د اسلامې لارښود نوی سايټ ته ښه راغلاست

د اسلامې ښوونې مينوالو !

اسلام عليکم ور حمة الله وبرکاة

الله جل جلاله ستا راتګ د خير ښيګڼې سبب کړي .

آن لاين اسلامې لارښود سوچه اسلامې سايټ دی چې هدف يې د دين قيام او نصرت دی ، الله جل جلا له چې چا ته د خير اراده وکړي هغه فقهي ګرځوي يعنې هغې ته د دين احکام ورښيي د دين د احکامو زده کړه ور په برخه کوي ، په دې پاڼه کې بل څه نشته د دين د احکامو زدهکړه ده او بس .

نن ډير ځوانان انټرنيټ ته لاس رسی لري ولې له بده مرغه هغوی په داسې څه مصروف دي چې نه يې د دنيا په خير او نه هم د آخرت په خير تماميږي .

مقصد دا چې دغه سايټ ته چې هر څوک راځي هغه غوره او بهترين خلک دي ځکه چې د هغوی په حق کې الله جل جلا له د خير فيصله کړې ده ، نو په دې بناء آن لاين اسلامې لارښود به په ټول وس او توان سره د دغو محترمو معززو مېلمنو خدمت کوي .

له دغو ښاغلو وروڼو څخه مو هيله دا ده چې تاسې دغه مطالب تر نورو مسلمانانو پورې ورسوئ ځکه چې نن عصر اسلام غريب او بې کسه دی .

ځکه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : اسلام په شروع کې غريب يعنې بې کسه وو او وروسته (آخر زمان ) کې بيا بې کسه شي (يعنې څوک به د دين نصرت نه کوي ) .

که د نوې پاڼې په اړه څه نظريات لرئ ، په لوستلو کې مشکل وي ، کومه پاڼه نه خلاصيږي ، کوم لينک کار نه کوي مونږ ورباندې خبر کړئ

والسلام عليکم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. د آنلاین اسلامی لارښود د قدر وړ او ډیرو درنو کارکوونکو او مسئولینو!
    السلام علیکم و رحمة الله و برکاتة!
    الله تعالی دی ددی لوی او ستر خدمت بی شمیره اجرونه تاسو هر یوه ته په هغه ځای کی درکړی په کوم ځای کی چی ورته اړتیا لرۍ.
    زما په اند دا پاڼه د یوه اسلامی پوهنتون حیثیت لری او همغومره ګټه تری ترلاسه کیدای شی او زدکړه یی ډیره آسانه ځکه چی تکلیفونه تاسو معززو ایستلی وی. تاسو ته له لوی څښتن تعالی څخه یو ځل بیا بی شمیره اجرونه او نور توفیق د خدمت غواړم او د ځان او نورو وروڼو لپاره د زدکړی و بیا پری د عمل کولو توفیق له الله سبحن و تعالی څخه غواړم.

    والسلام علیکم رحمة الله

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي