له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه !

الله جل جلا له  بندګان ددې لپاره پيدا کړي دي چې د عبادت له لارې د هغه شکر ادا کړي ، خو څومره خلک دي چې د غيرالله عبادت کوي او له غيرالله نه مننې کوي .

په انساني خټه کې ناشکري ايښودل شوی ده ، انسان ته پکار ده چې کله له يو چا سره ښيګڼه وکړي او هغه يې ښيګڼه په پام کې ونه نيسي نو ده پرې غمجنيدل نه دې پکار بلکي ده ته په کار ده چې خپله کړې نيکې هيره کړي چې ګوندې ده له چا سره ښيګنه کړی ، ځکه تا چې د کوم خالق او رب لپاره کړې هغه ډير قدردان دی او په يوه لويه اعمالنامه کې يې ستا دغه ښيګړه ليکلې ده او له هغه سره يې ډيره لويه بدله شته او هغه ذات د چا ښيګڼې له پامه نه غورځوي .

له دي امله پکار ده، چې له هر چا سره ښيګړه يوازې د الله جل جلا له  په خاطر وشي ، ځکه په داسې صورت کې د يو چا سرغوړاوی او مخ اړونه تا نشي زيانمنولای لکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :

همدا شان تاسې وينئ ، چې پلار له بچي سره څومره ستونزې ګالي د هغه د ښوونې او روزنې او خوراک او څښاک او جامې لپاره خپلې ټولې خوښۍ تر پښو لاندې کوي ، خو کله چې همدغه بچی را لوی شي د مور او پلار په نا فرمانۍ پسې مټې را ونغاړي ، نو د پلار خوار په زړه به څه تېرېږي ، خو ځان ته پر دې خبره ډاډ ورکوي چې دا هر څه يې د الله جل جلا له  لپاره کړي او هغه به يې بدله راکړي .

مشايخ فرمايي :

د الله جل جلا له  له دره هيڅ غوښتونکی بينوا نه را ستنېږي ، الله جل جلا له  ارو مرو د غوښتونکی غوښتنه پوره کوي ځکه چې د هغه خزاني پراخې دي او په ور کړه نه کميږي ، نو له دې امله مونږ ته پکار ده چې د الله جل جلا له  څخه يې وغواړو او د راکړيو نعمتونو يې شکر وکړو ځکه چې په دې لړ کې دوه مقامه دې چې يو يې شکر او بل صبر دی او پر دې دواړو له مونږ سره د کاميابۍ ژمنه شوې ده ، لکه چې الله جل جلا له  فرمايي :

لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ (۷ ابراهيم )

که تاسې شکر وباسئ نو پر تاسې به لا زياته پيرزوينه وکړم

همدارنګه له صبر سره يې خپل مدد ښودلی دی :

إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (۱۵۳ البقره )

الله جل جلا له  د زغم لرونکو ملګری دی .

ليکنه : دوکتور عائض القرني

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email