاة ۱/ ۱۷۵ ) .
دريم : د مستعملو زيوراتو زکات به د مستعملو سرو زرو د نرخ له رويه حسابوي تفصيل دلته وګورئ
و الله اعلم
آن لاين اسلامې لارښود