I want just one Question my question is this working in the Finance or Administration Departments of the Radio and Television (whose broadcast the Music) are Halal or not. Please replay to me I will be waiting for your replay

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

فلم ، سريال او موسيقي کتل حرام دي او د هغه د وسائلو ، اسباسو او مډيا ترتيبول بيا تر هغه هم سخته ګناه ده ځکه چې د ګناه طرف ته د خلکو بلنه ده ، د ننيو ټېلويزونو نشريات او خپروني له هيڅ چا پټ نه دي لکه : د کفارو تقليد او اعمالو ته د خلکو جلبول ، د نارينه او ښځو اختلاط ، موسيقي ، کډا او رقس ، فحشاء او بې شرمۍ ته بلنه ، سود او قمار ته بلنه او داسې نور په لسګونو منکرات خپروي چې د ټولني د اسلامې او اخلاقي زوال سبب شوي دي .

د ټول امت په اتفاق د حرامو او نا رواه کارونو سره مدد کول په هره طريقه چې وي حرام دي :

قوله تعالی : وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ) المائدة/2 ، وقوله سبحانه :

او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ له الله جل جلا له  څخه وويرېږئ ، يقيناً الله سخت عذاب ورکونکی دی .

إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ … النور/19 ،

( کوم کسان چه غواړي د مسلمانانو په ډله کې فحشآء خوره کړي شته دغو (کسانو ) ته په د نيا او آخرت کې سخت دردوکی عذاب )

وقوله صلى الله عليه وسلم : (وَمَنْ دَعَا إِلَى ضَلالَةٍ كَانَ عَلَيْهِ مِنْ الإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ لا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئًا ) أخرجه مسلم في صحيحه (4831

(او چا چې خلک د يوی ګمراهۍ طرف ته دعوت کړل نو د دغې ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکو د ده د ګمراه کونکي عمل په وجه بې لاری شوي وي او د دغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی )

ددې اجرت او ګټه حرامه ده ( و لايجوز علی الغناء و النوح و الملاهي ) د موسيقۍ ، مړو وير او ژړا کولو او لوبو ټوقو سره اجاره نا روا ده ( کنزالدقائق ص ۳۶۴ ) .

د هغو وسائلو انتظام او برابرول ، يا د انسجام او برابرولو په اداره کې کار کول چې حرام او منکرات کارونه تر سره کوي کار کول حرام دی او ددې کسب اجرت حرام دی (فتاوى اللجنة الدائمة 14/420 ) .

چا چې د الله جل جلا له  د ويرې څخه کوم حرام کسب او کار پرېښود الله جل جلا له  د هغه اړتياوې او مشکلات حل او ده ته به تر هغه ښه رزق ورکړي .

وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا ، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ (الطلاق ۲-۳ ) .

او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي ، او څوک چې پر الله جل جلا له  توکل وکړي ده د پاره همدا (الله ) کافي دی.

 و الله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email