د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : هغه هيوادونه چې کمونېست ، دهرين او مشرکين وي د هغوی ذبحې مردارې دي لکه : روسيه ، هند ، چين او نور دا ډول هيوادونه .

ځکه د ذبحې د پاره لاندې شرطونه دي

۱-  د ذبحې په وخت کې د الله جل جلا له  نوم يادول : وَلاَتَاْکُلُوا مِمَّالَمْ يُذْکَرَاِسْمُ الله عَلَيْه

ژباړه : داسې څاروي مه خوری چې په هغی باندې د الله نوم نه وي اخستل شوی .

۲- ذبح په شرعی طريقه سره کول .

قوله تعالی : حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلاَّ مَا ذَكَّيْتُم ( ۳ المايده)

ژباړه : پرتاسې باندې حرامه کړشوی ده مرداره او وينه او دخنځير غوښه او کوم څاروی چې د غيرالله په نوم حلال شوی وي اوکوم چې د مری په زندی کولو مړ شي او کوم چې په وهلو مړشي او کوم چې د ويری نه په پريوتلو مړ شی او کوم چې د يوبل سره په لګيدلو مړشی اوهغه چې کوم درينده يې مات کړی لکن هغه چې ذبح کړشی .

يعنې حيوان به په شرعي طريقه ذبح کيږي د حيوان مرئ به پرې کيږي .

۳-  ذبح کونکی به مسلمان يا اهل کتاب وي .

قوله تعالی : وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حِلٌّ لَّكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلُّ لَّهُمْ ( ۵ المائذه)

ژباړه :او کومو خلکو ته چې کتاب ورکړشوی دی د هغې ذبحه تاسې ته حلاله ده او دتاسې ذبح د هغوی لپاره حلاله ده .

يعنې د مسلمان او اهل کتاب نه علاوه د مشرک او دهريي د لاس ذبح مرداره ده .

دوهم : هغه هيوادونه چې اهل کتاب دي لکه امريکا ، اروپا او نور ….. اصلاً د اهل کتاب ذبح حلاله ده مګر اوس خبره دا ده چې اهل کتاب اوس اکثره پخپل دين عقيده نه لري دهرين دي او بل دا چې د کفارو په ملکونو کې اکثراً ذبحې په شرعي طريقه نه تر سره کيږي .

په دې اړه شيخ عبدالله الذاکري مکمله رساله ليکلې ده چې دې مطلب ته يې پوره تفصيل ورکړی دی

رساله دلته وګورئ :

لومړې برخه

دوهمه برخه

دريمه برخه

څلورمه برخه

پنځمه برخه

دريم د اسلامې هيوادونو ذبح ده : د مسلمان ذبح بې شکه حلاله ده ، مګر هغه وخت ناقص بلل کيږي چې شواهد موجود وي مثلاً دا ثابته شي چې فلاني کس په ذبح باندې تسميه نه وايي او يا هغه په اسلامې طريقه نه تر سره کوي .

پاتې شوه دا مسئله چې افغانستان ته د کومو هيوادونو څخه غوښي راوړل کيږي او د دغو غوښو خوړل څه حکم لري په دې پوره معلومات نه لرو نو ځکه يې په اړه حکم نشو ورکولای ، خو د ښاغلي شيخ الذاکري چې کوم تحقيق دی ډير دقيق دی

و السلام

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email