لومړی برخه

دوهمه برخه

دريمه برخه

(باب 31 ) دښځې او اولاد نفقه پر خاوند واجبه ده :

31 ـ عائشه رضي الله عنها روايت کوي چه: «أنَّ هنداً بنت عتبة قالت: يا رسول الله إنَّ أبا سفيان رجل شحيح، وليس يعطيني ما يكفيني وولدي إلاَّ ما أخذت منه وهو لا يعلم، فقال: خذي ما يكفيك وولدك بالمعروف» (متفق عليه ) .

د عتبه لور (هند ) وويل : ای رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوسفيان يو بخيل سړی دی ، او ماته دومره شی چې د ځان او اولاد مې کفايت ورباندې وشي نه راکوي ، مګر څه چې زه يې د هغه له مال څخه اخلم هغه ور باندې نه پوهيږی (په پټه يې اخلم ) ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ور ته وفرمايل : هغه څه چې د تا او ستا د اولاد دپاره کفايت کوي او اسراف پکې نه وي واخله ولو که هغه ورباندې پوه نه شي (ځکه د ښځې او اولاد نفقه پر خاوند واجبه ده ) .

(باب 32 ) د الله تعالی جوړکړي او پيدا کړی شی ته د ښايست او سينګار د پاره تغير ورکول حرام دي :

32 ـ له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت چې وايي: «لعن الله الواشمات والمستوشمات، والنامصات والمتنمصات، والمتفلجات للحسن المغيّرات خلق الله، ما لي لا ألعن من لعن النبي صلى الله عليه وسلم، وهو في كتاب الله: )وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا(» (متفق عليه ) .

الله تعالی په خال لګونکو او خال لګولو مطالبه کونکو ښځو ،او وروځو جوړونکو ښځو او غاښونو د ښايست د پاره تراش نکو ښځو باندې لعنت کړی دی ځکه چې هغوی د الله تعالی خلقت ورانوي ، ددې آوريدو سره يوې ښځې وويل : چه تاسې داسې ولی وائی ، هغه وويل : په چا باندې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم لعنت فرمايلی وي نو زه به په هغه باندې ولی لعنت نه وايم حال دا چې د الله تعالی پخپل کتاب کې په صراحت سره فرمايلی دي . کوم څیز چې تاسې ته رسول الله صلی الله عليه وسلم درکړی هغه واخلئ او د کوم څيز نه يې چې تاسو منع کړئ ياست هغه نه منعه شئ .

(باب 33 ) دتنګو جامو چې د بدن د فتنې ځايونه ورڅخه ښکاري ،او نريو جامو چې بدن ورڅخه ښکاري ،او لنډې جامې چې ټول بدن نه يټوي او ويښان د اوښ د بوکام په څير جوړول دا ټول حرام دي .

33 ـ أبوهريره رضي الله عنه روايت کوي چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «صنفان من أهل النار لم أرهما: قوم معهم سياط كأذناب البقر يضربون بها الناس، ونساء كاسيات عاريات مميلات مائلات رؤوسهن كأسنمة البخت المائلة، لا يدخلن الجنة ولا يجدن ريحها، وإنَّ ريحها ليوجد من مسيرة كذا وكذا» (مسلم ) .

په دوزخ کې دوې ډلی داسې دی چې تر اوسه ما نه دي ليدلی يو هغه ډله چې د هغوی په لاسونو کې د (غوايي د لکۍ په شان ) قمچينه وي چې په هغې سره دوی نور خلک وهي دوهمه ډله هغه ښځې دي چې جامو باوجود بربنډې وي چې خلکو ته به خپل مذموم حرکات ښکاره کوي د هغوی سرونه به د اوښانو د بوکام په شان وي دوی به نه جنت ته داخليږي او نه د جنت خوشبوي له دومره دومره فاصلی څخه مومی .

34 ـ بې ضرورته د ويښتانو وصلول منع دي :

لعن رسول الله صلی الله عليه وسلم الواصلة والمستوصلة  (بخاري او مسلم )

  ( رسول الله صلي الله عليه وسلم لعنت ويلای دي پر هغه ښځه چې ويښتان له نورو ويښتانو سره پيوند کوي او همدا شان هغه ښځه چې دغه کار کوي د (الواصلة) څخه مطلب هغه ښځه ده چې خپل ويښتان له نورو ويښتانو سره پيوند کوي او د ( المستوصلة ) څخه مطلب هغه ښځه ده چې دغه د پيوند کولو کار تر سره کوي (آرايشګاه ) .

 د لعنت او نفرت سبب يي دادي چې دغه کار د فريب او دوکې يو ډول دي .

 (35 باب )جعل کاري او فريب په هر څه کې منع دی .

35 ـ عائشه رضی الله عنها وايي-: «أنَّ امرأة قال: يا رسول الله أقول إنَّ زوجي أعطاني ما لم يعطني؟ فقال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: المتشبع بما لم يعط كلابس ثوبي زور» (متفق عليه ).

