په غير اسلامې هيوادونو کې د مسلمان د پاره کار کول

په غير اسلامې هيوادونو کې د مسلمان د پاره څرنګه کار او مزدوري کول جايز دي ؟

گرانو قدرمنو زه یوه پوختنه لرم هغه دا ده زه په اورپا که وسیگمه دا ما ته پکار ده چه زه دی کفار سره مینه او خه کارونه وکومه

هدايت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د غير حربي کافر سره په هغو امورو کې چې شرعاً مباح وي کار او مزدورې کول په لاندې شرايطو جايز دی .

۱- نومړی کار به ذاتاً او آثاراً جايز وي حرام به نه وي ، ذاتاً داسې چې په هغه کې شرعي حرمت نه وي لکه شراب ، سود ، غلا ، ظلم ، غصب  وغيره .

او اثاراً دا چې هغه کار به د اسلام او مسلمانانو په ضرر نه وي لکه  : په ټولنه کې د فحشاء خورول ، د بې دينی خورول ، د منکراتو خورول ، کافرانو ته د مسلمانانو جاسوسې کول ، د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د کافرانو مرسته کول وغيره چې دا بيا اشد موالات بلل کيږي د ايمان د زوال او ارتداد سبب ګرځي .

۲-  د غير مسلم سره د مسلمان مزدورې او کار کول به د ده دين ته ضرر نه وي مثلاً د لمانځه د قضا کيدو ، يا د جماعت د منع او یا داسې چې په منکراتو حکم ور ته کوي چې ږيره وخريه وغيره .

لنډه دا چې دا کار او مزدورې به د ده دين ته ضرر نه رسوي .دی به د خپل دين شعائر لوړ ساتي او د کافر په مذهبی شعائرو ، عقيدتي امور کې به بالکل کډون نه کوي  .

فتاوى فقهية معاصرة نه په دې باره کې پوښتنه شوې ده چې :

د غير اسلامې هيوادونو د حکومت په دوائر کې په خاص ډول د صنايعو په دوائرو او يا د استراتژې او نور کې کار کول څه حکم لري ؟

ځواب : د مسلمان د پاره په غير اسلامې دوائرو کې په دې شرط کار کول جايز دي چې شرعاً مباح او د مسلمانانو په ضرر نه وي .

ما حكم عمل المسلم في دوائر ووزارات الحكومة في البلاد غير الإسلامية خاصة في مجالات هامة كالصناعة الذرية أو الدراسات الإستراتيجية ونحوها؟.

الجواب([1]): يجوز للمسلم العمل المباح شرعاً في دوائر ومؤسسات حكومات غير إسلامية إذا لم يؤد عمله ذلك إلى إلحاق ضرر بالمسلمين. (فتاوى فقهية معاصرة – مدينه منوره )

د کافرانو سره د مزدوری او معاملاتو مکمل تفصيل دلته وګورئ

د کافرانو مينه او دوستي کولو احکام به ان شآء الله ورسره راشي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود



([1]) مجمع الفقه الإسلامي، جدة، الدورة الثالثة، القرار رقم (11)، السؤال الرابع والعشرون.

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. دیره مننه ستاسو نه چه زما پوښتنې ته ځواب راکه : یوه پوښتنه دا ده چه سپکاوی دی نورو مزاهبو ته یا ده هغوی مجازی خدایانو ته سه حکم لری
    دیره دیره بخښنه غواړم چه ما دپښتو لیک می سهی نده
    زماه نوم حیات الله ده

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي