هیله ده روغ او جور اوسی.
زما پوښتنه داده چی داسی کوم حدیت شته چی پلار حق لری چی زوی ته ووایی چی ښځی ته د طلاق ورکره. نو زوی مجبور دی چی ښځه طلاقه کری. لطفا ددی مسلی په اره معلومات راکری.
مننه – محمد منير

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې کې شک نشته چې د والدين زيات حقوق دي او اسلام د والدينو سره د ښه سلوک کولو ډير ټينګار کړی دی

وقال الله تعالى: وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا). النساء: 36) .

او د الله عبادت وکړئ او د هغه سره هيڅ شی مه شريکوئ ، او د خپل مور او پلار سره نيکي وکړئ

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : لا تشرك بالله شيئا وإن قتلت وحرقت ولا تعقن والديك وإن أمراك أن تخرج من أهلك ومالك ولا تتركن صلاة مكتوبة متعمدا فإن من ترك صلاة مكتوبة متعمدا فقد برئت منه ذمة الله جل جلا له …. (احمد والطبرانى)

له الله جل جلا له  سره څه شي مه شريک کوه ولو که ته ووژل شي يا وسوزل شي ، د واليد نافرماني مه کوه ولو که هغه تا ته د مال او اهل د ترک يا پريښودو حکم وکړي ، قصداً فرض لمونځ مه ترک کوه ځکه څوک چې قصداً فرض لمونځ ترک کړي هغه د الله جل جلا له  د ذمې نه و ځي ….

د طلاق په مسئله کې د پلار حکم خپل زوی ته دوه صورتونه لري :

اول صورت :  د څلورو واړو مذاهبو د فقهاوو اتفاق دی چې که پلار ځوی ته امر وکړي چې ښځې ته طلاق ورکړه خو د ده دغه غوښتنه د هوا او نفسي خواهشاتو ، بعض او کينې او نورو شخصي مصلحتونو پورې تړې وي نو په دې صورت کې په زوی باندې د پلار د حکم منل واجب نه دي .

ځکه : إنما الطاعة بالمعروف  يعنې د مخلوق طاعت په ښه او مشروع کار کې دی او فرمايي : لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق – د خالق جل جلاله په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته

بې شرعي مصلحته طلاق ورکول ګناه ده طلاق په ټولو حلالو امرو کې الله جل جلا له  ته نا خوښ عمل دی (اَبْغَضُ الْحَلَالَ اِلَي اللهِ الطَّلاَقُ) ځکه په طلاق سره د خپلوي کټ کول مينځ ته راځي ، د ميړه او ښځې جدايي چې د شيطان ستر آرمان دی مينځ راځي او داسې نورې ناوړه پايلي لري .

نو پلار ته مناسبه نه ده چې په خپل لاس باندې د خپل زوی ژوند برباد کړي .

دوهم صورت دا دی چې : په ښځه کې شرعي غيب موجود وي لکه : هغه بدکاره وي ، بې لمانځه وي او داسې نور ، او نصيحت باندې نه اصلاح کيږي نو په دې صورت د پلار حکم واجب دی ځکه چې پلار د هوا او نفسي غوښتنې پر بنا دا حکم نه کوي بلکي د اولاد د بقا او د هغه د دیني هلاکت څخه د بچ کيدو پر بنا دی دليل :

هغه صحيح حديث دی کوم چې اميرالمؤمنين عمر فاروق خپل زوی عبدالله ته د شرعي مصلت له مخې د ښځې د طلاق حکم کړی وو .

وأما أمر أمير المؤمنين عمر لابنه في أن يطلق زوجته واستجابة ابن عمر له فإنه مبني على أمر رسول الله عليه الصلاة والسلام فقد قال له كما في الصحيحين: ” ليراجعها ثم يمسكها حتى تطهر ثم تحيض فتطهر فإن بدا له أن يطلقها فليطلقها طاهرًا قبل أن يمسها فتلك العدة كما أمر الله عز وجل (البخاري ) .

پلار بايد د خپل اولاد سره د محبت له وجې د بل په اولاد باندې ظلم او زياتی ونه کړي د بل د اولاد هم خيال وساتي (نګور)  او دا فکر وکړي چې دا اولاد هم د والدينو د مهربانه غيږ څخه جلا او زما کور ته راغلي دي ، نو پر خپل اولاد او د بل په اولاد رحم کول په کار دي او بايد د هغوی د ژوند د بربادۍ او جدايي کوښښ ونه کړي او یوازې له الله جل جلا له  څخه وويريږي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود      http://www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email