(۶) زينت او سينګار

د سر ويښتانو څه ډول جوړول په کار دي ؟

هرې ښځې ته لازمه ده چې دخپل سر د ويښتانو ساتنه وکړي ؛ نظافت يي وساتي ، پاملرنه ورته وکړي د کوڅيو په ډول يي جوړ کړي مګر د ښځو لپاره  روا نه ده چې د سر ويښتان  د سر په وسط  او يا د سر په څټ  کې غونډ کړي .

نن ورځ ځينې مسلماني ښځي د خپل سر ويښتان په يوه طرف د سر کې غونډوي ، يا يي د سر څټ ته راټولوي او يا يي د سر پاسنۍ برخې ته ټولوي او د اوښ د بوکام په شان يې درولي وي په همدغه شکل سره فرنګی ښځې هم آرايش کوي .

مسلمانو ښځو ! واروئ داسې کول حرام دي په اړه يې سخت وعيد راغلی دی.

له ابوهريره رضی الله عنه روايت دي چې قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (صنفان من أهل النار لم أرهما. قوم معهم سياط كأذناب البقر يضربون بها الناس. ونساء كاسيات عاريات، مميلات مائلات، رؤسهن كأسنمة البخت المائلة، لا يدخلن الجنة، ولا يجدن ريحها. وإن ريحها ليوجد من مسيرة كذا وكذا) ( مسلم ۲۱۲۸ ) .

ژباړه : په دوزخ کې دوې ډلی داسې دی چې تر اوسه ما نه دي ليدلی يو هغه ډله چې د هغوی په لاسونو کې د (غوايي د لکۍ په شان ) قمچينه وي چې په هغې سره دوی نور خلک وهي دوهمه ډله هغه ښځې دي چې د جامو باوجود بربنډې وي (نری او باريکې جامې اغوندي ) چې خلکو ته به خپل مذموم حرکات ښکاره کوي د هغوی سرونه به د اوښانو د بوکام په شان وي دوی به نه جنت ته داخليږي او نه د جنت خوشبوي له دومره دومره فاصلی څخه مومی .

ددی ډول ښځو امثال مونږ وينو چې تنګي جامې اغوندې چې د بدن د فتني ځايونه واضح ښکاري او دوی قصداً داسې کوي تر څو خلک خپل ځان ته جلب کړي ، همدارنګه د اوښ د بوکام په شان د ويښتانو جوړولو مثالونه هم په عصري او پيشني ښځو وينو .

او هغه کسان چې خلک په کمچينو وهي د هغوی نه مراد هغه ډله ده چې حاجتمند خلک به د حاکمانو‍ دربار ته د خپل حاجت د پاره ورځې او دوی به هغوی نه پريږدي او په وهلو سره به يې رټي .

دغه ښځو د خپل هغه مهربان څښتن جل جلاله څخه مخ اړولی دی چې د ښځو سره يې د ښه سلوک کولو دومره ټينګار کړی دی چې نور ګنجايش نه لري د زږيدلو نه واخله بيا تر مور کيدو پورې .

ښځه چې په حجاب او ادب کې څومره ښکلا لري نو هغه د هيڅ مسلمان نه پټه نه ده ، او ښځه چې په بې حجابۍ ، او بې ادبۍ کې څومره بده ، سپکه او بې حيا معلوميږي نو د هغه هيڅ مثال نشته خو شيطان په دې سره فريب ورکوي چې ته ډيره ښه معلوميږي که نه هغه اصلاً ډيره بده او سپکه معلوميږي .

د ويښتانو پيوند کول :

    لکه څنګه چې مسلماني ښځې ته بغير له ضرورت د ويښتانو د خريلو او يا لنډولو نه منعه کړي شوي دي په همدې شان د ويښتانو له پيوند کولو او يا له خپلو ويښتانو سره نور ويښتان وصلول منع دي ، په دليل د دغه حديث چې په صحيح بخاري او مسلم کې راغلي دي : ( لعن رسول الله صلی الله عليه وسلم الواصلة والمستوصلة ) .

  ( رسول الله صلي الله عليه وسلم لعنت ويلای دي پر هغه ښځه چې ويښتان له نورو ويښتانو سره پيوند کوي او همدا شان هغه ښځه چې دغه کار کوي ) د(الواصلة)څخه مطلب هغه ښځه ده چې خپل ويښتان له نورو ويښتانو سره پيوند کوي او د ( المستوصلة ) څخه مطلب هغه ښځه ده چې دغه د پيوند کولو کار تر سره کوي (آرايشګاه ) .

د لعنت او نفرت سبب يي دا دی چې دغه کار د فريب او دوکې يو ډول دی .

امام بخاري ، مسلم او نورو روايت کړي دي چې معاويه رضی الله عنه چې کله مديني منوري ته ننوت نو هلته يي خطبه ولوستله او وروسته يي يوه ګېډي ويښته له جيبه را وايستل او ويي ويل : ستاسو په ښځو باندې څه شوي دي چې د سر لپاره له دغه ويښتانو څخه استفاده کوي ما له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه اوريدلي دي چې فرمايل يې : (هيڅ داسې ښځه نشته ده چې په خپل سر باندې نورو ويښتانو کېږدي مګر دا چې دغه عمل چل او فريب دی).

ضروري مسائل :

د مخ لاسونو او پښو څخه د اضافي ويښتانو لرې کول جايز دي ؟

الجواب :هو د ښځې د پاره د مخ لاسونو ، پښو د ويښتانو لرې کول جايز دي .

 و  دلیله‌: 

«‌قالوا  و  یجوز  الحف  و  التحمیر  و  النٌقش  و  التطريف  اذاکان  باذن الزوج‌،  لأنـه  من  الزينة وقد  اخرج  الطبری‌من  طريق  ابی  اسحاق‌عن  امراته  انها  دخـلت  عـلی  عائشه  وکانت  شابة  یعجبها  الجمـال‌،  فقالت‌:  المرأة  تحفٌ  جبینها  لزوجـها،  فـقالت  «‌امیطی  عنك  الأذی ما ستطعت‌»‌.(فتح الباري:10/310و اللفظ له، امداد المفتين ص:985 سؤال885، الفتاوي الهندية:5/358، رد المحتار:5/264، فتاوي رشيديه:485، جديد فقهي مسائل)

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email