السلام علیکم!
یوه پوښتنه لرم غوارم چی تفصیلی ځواب راکری
که یو څوک ساختمانی شرکت لری او د بل چا نه پیسی اخلی او یوه ساختمانی پروژه مخکی پری وری. او بیا دغه نفر ته بیرته د هغه پیسی ورکری د یوی معینی فیصدی سره نو دا خو سود شو. اوس خو دا سری سود نه خوری بلکه هغه بل ته سود ورکوی. نو دا سری هم به ګناه کی شریک دی که نه. دوهم دا چه ایا ما ته روادی چه ددی کمپنی سره کاروکرم او که نه

محمد منير

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د امت د څلورو واړو مذاهبو په دې باندې اتفاق دی چې کوم قرض ګټه ولري هغه سود دی

(کل قرض جر نفعا فهو ربوا ) هر قرض چې نفع ولري سود دی ( امام ابوحنيفه ، امام مالک ، امام شافعي او احمد )

دوهم : سود ورکونکي او سود اخيستونکی د امت په اتفاق دواړه يو شان په ګناه کې شامل دي

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : آكِلَ الرِّبَا وَمُؤْكِلَهُ وَكَاتِبَهُ وَشَاهِدَيْهِ وَ قَالَ: هُمْ سَوَاءٌ] (المسلم ) .

 رسول الله صلی الله عليه وسلم د سود خوړونکی ،ورکوونکی ،ليکونکی اوشاهدانو لعنت کړي ،او ويی فرمايل چه دوی ټول په اصل د ګناه کی سره برابردی .

دريم : د سود خور او سود ورکوونکي کس يا سود خوړونکي او سود ورکوونکي شرکت او کمپنۍ سره کار او ماموريت حرام دی ځکه د کمپنې اهل علم کارکران د کاتبانو او شاهدانو حيثيت لري .

او بل د ګناه په کار کې شرکت او مدد کول دي چې د ګناه په کار کې مرسته او مدد کول حرام دي :

قوله تعالی : :[ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ] په نيکی او پرهيزکاری يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ .

څلورم : که چا د الله جل جلا له  د ويرې نه کوم حرام کسب ترک کړ الله جل جلا له  به هغه ته تر دې غوره نفقه غوره دنده ورکړي

قوله تعالی : وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا ، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ (الطلاق ۲-۳ ) .

او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي ، او څوک چې پر الله جل جلا له  توکل وکړي ده د پاره همدا (الله ) کافي دی.

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email