د رحمن بندګان

الله جل جلاله انسان پیدا کړ. د عقل ځواک او د انتخاب واک یې ورکړ. ښه او بد یې وروښودل او بیا یې اختیارمن کړ چې څرنګه د ژوند لاره غوره کوي. د هغه د آخرت بریا یې هم تر دې انتخاب پورې وتړله. بیا له دې وروسته انسانان په بېلابېلو ډلو وویشل شول. ځینو د نفس پیروي غوره کړه، نور د شیطان پر پله روان شول، بلې ډلې خپل مشران په ربوبیت ومنل… چې پدې توګه د طاغوت د بندګۍ تله درنه شوه. خو د دې تر څنګ داسې کسان وو چې هم یې ځان وپیژانده او هم خپل رب، نو یې هغه ته تندی پر ځمکه کېښود او د رحمن بندګي یې غوره کړه. الله جل جلاله د دوی غوره انتخاب ستایي او ځانګړتیاوې یې په قرآن کریم کې بیانوي. بدله یې اعلانوي او د بریا رازونه یې څرګندوي. د فرقان په سورت کې د رحمن د بندګانو دولس صفات بیان شوې چې د عقیدې تصحیح، په ټولو کړنو کې الهي احکامو ته پابندي، له خلکو سره نیکه رویه، له الله وېره، له ګناهونو څخه ځان ساتل او د کورنۍ د اصلاح هڅه پکې شامل دي.

  1. د رحمن بندګي

ژباړه: (او د رحمن بندګان هغه کسان دي چې…) (الفرقان-63).

لومړی صفت (عبد) یا بنده دی. هغه څوک د رحمن د بندګۍ د صفت وړ ګرځیدلای شي چې عقاید، افکار، اراده او کړه وړه یې ټول د هغه جل جلاله د حکم او خوښې سره سم وي. د انسان لپاره د الله په وړاندې تر ټولو غوره صفت (عبد) یا بنده دی. قرآن کریم د اکرام په خاطر له پیغمبرانو، په ځانګړې توګه له محمد صلی الله علیه وسلم څخه د عبد په کلمه یادونه کوې. ژباړه: (هغه ذات ډېر بركتناك دى چې پر خپل عبد (بنده) يې فرقان نازل كړ چې د نړيوالو لپاره وېروونكي وي.) (الفرقان ۱) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: “ستاسې په نومونو کې الله جل جلاله ته ډېر ګران نومونه (عبدالله) او (عبدالرحمن) دي“. (رواه مسلم)

  1. وقار او متانت

ژباړه: (د رحمن بندګان هغه دي چې پر ځمكه باندې په آرامۍ سره ځي. (فرقان-۶۳). تګ د انسان د هر بل حرکت په څېر د هغه د شخصیت ښکارندویي کوي. د رحمن بندګان متواضع انسانان دي چې اغیز یې آن په رفتار کې معلوميږي. په آرامه او وقار سره په لاره ځي. البته له آرام تګ څخه موخه دا نه ده چې د ناروغانو په شان ځړیدلي لاړ شو؛ ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم تګ ډير ورو نه وو؛ بلکه لږ تیز هم وو. (معارف القرآن تفسیر) د رحمن بندګان نه تکبر او لويي کوي او نه په ځمکه کې د فساد غوښتونکي دي. الله جل جلاله بل ځای فرمايي: (د آخرت دا كور د هغو کسانو لپاره ګرځوو چې په ځمكه كښې د لوئۍ او فساد اراده نه لري. او (نيك) عاقبت يوازې د پرهېزګارانو لپاره دى( (قصص ۸۳).

  1. له جاهلانو سره مناسبه رویه

ژباړه: (او كه یې جاهلان مخاطب کړي نو وايي: تاسې ته سلام دی) (فرقان ۶۳). له سلام څخه مطلب نرم ځواب دی، یعنی د ناپوهانو ځواب په نرمۍ ورکوي ځکه د الله بندګان جدي او باوقاره دي، پاملرنه یې مهمو کارونو ته وي. د ناپوهانو ناپوهۍ ته اهمیت نه ورکوي او نه هم خپل وخت او هڅې له دوی سره په شخړو لګوي.

  1. د شپې عبادت

ژباړه: (هغه كسان چې د خپل پالونکي په وړاندې شپه په سجدو او قيام سبا کوي) (الفرقان ۶۴). کله چې خلک ويده وي، دوی له الله سره راز او نیاز کوي او شپه په عبادت سبا کوي. نورو په ځمکه زړه بایللی خو د رحمن د بندګانو سترګې د عرش په لور وي.

  1. د دوزخ له اور څخه پناه غوښتل

ژباړه: (هغه كسان چې وايي: اى زموږ ربه! موږ د دوزخ له عذابه وساته، بېشکه د هغه عذاب ملازم او دایمي دى، هغه ډېر بد استوګنځى او مقام دى)(فرقان ۶۶-۶۵). د الله او بندګانو د حقوقو له اداء سره سره، د رحمن بندګان په خپلو اعمالو نه غره کيږي؛ بلکه د جهنم له اور(۱) څخه ډاریږي. زړونه یې له تقوا(۲)ډک دي. په زاریو له الله جل جلاله غواړي چې د دوزخ له اور څخه یې وژغوري. هغوی دوزخ ندی لیدلی خو دومره کلک ایمان پرې لري چې له ویرې یې شپه په ویښه سبا کوي.

  1. په لګښت کې اعتدال

ژباړه: (هغوی چې لګښت كوي نو نه اسراف کوي او نه اقتار (بخيلي)، بلكې د دواړو ترمنځ په اعتدال ولاړ وي) (الفرقان ۶۷).

اسراف: د ځینو مفسرینو په نظر د الله په نافرمانۍ کې د مال لګول که څه هم چې کم وي اسراف دی، خو نور بیا په جایزو کارونو کې د ډېر مصرف کول هم په اسراف کې راولي.

اقتار: په هغو چارو کې چې الله او رسول د مال لګولو امر کړی وي د بخيلۍ کولو ته اقتار ویل کیږي (مظهري تفسیر).

خو د رحمن بندګان له پورته دواړو ځانګړتیاوو څخه پاک او د اعتدال په خط روان دي. په بل ځای کې الله جل جلاله فرمايی: (مه خپل لاس تر غاړې تړه (بخیلي مه کوه) او مه یې بيخي داسې غځولى پريږده (اسراف مه کوه) (اسراء ۲۹).رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (د بډایتوب په وخت کې اعتدال څومره ښه دی، د فقر په حال کې منځلاري توب څومره ښه دی او په عبادت کې منځلاريتوب څومره ښه دی) (رواه البزار). دا حدیث څرګندوي چې مسلمان باید په هر حالت کې اعتدال او منځلاري توب مراعات کړي. بل ځای رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (چا چې اعتدال غوره کړ فقیر او اړ به نه شي) (رواه احمد).

  1. له شرک څخه ځان ساتل

ژباړه:(او هغه كسان چې له الله سره بل معبود نه بلي) (الفرقان ۶۸).

د رحمن د بندګانو لویه ځانګړتیا توحید دی. له الله سره شریک نه نیسي؛ ټول اعمال یوازې د هغه لپاره ترسره کوي او له هر ډول شرک نه ځان ساتي ځکه شرک تر ټولو ستره ګناه او لوی ظلم دی.

  1. له قتل او زنا څخه ځان ساتل

ژباړه: (او هغه نفس چې الله حرام كړى، په ناحقه نه وژني او نه زنا كوي) (الفرقان ۶۸).  قتل او زنا کبیره ګناهونه دي چې د رحمن له بندګانو یې اصلاً تصور نه کیږي. دوی په کلکه ځان لدې کړنو ساتي او ورنږدې کيږي هم نه.

ژباړه: (او هر څوك چې دغه كار وكړي، د خپلې ګناه بدله به ومومي. د قيامت په ورځ به ورته مکرر عذاب وركړل شي او په همغه كښې به هغه د تل لپاره ذليل پروت وي) (فرقان ۶۸-۶۹).

که څوک له الله سره شریک ونیسي او قتل او زنا وکړي نو په داسې سخت عذاب به اخته شي. خو هغه کسان چې غواړي بیرته راوګرځي نو د توبې دروازه تل خلاصه ده.

ژباړه: مګر هغه څوک چې توبه وباسي، ايمان راوړي او نیک عمل ترسره کړي، نو الله به یې بدۍ په نيكيو بدلې كړي او الله بښونكى او خورا مهربان دى. څوك چې توبه وباسي او نيك عمل وكړي نو د الله لوري په پوره توګه راګرځي (فرقان ۷۰-۷۱).

ابن عباس رضی الله عنه فرمایي: «دا هغه مؤمنان دي چې له ایمان وړاندې یې ګناهونه کول، وروسته الله له ګناهونو څخه نیکیو ته راوګرځول او د بدیو په بدله کې یې نیکۍ پرې ولورولې». ابن کثیر رحمه الله وايي: بدۍ په ريښتينې توبې (۳) سره په نیکیو بدلیږي؛ ځکه ګناهکار ته چې کله تېر ژوند وریاد شي نو پښیمانه کیږي او بښنه غواړي او پدې توګه یې ګناهونه په طاعت بدلیږي.

  1. له باطلو مجالسو او د دروغو له شاهدۍ څخه ډډه کول

ژباړه: (او هغوی چې د دروغو شاهدي نه ورکوي. یا (هغوی چې د درواغو په مجالسو کې ګډون نه کوي) (فرقان ۷۲) مفسرینو دواړه مفاهیم را اخیستي دي. لومړی دا چې د دروغو شاهدي نه ورکوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: آیا له سترو ګناهونو مو خبر نه کړم: شرک، د مور او پلار اذیت او د درواغو شاهدي (رواه مسلم). دوهم مفهوم دا چې د باطل او دروغو په مجالسو کې ګډون نه کوي.

  1. له لغو سره کریمانه چلند

ژباړه: ( او كه په لغو (بېهوده عمل یا خبره) باندې ورشي نو په درناوي ترې تیریږي) (فرقان ۷۲). د رحمن بندګان که کله په بیهوده او بېځایه مجالسو باندې ورشي نو په شرافت او درناوي ترې تیریږي. یعنې د دوی دا عمل بد او د کرکې وړ ګڼي. خو په ګناه باندې مبتلا کسان نه تحقیروي، نه ځان پرې لوړ ګڼي او نه مغرور کیږي (معارف القرآن تفسیر). عبدالله بن مسعود رضی الله عنه یوه ورځ په داسې مجلس ورپېښ شو، نو پرته لدې چې ورته ودریږي ترې تیرشو. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر شو، ویې فرمایل: ابن مسعود کریم شو او بیا یې پورتنی آیت تلاوت کړ (ابن کثیر تفسیر). د رحمن بندګان د بې ګټې او ناوړه کارونو څخه محترمانه تیریږي او ځانونه تر دې لوړ ګڼي چې په هغې کې بوخت شي. مؤمن سترې موخې او مسؤولیتونه لري چې له ناوړه او بې ګټې کارونو څخه یې ژغوري (فی ظلال القرآن تفسیر).

  1. د قرآن کریم له آیتونو پند اخیستل

ژباړه: او هغه کسان چې كله د پروردګار په آيتونو پند ورکول کیږي. نو ځانونه کاڼه او ړانده نه پرې اچوي (فرقان ۷۳).

د رحمن بندګان ژر نصیحت اوري او چې نصیحت ورته وشي ترې ګټه اخلي. په ویښو سترګو ویني، د زړه په غوږونو اوري او د پوهې او درک خاوندان دي. له قران سره سطحي چلند نه کوي بلکې خپل ایمان پرې پیاوړی کوي. الله جل جلاله فرمایي: (ریښتيني موْمنان هغه دي چې کله د الله یاد وشي، نو زړونه یې لړزيږي او چې په وړاندې یې د الله ايتونه لوستل كيږي، ايمان یې زياتيږي) (الانفال۲)

  1. د کورنۍ د اصلاح تکل

ژباړه: (او هغه كسان چې وايي: اى زموږ پروردګاره! موږ ته له خپلو ميرمنو او اولادونو څخه د سترګو يخني راكړه او مونږ د پرهیزګارانو امامان كړه) (فرقان ۷۴).

د رحمن بندګان یواځې د ځان په اصلاح بسنه نه کوي بلکې د کورنۍ او اولادونو د اصلاح سوچ هم ورسره وي. الله جل جلاله ته دعا کوي چې اې ربه! دوی خپل پیروان وګرځوه او زموږ سترګې يې په هدایت باندې یخې کړه. موږ دې د کورنۍ مسؤل کړی یو نو دعاء مو دا ده چې ټول متقیان کړه او موږ د متقیانو امامان وګرځوه (معارف القرآن). د الله د دین د پیروانو د ډېریدو هیله، د پیاوړي ایمان فطري غوښتنه ده چې په سر کې یې د خپلې کورنۍ د اصلاح ارمان وي ځکه دا لومړنی امانت دی چې انسان به یې په اړه پوښتل کيږي. حسن بصري (رحمه الله) وايي: د رحمن بندګان غواړي میرمنې، وروڼه، دوستان او خپلوان یې د الله پیروان وي. قسم په الله چې د مؤمن لپاره بله داسې خوښی نشته لکه دا چې خپل زوی، ورور، دوست یا کورنۍ یې د الله د امر منونکې وویني (الحیاة فی القرآن).

د رحمن د بندګانو بدله

ژباړه: دوی به د دغه صبر په بدل کې (د جنت) غرفې (دنګې ماڼۍ) تر لاسه کړي او هلته به له هرکلي او سلام سره مخ کيږي. (فرقان ۷۵).

د غرفې معنا بالاخانه ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: په جنت کې به د مقربو بندګانو لپاره ځانګړی ځای وي چې نورو جنتیانو ته به داسې ښکاري لکه د ځمکې اوسیدونکو ته ستوري (متفق علیه). رحمن پالونکی له خپلو بندګانو سره چې په دنیا کې له داسې ځانګړتیاوو سره اوسیدلي دي، د غوره بدلې ژمنه کوي: د جنټ (۴) ماڼۍ، د ملائکو او جنتیانو سلام او بالآخره هغه نعمتونه چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اوریدلي او نه په زړه کې ګرځېدلي دي.

د بریالیتوب راز

قرآنکریم د رحمن د بندګانو د بریا راز راښیي چې صبر او استقامت دی. صبر په دری ډوله دی: صبر د مصیبتونو په وړاندې، صبر په طاعت او صبر له ګناهونو څخه. که په پورتنیو ځانګړتیاوو کې کتنه وکړو نو ښکاري چې د صبر ټول ډولونه پکې شته، ځکه نو الله جل جلاله په وروستي آیت کې فرمايي: دا بدله د صبر په خاطر دوی ته ورکوله کیږي.

د اصلاح پیغام لړۍ

Print Friendly, PDF & Email