السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ټولو نه مخکی د الله ج د دربار څخه ستاسی کامیابی غواړم
۱- زما لومړی پوښتنه داده چی ماته داسی وسوسی رالویږی چی چا ته یی نه شم ویلی خو د ډیر مشکل د خاطرو څخه به یی تاسی ته ووایم هغه دا چی ماته داسی وسوسی رالویږی چی نعوذ بالله اسلام حق نه دی او یا قرآن کریم حق نه دی دا خو وسوسوی خو به زما ایمان ته زیان نه رسوی
۲- دا چی ماته چی پلار کومی پیسی ددی لپاره راکړی چی ځان ته کوم شی په رانیسم او یا د جیب خرڅ راکړی آیا دا زه په صدقه کښی ورکولای شم
۳- د موراو پلار په پټه او یاهم په داسی حال کښی دینی زده کړی کول چی مور او پلار راته ووایی چی په مدرسه کی دینه زده کړه مه کوه دا کومه ګناه لری که یا؟

عزيز احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول شيطاني وسوسې او هغه امور چې د شیطاني وسوسو د دفع د پاره ګټور دي :

په دې باره کې د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم نه سوال وشو ، کوم چې په بخاري او مسلم کې روايت شوی دی :

« جَاءَ نَاسٌ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَسَأَلُوهُ إِنَّا نَجِدُ فِي أَنْفُسِنَا مَا يَتَعَاظَمُ أَحَدُنَا أَنْ يَتَكَلَّمَ بِهِ، قَالَ: وَقَدْ وَجَدْتُمُوهُ؟ قَالُوا: نَعَمْ، قَالَ: ذَاكَ صَرِيحُ الْإِيمَانِ»[1]

د خلکو يو ډله د رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحابه څخه د هغوی حضور ته راغلل او پوښتنه يې وکړه ، په مونږ کې کله داسې افکار پيدا کيږي چې مونږ ته د هغه ويل سخت دي ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ايا تاسې هغه پيدا يا احساس کړی دي ؟ ويي ويل : هو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : دا صريح ايمان دی .

« عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ سُئِلَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ الْوَسْوَسَةِ قَالَ: تِلْكَ مَحْضُ الْإِيمَانِ»[2]

او عبدالله بن مسعود روايت کوي چې د وسوسو په اړه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  پوښتنه وشوه ، ويې فرمايل دا خپله ايمان دی .

په بل روايت کې له ابوهریره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي: [يَأْتِي الشَّيْطَانُ أَحَدَكُمْ فَيَقُولُ: مَنْ خَلَقَ كَذَا، مَنْ خَلَقَ كَذَا، حَتَّى يَقُولَ: مَنْ خَلَقَ رَبَّكَ؟ فَإِذَا بَلَغَهُ فَلْيَسْتَعِذْ بِاللَّهِ وَلْيَنْتَهِ] [3]

د تاسې څخه يو کس ته شيطان راځي او ور ته وايي : چا دغه پيدا کړي ؟ او چا هغه پيدا کړي ؟ تر داسې حده چې بلاخره ور ته وايي : ستا پروردګار چا پيدا کړی دی ؟ کله چې خبره دې حد ته ورسيږي ، پر الله جل جلا له  پنا وغواړئ او دا افکار او خيالات ترک کړئ .

بل حديث شريف کې راغلی:

[إِنَّ الشَّيْطَانَ يَأْتِي أَحَدَكُمْ فَيَقُولُ: مَنْ خَلَقَ الْأَرْضَ ؟ فَيَقُولُ: اللَّهُ، فَيَقُولُ: مَنْ خَلَقَ اللَّهَ؟ فَإِذَا أَحَسَّ أَحَدُكُمْ بِشَيْءٍ مِنْ هَذَا فَلْيَقُلْ: آمَنْتُ بِاللَّهِ وَبِرُسُلِهِ][4]

شيطان د تاسې څخه يو کس ته راځي او ور ته وايي : ځمکه چا پيدا کړی ده ؟ ور ته وايي : الله جل جلا له  بيا ور ته وايي : الله چا پيدا کړی دی ؟ کله چې تاسې د داسې څه احساس او فکر وکړ فوراً ووايئ : آمنت بالله و برسله : په الله جل جلا له  او د هغه په پيغمبران ايمان لرم .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د پورتنيو ارشاداتو څخه دا ثابت شول چې د مؤمن په ذهن کې دا ډول وسوسې او خيالات پيدا کيږي چې دا وسوسي د شيطان له طرفه څخه دي او شيطان غواړي مسلمان په دا ډول شک او ترديد کې واچوي .

کله چې مسلمان د شيطاني وسواس سره مخامخ کيږي هغه به د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ارشاداتو موافق داسې عمل کوي :

1- الله جل جلا له  ته پنا وړل .

2- دې ډول افکارو او خيالاتو ته به ادامه نه ورکوي .

3- آمنت بالله و برسله …. به وايي .

ځکه چې که دا ډول وسواس ادامه ومومي انسان په شک او سرګردانۍ کې اچوي او د شيطان  هدف همدا دی تر څو مسلمان ته شک او سرګرداني پيدا کړي او د الله جل جلا له د عبادت څخه يې لاس په سر کړي .

نو ضرور ده چې هر وخت پر الله جل جلا له  پنا وغواړو .

هر بيګا د خوب پر مهال قل اغوذ برب الفلق ، قل اغوذ برب الناس ، قل هو الله او د بقرې ورستې دوه آيتونه د آمن رسول …. تر پايه پورې د هر قسم وسوسو قرآني علاج دی .

فتاوي علماء بلدالحرام  – الکنز الثمین- (1/199-201)

دوهم : کوم مال چې تاته خپل پلار در کړی دی ستا ملکيت دی له هغه څخه صدقه ورکول ښه کار دی په شرط ددې چې خپله احتياج نشئ ، يعنې دومره قدرې  صدقه ورکول چې ته خپله محتاج نشي .

دريم : د اسلامې شريعت ضروري علم پر هر مسلمان فرض دی او دا د الله جل جلا له  حکم دی ، جاء فی الحديث (طلب العلم فريضةٌ علي كل مسلم)  (ابن ماجه )

د اسلامې شريعت د ضروري علم په حاصولو کې د والدينو اجازه شرط نه ده ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إنما الطاعة بالمعروف .

يعنې د مخلوق طاعت په ښه او مشروع کار کې دی او فرمايي : لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق

د خالق جل جلاله په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته .

د علم فضائل دلته وګورئ

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

http://dawat610.com

[1] مسلم (132)

[2] مسلم (133)

[3] بخاری(3274) مسلم (134) و (214)

[4] مسلم (1341) و احمد (2/331) ، (5/214)

Print Friendly, PDF & Email