مرغان په کور کښی په قفس کښی ساتل څنګه دی؟

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د الله ج د دربار څخه ستاسی د دواړو دنیاوو کامیابی غواړم
ستاسی څخه ډیره بخښه غواړم زما پوښتنی یو څه ډیری دی چی تاسی خفه نه شی
۱- که یو څوک لمونځ کوی او ته ورته ووایی چی سجده دی غلطه وکړل یا دی رکوع غلطه وکړل او هغه ئی د لمانځه په دننه کښی اصلاح کړی آیا دا خو به پروا نه لری؟

۲- مرغان په کور کښی په قفس کښی ساتل څنګه دی؟

۳-آیا د د ټیلیفون د کارډ رانیول چی پر دوکاندار په ۴۸ خرڅ شوی وی او تا ته ئی هغه دوکاندار په ۵۰ درکړی یعنی پر پیسو ګټه وکړی آیا دا سود دی؟

په کريټيت کارت چې کوم قيمت ليکل شوی وي مثلاً ۵۰ افغانئ هغه د نقدو پسو يا افغانيو حکم نه لري بلکې د کريټيټ کارت قيمت دی ، په هغه ګټه کول سود نه دی .

۴- په تشناب کښی د اوداسه د تازه کولو پر وخت پر پښو یا لاسونو تسبیحات ویل څنګه دی؟

عزيز احمد

بسم الله الرحمن الرحيم

د اول سوال ځواب : لمونځ کوونکي ته ويل چې سجده ، جلسه  نور صحي ادا کړه فتح نه بلکي خبر ويل کيږي ، په لمانځه کې د هر هغه چا خبر اخيستل جايز دی کوم چې د لمانځه په احکامو پوه وي (حايشه قدوري ) .

دوهم سوال ځواب :

په قفس کې د مرغانو ساتل چې د خوراک او چښاک انتظام يې درست وي مباح دی ، د فقهاء کرامو دليل لاندې حديث شريف دی .

عَنْ أَنَسِ بْنَ مَالِكٍ رضی الله عنه  قَالَ: إِنْ كَانَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم لَيُخَالِطُنَا حَتَّى يَقُولَ لأَخٍ لِي صَغِيرٍ: «يَا أَبَا عُمَيْرٍ! مَا فَعَلَ النُّغَيْرُ»؟ (بخارى:6129)

انس بن مالک رضی الله عنه  وايي : نبی کريم صلی الله عليه وسلم په دومره انداز کې زمونږ سره ناست او ولاړه لرله ( چې مزا به يې کوله ) زما وړوکي ورور ته به يې فرمايل : ای ابو عمير ! ستا د نُغير څه حال دی ؟ ( نُغير ، يو کوچنی مرغه وه چې ابوعمير به له هغه سره لوبې کولې ) .

وقد استُدل بهذا الحديث على جواز حبس الطائر ؛ لعدم إنكار النبي صلى الله عليه وسلم على أبي عمير . انظر ” فتح الباري ” ( 10 / 548 ) .

لا حرج في يجمع الطيور ويضعها في قفص إذا أعد لها ما يلزم من الطعام والشراب ؛ لأن الأصل في مثل هذا الأمر الحل ، ولا دليل على خلاف ذلك فيما نعلم ، والله ولي التوفيق . ” فتاوى علماء البلد الحرام ” ( ص 1793 ) .

مګر که مرغان او حيوانات بندي کړ شي او هغه ته خوراک او څښاک ور نه کړ شي سخته ګناه او د انسان هلاکت دی

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : دخلت امرأة النَّارَ في هرة حبستها لا هِيَ أَطْعَمَتْهَا وَسَقَتْهَا وَلا هِيَ تَرَكَتْهَا تَأْكُلُ مِنْ خَشَاشِ الأَرْضِ  (البخاري ) .

يوه ښځه په دې وجه دوزخ ته داخله شوی وه چې پشۍ يې بندې کړی وه هغه ته يې نه خوراک او نه څښاک ورکولو او نه يې ازادوله تر څو د حشراتو او د ځمکې له شيان خپل ځان تغذيه کړي چې بلاخره له لوږې مړه شوه .

د دريم سوال ځواب : په کرېډيټ کارت چې کوم قيمت ليکل شوی وي مثلاً ۵۰ افغانئ هغه د نقدو پسو يا افغانيو حکم نه لري بلکې د کرېديت کارت قيمت دی ، تفصيل دلته وګورئ .

د څلورم سوال ځواب :

په اوداسه کې کوم اذکار ويل کيږي تفصيل دلته وګورئ

په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي ؟ تفصيل دلته وګورئ

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email