د شرعي علم په تحصيل کې د والدينو اجازه

محترم استاذ! چنگه چه اسلام دمور او پلار د اطاعت اود خدمت امر کوی نو اولاد یی باید تر سره کری. زما بی بی الحمدالله د قران حافظه ده زه او بی بی می غوارو چه هغه دینی علوم زده کری ته دوام ورکری خو مور او پلار می ددی ممانعت او سخت مخالفت کوی نو که زه دهغوی ددی امر سر غرونه وکرم نو ایا الله او دهغه رسول خو به ما نه نه خفه کیزی

امان الله امين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د شرعي علم حاصولو کې لوی فضيلت دی الله جل جلا له  چې کومه بنده ته د خير اداره وکړي نو هغه په دين کې فقهې ګرځوي يا د دين مسائل ورښيي  لقول النبي صلى الله عليه وسلم: (مَنْ يُرِدْ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ) رواه البخاري (71) ومسلم (1037) .

شرعي علم په دوو حصو تقسيم شوی دی فرض عين او فرض کفايي .

فرض عين : د دين د ضروري احکامو زده کړه ده لکه : د عقدې مسائل ، د شرک او کفر پيږند ، د طهارت احکام ، د لمانځه احکام د روژې احکان ، د حج احکام ، د معاملاتو احکام او نور ….. چې پر هر مسلمان نر او ښځه فرض دی لکه په مشهور حديث کې چې راغلی دي ( طلب العلم فريضة على كل مسلم ) ، د دغه ضروري شرعي احکامو په تحصيلولو کې د مور او پلار اذن او اجازه يا د هغوی اطاعت شرط نه دی ، ځکه دا د الله جل جلا له  حکم دی ، د خالق جل جلا له په معصيت او نا فرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته .

دوهم فرض کفايي دی : فرض کفايي هغه علم دی چې په هغه سره د شرعيت ټول احکام او مسائل لوستل او څېړل کيږي که ځنې کسان يې تر سره کړي نو د نورو مسلمانانو غاړه خلاصيږي ، په دې کې د والدينو اجازه شرط ده .

مګر لاندې صورتونه لري :

اول : که د علم د حاصل د پاره سفر کول وي او په دې سفر سره والدين د احتياج سره مخ کيږي نو د هغوی د اجازې پرته به سفر نه کوي .

دوهم : که د والدينو ضروريات رفع وي او د کور د ضرورياتو د رفع کولو سره سره هغوی د دين تحصيل او په علمي حلقه کې د شمول ممانعت کوي او دا نه خوښوي نو بيا د هغوی اجازه او اطاعت کول لازم نه دي ، ځکه ددې علت له شرعي علم سره حساسيت دی .

وقد سئل علماء اللجنة الدائمة للإفتاء : هل دراسة العلم الشرعي فرض ؟
فأجابوا : “العلم الشرعي على قسمين : منه ما هو فرض على كل مسلم ومسلمة ، وهو معرفة ما يصحح به الإنسان عقيدته وعبادته ، وما لا يسعه جهله ، كمعرفة التوحيد وضده الشرك ، ومعرفة أصول الإيمان وأركان الإسلام ، ومعرفة أحكام الصلاة وكيفية الوضوء والطهارة من الجنابة ونحو ذلك ، وعلى هذا المعنى فُسر الحديث المشهور : ( طلب العلم فريضة على كل مسلم ) .
والقسم الآخر : فرض كفاية ، وهو معرفة سائر أبواب العلم والدين ، وتفصيلات المسائل وأدلتها ، فإذا قام به البعض سقط الإثم عن باقي الأمة ” انتهى .

وسئل علماء اللجنة الدائمة للإفتاء : هل طلب العلم المفروض مشترط فيه إذن الأبوين أم لا ؟
فأجابوا : طلب العلم الذي يتوقف عليه صحة إيمانك وأداء الفرائض ، لا يتوقف على إذن الوالدين ، وما كان من العلوم فرض كفاية فاستأذن فيه الوالدين ” انتهى .
“فتاوى اللجنة الدائمة” (12/78) .

وإن كان الخروج لطلب العلم يستلزم السفر والغياب عنهما مع حاجتهما إليك لخدمتهما ونحو ذلك ، فلابد من إذنهما ؛ أما إذا كان طلب العلم في البلد التي أنت بها ، ولا يحتاجان إليك فترة غيابك فلا يشترط إذنهما في ذلك

وإن كان الوالدان يمنعان من حضور حلقات العلم كراهة في العلم الشرعي ، فلا إذن لهما ولا طاعة في ذلك ، وأما إذا علم كراهة الوالدين للعلم الشرعي فهؤلاء لا طاعة لهما ، ولا ينبغي له أن يستأذن منهما إذا خرج ؛ لأن الحامل لهما كراهة العلم الشرعي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي