۳- د فيسبوک ځنې ځوانان د مړو يا مردګانو اهانت کوي :

يو قوم د بل قوم د مشرانو د مړو اهانت او سپکاوی کوي او د هغه بد او سپک تصويرونه خپروي چې دا کار د يو تحصيل کرده د پاره ډير نا مناسب او د شرم وړ دی او په اسلام کې د ژوندې او مړي اهانت او سپکاوی حرام دی .

د مسلمان اهانت او سپکاوی عظيم جرم دی : روى ابن حبان و الترمذي بإسنادٍ حسن أن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما نظر يوماً إلى الكعبة فقال : ( ما أعظمَكِ و أعظمَ حُرمتِكِ ! و المؤمنُ أعظم حُرْمةً مِنْكِ ) يعنې الله جل جلا له  چې دغه کعبې ته کوم عظمت ورکړی دی د هغه نه د مؤمن عظمت زيات دی .

تاسې يې داسې فرض کړئ که څوک د کعبې ړنګول وغواړي فکر وکړئ چې ددې کس سره به مسلمانان څه وکړي ؟ او هغه ته به څنګه جزا ورکړي ؟ خو الله جل جلا له  د کعبې د ورانولو او اهانت نه د مسلمان په ورانولو او اهانت ډير خفه کيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «سِبَابُ الْمُسْلِمِ فُسُوقٌ وَقِتَالُهُ كُفْرٌ». (بخارى )

مسلمان ته بد ګويي فسق دی او د هغه پر واندې جنګيدل کفر دی .

کله څنګه چې په ژوند کې د مسلمان اهانت او سپکاوی حرام دی همداسې په مرګ هم د هغه اهانت حرام دی .

 رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «لا تَسُبُّوا الأَمْوَاتَ، فَإِنَّهُمْ قَدْ أَفْضَوْا إِلَى مَا قَدَّمُوا». (بخاري)

مړو ته بد مه وايی ځکه هغوی د خپلو اعمالو نتيجه ته رسيدلی دي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  په دوو کلمو کې خبره خلاصه کړه ، يعنې که خاين او غدار تير شوی وي او د تاسې د هغه خيانت او غداري کړوي نو هغه اوس د خپلو اعمالو نتجيته ګيری ته ورغلی دی او د خپل عمل سزا به ويني ، نو تاسې هغه ته بد ګويي مه کوئ .

امام نوي رحمه الله د پورته حديث په بيان کې وايي : د اهل فسق او بدعت کاروايي بيانول د اسلام په چوکات جايز دي تر څو نور خلک د هغوی د ګمرا کونکو اعمالو پسې اقتداء و نه کړي او د هغوی د ګمرا کونکو اعمالو څخه نفرت وکړي .

و في غير المتظاهر بفسق أو بدعة ، فأما هؤلاء فلا يحرم ذكرهم بشر للتحذير من طريقتهم ، و من الاقتداء بآثارهم و التخلق بأخلاقهم (شرح امام نوی رحمه الله ) .

د مسلمان اهانت ، هغه ته بدګويي ، بهتان و غيره که ژوندې وي او که مړ حرام دي بيا په خاصه توګه د هغه اهانت په ډير بدو تصويرونو کې چې د مسلمان ضمير يې بالکل نشي قبلولای د شرم وړ کار دی .

ځوانه د بيت المال په پانګه او لښت دې تحصيل وکړ فارغ التحصيل شوې ، د درديدلې هيواد سترګي تا ته وي هغه هيواد چې سخت احتياج او محتاج دی ، علمي او صنعتي پرمختګ ته سخت ضرورت لرې ، نن تا ددې پر ځای چې علمي تحقيق وکړي هيوادوالو ته څه برابر او چمتو کړې په داسې شيطاني لوبو کې دې ځان مصروف ساتلی دی ، ايا د يوه مسلمان ځوان د پاره داسې کول څه ګټه لري ؟ ، په دې لوبو کې دې څه ليدلی دي کوم درد به دې ور ور باندې دوا شي ؟

ځوانه ! ځواني لويه پانګه ده دغه پانګه په داسې شيطاني څيزونو به بربادوه .

۴- قوم پرستي :

د فيسبوک ځنې ځوانان د قوم پرستي په دام نښتي دي ، د ژبو او قومونو د اختلاف حکمت دا دی تر څو د انسانانو تر مينځ پيږندګلوي وي ، نور نو يو قوم پر بل قوم غروالی نه لري ، مګر غوروالی په تقوی او دينداری کي دی .

د قوم او ژبې سره مينه طبعي ده ولې د بل قوم پر وړاندې دريدل ، صف بستي ، تفرقې اچول ، نفاق ته لمن وهل قوم پرستي ده .

د کفري ځناورې ديموکراسۍ يو عمده او ستر آرمان همدا دی تر څو اسلامې امت ټوټي کړي د اسلامې هيوادونو تر مينځ اختلافات را مينځته کړي او په خاصه ټوګه هغه هيوادونه چې د دوی تر نظامي اشغال لاندې دي غواړې په هغوی کې اختلافات ، تفرقې ، قوم بازۍ ، سمت بازۍ را مينځته کړي او دوی پخلپو کې سره اخته کړي تر څو په خلاص مټ خپل شوم اهداف عملي کړي .

د مسلمان شان دا دی چې د حق بقا به غواړي د مظلوم حمايت او د ظلم مخنوی به کوي هغه که د هر قوم واله وي ځکه په اسلام کې قوم ته څه اعتبار نشته ټول به په قرآن او سنتو خپلې منګولې نښلوي .

په اسلام کې تعصب او قوم پرستي خطرناکې پايلې لري.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : لَيسَ مِنّاَ مَن دَعاَ اِلي عَصَبِيَّةِ وَلَيسَ مِنّاَ مَن قاَتَلَ عَصَبِيَّةً وَلَس َ مِنّاَ مَن ماَتَ عَلي عَصَبَيَّةِ (ابوداود

هغه څوک له مونږ څخه نه دی چه خلک قوميت ته رابولي اوهغه څوک له مونږ څخه نه دی چه په دغه منظورجګړه کوي اوهغه څوک له مونږ څخه نه دی چه په همدې مفکوره مړ شي

دا ځکه چې د قوم طرف دي ونيولو او حق طرف دې پريښود نو که بيا ظلم کيږي ته به د ظالم مدد کوي ځکه قوم دی که مظلوم برباديږي ته به د ظالم مرسته کوې ځکه قوم دی .

بل ځای فرمايي : من مشی ظالم ليقويه و هو يعلم انه ظالم فقد خرخ من الاسلام ( مشکوة المصابيح )

يعنې : څوک د ظالم سره ددې د پاره تګ وکړئ چې هغه تقويه کړي ، په داسې حال کې چې دی د هغه په ظلم خبر وي نو يقيناً چې دغه کس له اسلام څخه ووت .

ډير کسان په همدې قوم پرستۍ مړه شوم چې غوښتل يې د سلطنت او قدرت خوند وويني د اسلام قيام او بقا يې نه غوښته او غوښتل يې خپل قوم سطلنت ته ورسوي خو هم يې آرمانونه خاورې شول او هم په عصبيت مړه شول .

نن زمونږ هغه ځوانان چې دوی ته مو له کلونو کلونو را هيسې د خدمت سترګې په لاره وې ددې پر ځای چې خپل محتاج دردلي هيواد ته خدمت وکړي ، د اسلام او هيواد د بقا د پاره هلی ځلی وکړي ، علمي تحقيقات او څيړنې وکړي د هغه پر ځای پر داسې شيطاني لوبو او دامونو کې نښتي چې نه يې د خپل ځان ګټه پکې شته او نه هم د بل چا ، نه د دنيا په درد لګيږي او نه هم د آخرت ، بس يو شيطاني ورکشاپ دی چې د ځواني لويې پانګې ختموي .

له دې کړنو توبه وباسي ځکه چې داسې کارونه هيڅ ګټه نه لري خپل دوماغ د اسلام په قيام ، د هيواد په خدمت او علمي تحقيقاتو داسې مصروف او مشغول کړه چې ددې شيطاني مفکورو د پاره يوه لحظه وخت هم پيدا نه کړې .

دا مرضونه اوس ښه ډير دي او په ټولو ډلو کې موجود دی ځکه ديموکراسي حاکمه ده .

ځوانه تا ته مې ځکه دا نصحيت وکړ چې د تا په ځوانۍ مې نه لوريږي ستا دوماغ ځوان ، خالی او پاک دی سر له اوسه خپل دوماغ د داسې څه نه ډک کړه چې سبا ورځې ته دې په درد ولکيږي .

و السلام عليکم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email