يوې ښځې وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ! ( د خاوند ښځې ته يا بنې ته مې وايم ) خاوند مې ماته (دغه او هغه ) راکړي حال دا چې په حقيقت کې يې څه نه وي راکړي (د بنې په مقابل کې د افتخار کولو کنايه ده ) ،رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ښکاره کوونکی د هغه څه چې ده ته نه وي ورکړ شوي په شان دهغه کس دی چې د دروغو جامې اغوستې وي .

(36 باب ) دښځې د پاره د سر د ويښتانو خريل حرام دي :

36 ـ نهي رسول الله صلي الله عليه وسلم ان تحلق المراة راسها(النسايي )

رسول الله صلی الله عليه وسلم ښځې ته د سر له خريلو نه منع فرمايلي ده .

 (37 باب ) دښځې د پاره په نکريزو باندې د لاسونو او پښو رنګول جايز دي :

37 ـ له عائشه رضي الله عنها نه روايت دی چه: «أومت امرأة من وراء ستر بيدها كتاب إلى رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فقبض النبي -صلى الله عليه وسلم- يده، فقال: ما أدري أيد رجل أم يد امرأة قالت: بل امرأة، قال: لو كنت امرأة لغيّرت أظفارها، يعني بالحناء» (أبوداود والنسائي).

يوې ښځې د پردې د شا نه پخپل لاس سره رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ليک ورکړ ،آنحضرت صلی الله عليه وسلم خپل لاس مبارک بيرته کړ او ويې فرمايل : زه نه پوهيږم چه آيا دغه لاس د نر دی او که د ښځې ،ښځې وويل : د ښځې لاس دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم په ځواب کې وفرمايل : که چېرې د ښځې لاس وی نو خپل نوکان به يې په حنا (نکريزو) رنګ کړی وای .

تشريح : ددې مبارت ارشاد څخه يو دا مطلب روښانه شو چه د ښځې د پاره د نکريزو استعمال جايز دی ،او بل داچه د نوکانو رنګ ته اشاره يوه کنايه ده چه آیا د نارينه لاس به وي او که د ښځې د انحضرت صلی الله علیه وسلم عادت شريفه داوه چې ښځو ته يې لاس نه ورکولو کله به يې چې له ښځو سره بيعت کولو نو د لاس په وسيله به نه وو بلکې د خبرې په وسيله به وو .

(38 باب ) ښځه به د نامحرمو خلکو نه مخ پټوي :

38 ـ له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «لا تنتقب المرأة المحرمة ولا تلبس القفازين» (البخاري ) .

ښځه به د احرام په وخت کې خپل مخ په نقاب نه پټوي او  دسکش به نه په لاس کوي . ( د احرام په وخت کې د مخ پټول نشته ، نورو وختونو کې د مخ پټول له بيګانو خلکو په حجاب کې شامل دي )

په دې باره کې بی بی عايشه رضی الله عنها له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه دا روايت نقل کړی دی : کان الرکبان يمرون بنا ونحن مع رسول الله صلی الله عليه وسلم محرمات ،فاذا حاذوا بنا أسدلت احدانا جلبابها من رآسها علی وجهها ، فاذا جاوزونا کشفناه . رواه ابوداود ۱۸۳۳ او ابن ماجه ۲۹۳۵ او صحيحه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او صحيح الباني .

عايشه رضی الله عنها وايي : مونږ په سورليو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د حج د سفر لپاره روان وو کله به چې سړي زمونږ له خوا څخه تيريدل مونږ به مخ پټولو او کله به چې هغوی له مونږ څخه لرې شول نو مونږ به  مخ لوڅولو .

 (39 باب ) د ښځې د پاره د ابريشمو جامې او د طلا استعمالول جايز دي  :

39 ـ له أبو موسى الأشعري رضي الله عنه روايت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «حرم لباس الحرير والذهب على ذكور أمتي، وأحل لإناثهم» (أحمد والترمذي والنسائي).

زما د امت د نارینوو د پاره ابرشم او طلا حرام دي او ښځو د پاره جايز دي .

 (40 باب ) ښځه به نامحرمو خلکو ته خپل سينګار نه ښکار کوي :

40 ـ له أبوهريره رضي الله عنه روايت دی چه پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «ويل للنساء من الأحمرين الذهب والمعصفر» (أخرجه ابن حبان والبيهقي في شعب الإيمان).

زيان او هلاکت دی هغو ښځو لره چې (دوه سره څيزونه ) لکه : زيورات او خوشبويي بيګانه خلکو ته ښکاره کوي.

 (41 باب ) د ښځې مشابهت کول په جامه ،تلو راتلو او خبرو کې د نر سره حرام دی :

41 ـ عبدالله بن عباس –رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «لعن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- المتشبهن من الرجال بالنساء والمتشبهات من النساء بالرجال» (البخاري ) .

رسول صلی الله عليه وسلم لعت فرمايلی په هغو ښځو چې د نارينه سره مشابهت کوي او په هغو سړيو چې له ښځو سره مشابهت کوي .

د لغت کلمه د ګناه د سخت والی د پاره ذکر شوی ده .

والحمد لله الذي بنعمته تتم الصالحات، وصلى الله على محمد وآله وصحبه وسلّم

تأليف: محمد بن شاكر الشريف – مکه مکرمه

ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود

 http://www.dawat610.com

 

Print Friendly, PDF & Email