د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)

ګرانو وروڼو او خوندو !

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

زه پر تاسې وياړم چې د هيواد په سختو شرایطو کې مو تحصيل وکړ، او بيا مو د اوسني عصر دغه مهمې تنالوجۍ ته چې انټرنيټ دی لاس رسی وموند .

ځنې وروڼه د فيسبوک له ليارې ګټور مطالب خپروي او دوی تر خپله وسه د اسلام او ولس د بقا د پاره هلې ځلې کوي ، الله جل جلا له دوی نور توفيق هم ورکړي ،مګر په فيسبوک کې ځنې وروڼه او خوندې بې ګټې او د اسلامې اداب خلاف خپرونې کوي چې په دې مطلب کې مو اصلی هدف همدا دی چې دغه غير اسلامې او اخلاقي ليکنې تاسې ته بيانول او په ګوته کول غواړم او دا خپل مسئوليت بولو تر څو تاسې ور ته متوجه کړو ، چې ځنې ددې په لاندې ډول دي .

۱- د فيسبوک ځنې ځوانان غير اخلاقي او شهوت پاروني تصويرونه خپروي :

لومړي دا چې بې ضرورته د ساه لرونکو تصويرونو څخه په اسلامې شريعت کې منع شوې ده (تفصيل دلته وګورئ ) .

بل دا چې غير اخلاقي او شهوت پارونکي تصويرونه د بې حيایی او فحشاء خرول دي کبيره ګناه ده او د داسې کسانو د پاره د سخت عذاب خبرداری دی کوم چې غواړي په خلکو کې بې حيايي او فحشاء خپره کړي .

قوله تعالی : إنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آَمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (حج ۱۹) 

يقيناً هغه کسان چې غواړي د مؤمنانو په ډله کې فحشاء او ناوړه کارونه خواره کړي هغوی په دنيا او آخرت کې د سخت دردناک عذاب وړ دی الله جل جلا له پوهيږي او تاسې نه پوهيږی .

هر څوک چې د ستا په پاڼه کې د نا محرم ، غير اخلاقي او فاحش تصوير ته ګورې د هغه په ګناه کې به ته ور سره شريک وي

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي “من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا. ومن دعا إلى ضلالة، كان عليه من الإثم مثل آثام من تبعه، لا ينقص ذلك من آثامهم شيئا”.(مسلم ۲۶۷۴)

کوم بنده چې د نيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به د هغو ټولو خلکو هومره اجر اوثواب وي څوک چه دده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددی نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .او چا چې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت کړل نو د دغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی د ده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي او ګناه کار شوي وي او د دغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ).

 او ته به دغه کار ډير ساده ګڼې ولی خبر به نه وي چې ستا د ګناه پټی څومره درومد شوی دی .

او بل دا چې دا د شيطان دسيسې دي چې ستا تر نظر دغه کار ښه درولي که نه اصلاً دا کار ډير بد دی يو څو محدود شمير لنډغر به ستا د تصوير څخه شيطاني خوند واخلي ، مګر ډير کسان به پر ستا لعنت وايي .

نو په دې کار کې ستا څه ګټه شو ؟

له دې بې ګټې کار او فساد څخه لاس واخله ددې پر ځای ګټور شيان خپاره کړه .

۲- د فيسبوک په صفحه کې ډيرو خوندو هم د ځان د پاره پاڼې پرانستې دي او په خپلو پاڼو کې په پوره سينګار سره خپل خپل تصويرونه خپاره کړې دي :

ای زما مسلمانو خوندو ! والله چې زه ستا د تصوير څخه شميږم او ډير تعجب کوم چې دا د افغانې ميرمنې بې حجابه تصوير دلته څه کوي ؟ مسلمانې خورې تا ته دا کله رواه ده چې ستا تصوير دې بيګانه خلک وويني ؟ تا ته خو ستا خالق جل جلا له امر کوي چې پرده وکړه له نا محرمو .

قوله تعالی : وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ (النور ۳۱ ) .

يعنې : او ووايه (ای محمده ) ايماندارو ښځو ته چه پټې کړئ (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی .

ياأَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ (الاحزاب 59 ).

ای نبي ووايه ښځو ته دي اولوڼو ته دي او ښځو د مؤمنانو ته چه خواره دي کاندې په ټولو ځايونو خپلو له ټکريو خپلو .

نو واضح شوه چې مسلمانې بی بی ته د الله جل جلا له  حکم دی چې له بيګانه خلکو ستر او پرده وکړي .

د سينګار کړي تصوير خپرولو څخه ستا مطلب څه دی ؟ ملګري پیدا کول غواړي ؟

خورې ! په اسلام کې د by friend  سيستم نشته په اسلام کې نکاح ده او تا ته اسلامې شريعت ددې جواز در کړی دی تر څو کوم نيک او صالح کس ته د نکاح درخواست وکړي په دې کې څه شرم او عار نشته او دا اجازه هم شته چې څوک د چا سره نکاح کول غواړي د هغه ليدل جايز دي .

خورې ! که ددې تصوير نه ستا مطلب د نکاح د ملګري پيدا کول وي ، نو ډير احتياط کوه چې د کوم چا په ظاهري باډی و نه غوليږي خدای مه کړه په داسې لنډغر به دې سر شوی وي چې بيا به ټول عمر په غم او بدبختۍ اخته وي .

او که ددې تصوير نه ستا مطلب د نا محرمو سره ملګري ، خوشحالي ، ساعت تيري او مذې وي ، نو په دې کې څه شک نشته چې د نامحرم له ملګري ، اختلاط ، خبرو او ارتباطاتو کې خوند شته ځکه ټول حرام او ټول منکرات خوندر دي او خوندورې شيطاني غذاوي بلل کيږي مګر دا خوندونه ډير لږ او پاليې يې سختي خطرناکې دي .

انسان د يوه ستر هدف د پاره پيدا شوی دی چې هغه د خپل خالق جل جلا له فرمانبرداري ده .

خورې ! حجاب واغونده ، خپله ښايسته او مبارکه چهره دې د نا محرمو خلکو په مينځ کې مه نشروه ، خورکې ! ته د يوه ښايسته مرغلرې مثال لرې مرغلرې سړی له خلکو پتې ساتي هغه په کوڅو او عامو ځايونو کې د خلکو د پاره نه ږدي ، ددې کار خوند ، فخر ډير کم دی خو عذاب يې ډير سخت دی ، د ښځو د پاره چې خپل سينګار او ښايست بيګانه خلکو ته قصداً ښکاره کوي تبرج کوي سخت عذاب ذکر شوی دی .

«صنفان من أهل النار لم أرهما: قوم معهم سياط كأذناب البقر يضربون بها الناس، ونساء كاسيات عاريات مميلات مائلات رؤوسهن كأسنمة البخت المائلة، لا يدخلن الجنة ولا يجدن ريحها، وإنَّ ريحها ليوجد من مسيرة كذا وكذا» (مسلم ) .

په دوزخ کې دوې ډلی داسې دی چې تر اوسه ما نه دي ليدلی يو هغه ډله چې د هغوی په لاسونو کې د (غوايي د لکۍ په شان ) قمچينه وي چې په هغې سره دوی نور خلک وهي دوهمه ډله هغه ښځې دي چې د جامو باوجود بربنډې وي چې خلکو ته به خپل مذموم حرکات ښکاره کوي د هغوی سرونه به د اوښانو د بوکام په شان وي دوی به نه جنت ته داخليږي او نه به د جنت خوشبوي له دومره دومره فاصلی څخه مومی .

ددی ډول ښځو امثال مونږ وينو چې تنګي جامې اغوندې چې د بدن د فتني ځايونه يې واضح ښکاري او دوی قصداً داسې کوي تر څو خلک خپل ځان ته جلب کړي .

د اوښ د بوکام مثالونه هم په فيشنی او عصري ښځو کې وينو .

او هغه کسان چې خلک په کمچينو وهي د هغه نه مراد هغه ډله ده چې حاجتمند خلک به د حکمرانانو دربار ته د خپل حاجت د پاره ورځې او دوی هغوی نه پريږدي او په وهلو سره به يې رټي .  

په بل حديث شريف کې راځي : «ثلاثة لا تسأل عنهم: رجل فارق الجماعة وعصى إمامه فمات عاصياً، وأمة أو عبد أبق من سيده فمات، وامرأة غاب عنها زوجها وقد كفاها مؤونة الدنيا فتبرجت بعده، فلا تسأل عنهم» (صحيح، أخرجه أحمد والبخاري في الأدب المفرد والحاكم).

د دریو تنو په باب پوښتنه مه کوه (چه غداب يې ډير سخت او دردونکی دی ) يو هغه سړی چې د مسلمانانو اجتماع او ټولنه ترک کړي او د خپل امام او سرپرست څخه نا فرماني وکړي او په همدې حالت کې مړ شي ، او هغه ميځه او غلام چې د خپل بادار نه تښتيدلی وي او په همدې حالت کې مړه شي ، او هغه ښځه چې خاوند يې غايب وي (چيرې په سفر تللی وي ) خو دې ته يې د ژوند ټول سهولتونه برابر کړي وي خو هغه په دې حالت کې تبرج (بيګانه خلکو ته خپل سينګار ښکاره ) کوي پس په دې باره کې سوال مه کوه چې ددی کسان عذاب درناک او سخت دی .

نو له دې کار څخه توبه وباسه تر څو د دنيا او اخرت اکرام ،عزت او نيکبختې دې په نصيب شي .

دينداره ښځه به په ډير اکرام او عزت سره جنت ته دا خليږي هغې ته به د ډير اکرام او عزت له وجې ويل کيږي ننوځه جنت ته له کومې دوازې چې ستا خوښه وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : : إِذَا صَلَّتْ الْمَرْأَةُ خَمْسَهَا وَصَامَتْ شَهْرَهَا وَحَفِظَتْ فَرْجَهَا وَأَطَاعَتْ زَوْجَهَا قِيلَ لَهَا ادْخُلِي الْجَنَّةَ مِنْ أَيِّ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ شِئْتِ  (رواه أحمد ۱۶۶۴)

يعني : کله چې کومه ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي ، د رمضان روژه ونيسي ، د آبرو حفاظت وکړي او د ميړه اطاعت وکړي ، هغې ته ويل کيږي له کومې دروازې چې غواړي جنت ته ننوځه .

د فيسبوک ځوانانو ته نصيحتونه دوهمه برخه

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 16 times, 1 visits today)

3 تعليقات

  1. با اطهار تشكر از متصدي صفحه!
    مطلب بالا واقعاً آموزنده و در جهت استفاده مثبت فيسبوك نوشته شده است و الحق قابل تحسين است. من خودم نيز گاهگاهي به صفحه فيسبوك سر ميزنم.عكسي را در فيسبوك با اشتراك گداشته اند كه در قسمت پاياني آن آيت مبارك “و ما ارسلناك الي رحمة للعالمين…” نوشته شده است. حالا سوال من اين است كه تهيه كردن، نشر،اشتراك گذاشتن و … تصاوير تخيلي بزرگان دين كار درست است يا نه؟ اگر هست بهكدام مذهب و به كدام دليل؟؟؟ و اگر نيست به كدام دلايل؟؟؟

    با هم تشكر از توجه!

  2. په ریښتیا چی همداسی ده

  3. ټول حقيقت لري. هم د پيسبوک يا نورو اجتماعي او مخاپراتي امکاناتو ناوړه استعمال سته، خو ډيره مننه ستاسو د معلوماتو او لارښوونو څخه الله پاک دي وکړي چي دواړه زموږ وروڼه او خويندي استفاده ځني وکړي او نور ځان اصلاح کړي، او بيا به خداي پاک ته دا بهانه هم نسي کولاي چي زه يي به ګناه يا حرام والي نه وم خبر، يو وړانديز لرم که ستاسو صفحي د(share) بټن هم ور اضافه کړي موږ به يي يو چاته استولاي سو، ستاسو ويب پاڼهي ته به يي هم پام سي او مقاله به هم ووايي. الله پاک دي نور هم توان درکړي چي مسوليت مو اداکړي وي. امين