د سورت توبي په سر كښي ولي بسم الله نده ليكل شوي ؟

سلامونه اونيكي هيلي ورسته له سلام څخه ستا صحت  له لوي څښتن څخه غوړام
زما يو څوپوښتني وي
اوله پوښتنه چي دسورت توبي په سر كښي ولي بسم الله نده ليكل شوي
دوهمه پوښته داوه چه دغه سورت خوبه دانفال دسورت جزنوي
اودريمه پوښته داوه چي كله سړي د قران كريم تلاوت كوي همدي
سورت ته راورسيږي بسم الله الرحمن الرحيم به واي اوكنه
په درنښت – انجنير سيد حبيب الرحمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اصلی مسئله دا ده چې د حضرت عثمان رضی الله عنه  الله عنه په دور خلافت کې چې کله د قرانکريم جمع آوري کيدله نو دوی په دې نه پوهيدل چې سورة برائت د سورة انفال جز دی يا ځانګړی سورة دی .

د حضرن عثمان رضی الله عنه  نه روايت دی چې فرمايي :د سورة برائت بيانونه د سورت انفال بيانونو ته ورته والی لرلو نو ما داسې فکر وکړ چې سورت برائت د سورت انقال جز وي ، جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم رحلت کړې او مونږ ته يې ددې بيان نه ؤ کړی چې برائت د انفال جز دی او که نه ؟

نو ځکه مو ددې دوو سورتونو په مينځ کې بسم الله و نه ليکل ، د يادولو وړ ده چې اصحابو کرامو د اميرالمومنين اقداء وکړه او د هغه په شروع کې یې سورت ونه ليکلو .(تفسير انوارالقرآن -ابن کثير ، المنير او تفسير فتح القدير)

ځنې علماء بيا د بسم الله نه ليکلو دليل په لاندې ډول بيانوي :

اول : داچې سوره توبه په حقيقت د سوره انفال تکميل دی يعنې جز د سوره انفال دی نو ځکه په شروع د سوره التوبه کې بسم الله نه ده راغلی .

دوهم : داچې په دې سوره کې د منافقانو سره د جهاد ، جنګ او د منافقانو د ويرولو بيان شوی دي حال دا چې “بسم الله الرحمن الرحيم” د رحمت الهی د پاره وي ، نو دلته د منافقانو سره جهاد ، او د هغوی ويرول په اړه بيان دی چې د رحمت ځای نه دی بلکې د کفارو او منافقينو سره د جنګ او د هغوی د وېرولو بيان نو په دې وجه بسم الله الرحمن الرحيم نه دی ذکر شوی .

تفسير معارف القرآن ليکي :

 د فقهاؤ په نزد کله چې څوک په مسلسل ډول قرآن وايي يعني د سورت انفال په تلاوت پسې سورت توبه شروع کوي نو بسم الله  به نه وايي مګر که يوازې سورت توبه وايي يا د سورت توبه کوم جز تلاوت کوي نو بسم الله الرحمن الرحيم به وايي ، مطلب دا چې د نورو سورتونو په قسم د سورت انفال او سورت توبه په فصل يا مينځ کې بسم الله ويل نشته . (تفسير معارف القرآن ).

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email