د معاش زکات څنګه ادا کيږي ؟

د معاش د زکات د ورکړی په باره کې که مکمل معلومات که راکړئ بهتره به وي

شمس فطرت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

نغدې پسې او تجارتي اموال چې کله نصاب ته ورسيږي او کال ور باندې پوره شي زکات ورباندې فرض دی :

قوله تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ ( 267 الفقره ).

ای مؤمنانو! لګوئ ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه( په کسب سره ) تاسې ګټلئ

د احنافو په نزد د نغدو پيسو او تجارتي اموالو نصاب د سپينو زرو د نصاب له رويه ټاکل کيږي ځکه چې د سپينو زرو نصاب اقل دي  .

په دې باندې د ټول امت د علماء اتفاق دی چې پانګه هر کوم نصاب ته هغه د سپينو زرو وي یا د سرو زرو وي ورسيږي زکات ور باندې فرض دی معلومه خبره ده چې په نن عصر کې د سپينو زرو نصاب اقل دی .

فتاوي للجنة الدائمه هم د احنافو قول ته ترجيح ورکوي ليکي :

ونظرا لأن قيمة نصاب الفضة في هذا الوقت أدنى من قيمة نصاب الذّهب فيكون التقدير بناء عليه فإذا بلغ ما عند الشخص من العملة الورقية قيمة نصاب الفضة أخرج الزكاة ، ونصاب الفضّة يعادل 595 غراما تقريبا والله تعالى أعلم (فتاوى اللجنة الدائمة 9/257 هيئة کبار علماء عربستان ) .

د نغدو پيسو يا په تجارتی  دوران  کې بندو پيسو نصاب د سپينو زرو د نصاب له رويه ټاکو چه د سپينو زرو نصاب دوه سوه درهمه يا  595  ګرامو سره سمون خوری  .

که د يوه ګرام سپينو زرو قيمت 60 افغانئ فرض کړو د زکات نصاب به 35700 افغانۍ وي .

کله چې د چا سرمايه نصاب ته ورسيده او الله جل جلا له  په خپل فضل غني وګرځولو هغه به خپله سرمايه د کال په پوره کيدو سره حسابوي او د هغه له رويه به زکات ادا کوي .

د زکات اندازه 40 څلويښتمه برخه يا 2.5% ده .

مثلاً د يو کس کلنې پاڼه 275000 افغانۍ شوه هغه بايد څومره افغانئ زکات ورکړي ؟

 275000/40 = 6875

6875  افغانۍ به د زکات پر مستحقينو وويشي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي