:
سلامونه زه ۲۱ کلن ځوان یم په کابل ښار کی اوسیږم زه لمونځ نه کوم، له انجونو سره ناوړه اړیکې لرم او له مرګه ډیر ویریږم تاسو راته لارښوونه وکړی. مننه

عنايت الله

بسم الله الرحمن الرحيم

ګرانه وروره ! فوراً په کلک عزم توبه و باسه داسې فکر وکړه چې د محشر ورځ برپا کيدونکي ده او لپ لغړ د الله جل جلا له  در بار ته ور روان يو ، داسې فکر وکړه چې که ناګهانه د مرګ شبې را ورسيږي سترګې مې پورته نيولې وي او د مرګ نښې نښاني په سترګو ووينم نو هغه وخت به څه کوم؟

د الله جل جلا له  په مهربانه دربار کې خپل د عجر سر تيټ کړه او په خپلو کړو توبه وباسه او د الله جل جلا له  فرمانبرداري پيل کړه .

الله جل جلا له  تا ته په مهربانه او مينه ناک لهجه داسې وايي :

يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر 53 )

ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

او چا چې په صدق توبه ويستله او نيک کارونه يې پيل کړل هغوی پاک شول الله جل جلا له  فرمايي :

د کبيره ګناهونو د بيان وروسته فرمايي : (إِلَّا مَنْ تَابَ وَآَمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا) [الفرقان: 70].

مګر هغه چا چې ( له ګناهونو څخه وروسته ) توبه ايستلې وي او ايمان يي راوړی وي او ښه عمل يې کړی وي د دغسې خلکو بدۍ به الله جل جلا له  په ښو واړوي . او الله جل جلا له  بخښونکی او مهربان دی .

 ګرانه ! لمونځ د اسلام دوهمه بنا ده چې په اسلام کې په لمانځه کولو زيات ټينګار شوی دی .

د لمونځ ادا کول د منکراتو او ناروا نه د نجات سبب ګرځي .

وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (العنکبوت ۴۵).

 اوقائموه لمونځ   يقيناً لمونځ  منع کوي (لمونځ کوونکی ) له فحشآء او ناوړه چارو څخه ، او خامخا يادول د الله ډير لوی دی او الله په هغه څه پوهيږي چه تاسې يې کوئ .

 لمونځ د نجات لاره ده او د جنت د دخول لويه وسيله ده

والَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۹ أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ۱۰ الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (المؤمنين ۹-۱۱) .

د لمونځ ترک کول عظيمه ګناه ده :

مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّي(المدثر۴۳).

(کله چې دوزخيان له هغوی نه وپوښتې ) تاسې څه شي دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايي مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ.

دا مطلب په پوره غور ولوله له لمانځه نه غافله مسلمان ورور سره څو خبرې

همدارنګه د بيګانه ښځو او نجونو سره ناوړه اړيکې ساتل لوی جرم دی چې بالاخره د زنا د ستر جرم سبب ګرځي .

زنا هغه سرټيټی او فاحش عمل دی چه که خدای جل جلا له  مه کړه څوک ور باندې ګرفتار شي نو بيا به په کور کلي او ټولنه کې د ژوند تر پايه  عزت تر لاسه نه کړي  او هميشه به ذليل او شرمنده وي .

دا فاحش عمل د يوه بل چا په ناموس او عيزت تر ټولو بتره  فاحش او شرمېده تيری بلل کيږي ، چه سختې خطرناکې پايلی لري .

په يو حديث راځي : مَامِن ذَنبٍ بَعدَ الشركِ اَعظَمُ عِندَ اللهِ مِن نُطفَةِ وَ ضَعَهاَ رَجُل  فِی رَحَمٍ لاَ يَحِلّ ُ لَهُ ( ابن ابی دنيا )

پس له شرک څخه د الله جل جلا له په نزد بله لويه ګناه نشته تر دی چه يو سړی خپله نطفه د هغه چا  په رحم کی تويوی چه ده لره حرام وي .

ورورکه ! د نجونو انډېوالۍ ډير کسان تر کنډوو غوځولي دي دا د دوو ورځو د تی تی ، د کوچې د سر ، د بام د سر ، په تليفون کې عشق بازي زه ستا سره مينه لرم ، زړه مې ستا سره دی او نور …. عشق بازۍ او انډېوالۍ هيڅ ګټه نه لري ، ته به هملته ګرځي هغه به بل ځای واده وي ، ته به د هغې د مجازي نمايشي مينې ملڼګ وي هغې به د ځان د پاره بل يار پيدا کړی وي .

دا هسې د شيطان دامونه دي ………..

پخپله خوښه د يوې نيکې ديندارې ښځې سره واده وکړه ان شاء الله بيا به ددې نمايشي رابطو د پاره هيڅ وخت پيدا نه کړي ، ستا د نکاح د يوې لحظې خوند به د ټول عمر له نا مشروع اړيکه سره برابر نه شي .

په لومړي قدم کې د لمانځه قيام پيل کړه .

ځنې وخت يو بنده ښه پوهيږي چې زه په بد کار کې اخته يم خو شيطان ور ته وايي چې ته اوس توبه مه باسه ځکه ستا د ځواني وخت دی کله چې ستا عمر تير شو بيا توبه و باسه او نيک کارونه شروع کړه ، پام کوه دا د شيطان دسېسې دي چې مه کوه په ګناهونو کې ښه غرق شي ، او په ځوانۍ کې عبادت چې خاص اهميت لري له عبادت او ښه عمل څخه محروم شي .

عمر خو همدا دی چې تېريږي د ښو کولو وخت خو همدا دی چې تېريږي بيا نه دې دينا ته راتګ شته ، نه لمونځونه شته ، نه زکات شته او نه روژه شته ، بيا به بې ځايه افوس ، ژړا او عذابونه وي داسې چې پای به نه لري .

ګرانه وروره ! هيله ده ددې ليک د لوستو سره سم د خپلې ځوانۍ تندی الله جل جلا له  ته په ځمکه ولګوې او په رښتنې ډول ثابته کړه چې د چا بنده يې او د څه د پاره پيدا شوې يې .

الله جل جلا له  دې زمونږ سره د توبې توفيق درکړي ته چې د آن لاين اسلامې لارښود دروازې ته راغلی او خپل غم دې زمونږ سره شريک کړ مونږ به ان شاء الله جل جلا له  ستا د پاره دعا وکړو او خپلو اوښکې به تويې کړو .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email