ماشوم ته د تي ورکول د مور مسئوليت دی

الله جل جلا له  فرمايي : وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاَّ وُسْعَهَا لاَ تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلاَ مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالاً عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُواْ أَوْلاَدَكُمْ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّآ آتَيْتُم بِالْمَعْرُوفِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (البقره ۲۳۳ )

ژباړه : او د کوم پلار چې دا هيله وي چې اولاد يې د تي رودنې په ټوله موده کې تی وروي نو ميندې دې خپلو بچيانو ته پوره دوه کاله تی ورکړي ، په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه شان هغوی (مور او ماشوم ) ته خواړه او جامې ورکوي ، خو داسې نه چې د چا پر اوږو د هغه له وس څخه پورته پېټې کيښودل شي ، نه دې مور له دې امله ازار ورسول شي چې ماشوم د هغې دی او نه دې پلار له دې امله وکړول شي چې ماشوم د هغه دی ، د تي ورکوونکي چې څنګه د ماشوم په پلار دا حق دی همدارنګه د هغه پر وارث هم دی . خو که دواړه خواوې په خپل منځي موافقه او مشوره له تي بېلول غواړي څه باک نه لري او که تاسې دا غواړئ چې کومه بله ښځه دې ستاسې بچي ته تی ورکړي نو په دې کې هم څه وبال نشته په دې شرط چې له تي ورکونکې سره مو په کومه اجره پريکړه کړی ده هغه په ښه توګه ورکړئ، له الله جل جلا له  نه ووېرېږئ او پوه شئ چې تاسې هر څه کوئ هغه مو ليدونکی دی .

د پورته الهي لارښوونې په رڼا کې فقهاؤ کرامو لاندې احکام را ايستلي دي :

په مور باندې پی ورکول کله واجب دي :

کله چې پلار غريب او بې وسه وي نو په مور باندې ماشوم ته د تي ورکول واجب دي لکه څنګه چې د پورته آيت کريمه په اوله حصه کې بيان شول . تر دې پورې چې که ښځې ته طلاق ور کړ شي د عدت تر پوره کيدو پورې به بغير له اجرت څخه ماشوم ته پی ورکوي .

همدارنګه کچيرې ماشوم د بلې ښځې تی نه روي نو پخپله مور باندې تی ورکول واجب دي .

د واجب حکم :

په کومو صورتونو کې چې په ښځه باندې ماشوم ته د تي ورکول واجب وي ، په هغه صورتونو کې ښځه د اجرت غوښتلو حق نه لري او نه هم د تي ورکولو څخه انکار کولای شي ، که انکار وکړي نو الله جل جلا له  د حکم نافرماني به وي ، که مور بچي ته تی ور نه کړي نو پلار ته به د هغه خامخا مصيبت رسيږي لکه څنګه چې په قرآنکريم دا بيان شوی دی چې : وَلاَ مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ

هغه صورتونه چې پی ورکول واجب نه دي :

۱- که سړی مالدار وي او هغه خپل بچی د اجرت په بدل کې بلې ښځې ته د تي ورکولو لپاره ور کولای شي .

نو په دې صورت کې مور د تي ورکولو څخه د انکار حق لري خو که خپله تی ورکړي دا به يې احسان وي .

۲- که مور مريضه وي يا ډيره کمزورې وي چې که ماشوم ته پی ورکړي هغې ته نقصان رسيږي نو په دې صورت کې ښځه د تي ورکولو مسئوليت نه لري او پلار هغه د تي په ورکولو نه شي مجبورولای (لاَ تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا ... الايه يعنې : نه دې مور له دې امله ازار ورسول شي چې ماشوم د هغې دی.

که ښځه مغذوره نه وي خو د استراحت او له تکليف څخه د بچ کيدو په وجه پی نه ورکوي نو داسې کول ګناه او نافرماني ده او بل دا چې د خپل اولاد سره د محبت نه ساتل دي چې هغه د خپلو پيو نه محروموي ځکه د پيو اثر صرف د ماشوم په جسم پورې اړه نه لري بلکي د هغه په ديني تربيه او اخلاقو هم لوی اثر لري .

او که چيرې مور معذوره وي او پلار بې وسه وي نو د ماشوم مسئوليت د اسلامې حکومت په غاړه دی اسلامې حکومت به د ماشوم د پيو او روزني مصارف په غاړه اخلي .

خو افسوس چې نن مونږ داسې حکومتونو ته پاتې يو چې خلک له لوږې څخه اولاد پلورې دوی ځان نه پرې پوهوي .

د ننی زمانې د حکمرانانو ماڼيو ، د چوکدارانو قطار ، د سورليو فيشن ته چې ګوري نو په ظاهري بڼه د فرعون ، قارون او نمردود سره څه فرق نه لري .

حال دا چې ځانونه مسلمانان بولي او که په دې حال ومري د الله جل جلا له  په دربار کې به د دوی ځواب څه وي ؟

د پيو ورکولو موده :

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد د تي ورکولو موده دونيم کاله ده مګر د صاحبينو په نزد دوه کاله ده ، عامو علماؤ د صاحبينو په قول فتوی ورکړي ده .

ماشوم ته د بلې ښځې پی ورکول :

که مور او پلار په مشوره سره ماشوم د خپلې مور پر ځای بلې ښځې ته د پيو ورکولو د پاره ورکوي نو څه باک نه لري (وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُواْ أَوْلاَدَكُمْ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ ) ..الايه .. يعنې : او که تاسې دا غواړئ چې کومه بله ښځه دې ستاسې بچي ته تی ورکړي نو په دې کې هم څه وبال نشته .

که د خپلې مور بغير بله ښځه ماشوم ته تی ورکړي او هغه د اجرت غوښتنه وکړي نو د ماشوم په پلار يا د هغه په وارثانو د اجرت ورکول فرض دي چې د هغې مزدوري ورکړي :

قوله تعالی : وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُواْ أَوْلاَدَكُمْ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّآ آتَيْتُم بِالْمَعْرُوفِ

يعنې : او که تاسې دا غواړئ چې کومه بله ښځه دې ستاسې بچي ته تی ورکړي نو په دې کې هم څه وبال نشته په دې شرط چې له تي ورکونکې سره مو په کومه اجره پريکړه کړی ده هغه په ښه توګه ورکړئ .

همدارنګه که پلار او مور په دې باندې مشوره وکړي چې ماشوم له دوو کالو مخکې له تي رودلو جلا کړي باک نه لري په قرانکريم دا مطلب داسې بيان شوی دی : قوله تعالی : فَإِنْ أَرَادَا فِصَالاً عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا

يعنې : خو که دواړه خواوې په خپل منځي موافقه او مشوره له تي بېلول غواړي څه باک نه لري .

آن لاين اسلامې لارښود – د مسلمانې خور ځانګړي احکام

Print Friendly, PDF & Email