بسم الله الرحمن الرحيم

لومړی : اصل په حيواناتو کي تحريم دى

نو د ځمکنيو حلالو حيواناتو د غوښو خوړل تر هغو روا نه دي، څو يې د حلالونکو د حلالولو په هکله تحقيق او پلټنه نه وي کړې، لکه چي الله’ فرمايي:

حُرِّمَتْ عَلَيْکُمُ الْمَيْتَةُ وَ الدَّمُ وَ لَحْمُ الْخِنْزِيْرِ… »

[المائدة:٣]

ترجمه: ( حرام کړاى سوى دى پر تاسو خوراک د مردار حيوان او بهيدونکي ويني او غوښي د خنزير او هر هغه (حلال کړاى سوى) حيوان چي آواز پر کړاى سوى وي بې له نامه د الله’ (د بل شي) پر هغه باندي…)

رسول الله صلی الله عليه وسلم د حيواناتو حلالول د دين له شعائرو او د شريعت له مميزاتو څخه ګڼلي، فرمايي:

أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتىّٰ يَقُوْلُوْا: لاَ إِلٰهَ إِلاَّ اللهُ، فَإِذَا قَالُوْهَا وَصَلُّوْا صَلاَتَنَا، وَاسْتَقْبَلُوْا قِبْلَتَنَا، وَذَبَحُوْا ذَبِيْحَتَنَا فَقَدْ حُرِّمَتْ عَلَيْنَا دِمَاؤُهُمْ وَأَمْوَالُهُمْ إِلاَّ بِحَقِّهَاَ وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللهِ” [بخاري حديث: ۳۹۲]

ترجمه: (ما ته د دې حکم سوى دى چي له خلګو سره تر هغه وجنګيږم څو و وايي: “لا اله الا الله” او کله چي يې دا کلمه ولوستله، زموږ لمونځ يې ادا کړ، زموږ قبلې ته په عبادت کولو کي مخامخ سو، زموږ په شان يې ذبيحه حلاله کړه نو بيا پر موږ باندي ناحقه د دوى د وينو تويول او مالونه خوړل حرام دي) [بخاري شريف]

له دې څخه معلوميږي چي اصل په حيواناتو کي تحريم دى، خو هغه روا کيږي، کوم چي د اسلامي شريعت په ښوونه حلال شي او دغه د حيوان حلالول له تعبدي چارو څخه دي، د شريعت احکامو ته اړتيا لري، انسان نشي کولاى له شريعت څخه سيوا په هغه کي په خپله خوښه تصرف وکړي

دريم: دا چي ټول علماء پر دې اتفاق لري چي سيوا له يهودو او نصاراوو څخه د نورو کافرانو ذبائح حرام دي او دليل د الله’ دا وينا ده چي فرمايي:

اَلْيَوْمَ اُحِلَّ لَکُمُ الطَّيِّبَاتُ وَ طَعَامُ الَّذِيْنَ اُوْتُوا الْکِتَابَ حِلٌّ لَکُمْ وَ طَعَامُکُمْ حِلٌّ لَهُمْ » [المائدة:٥]

ترجمه: (نن ورځ حلال کړاى سوي دي تاسي ته ټول طيبات (پاکيزه شيان) او هر ډول طعام د هغو کسانو چي ورکړاى سوى دى دوى ته کتاب، حلال دي تاسي ته او هر ډول طعام ستاسي دوى ته حلال دى)

الله’ موږ ته لارښوونه کوي چي د اهل کتابو خوراک زموږ لپاره حلال دى او مقصد له خوراک څخه د دوى ذبائح دي، لکه چي عبدالله بن عباس رضی الله عنه ويلي دي: خو دوى تر مسلمانانو لوړ نه دي، بلکي دوى په دې باب لکه مسلمانان دغسي دي نو د دوى ذبيحه هم تر هغه حلاله نسي ګڼل کيداى، څو يې د اسلامي شريعت له ټاکلو شرطونو سره ترسره کړې نه وي او کله چي معلومه سي دوى داسي ذبح کوي چي حيوان ته د مړزګي (مردارۍ) حيثيت ورکوي نو بيا حرامه ده، لکه چي د مسلمان له لاسه هم دغسي ذبح حرامه ده، ځکه الله’ فرمايي:

حُرِّمَتْ عَلَيْکُمُ الْمَيْتَةُ وَ الدَّمُ وَ لَحْمُ الْخِنْزِيْرِ وَ مَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللهِ بِهِ وَ الْمُنْخَنِقَةُ وَ الْمَوْقُوْذَةُ وَ الْمُتَرَدِّيَةُ وَ النَّطِيْحَةُ… » [المائدة:٣]

ترجمه: (حرام کړاى سوى دى پر تاسو خوراک د مردار (حيوان) او د (بهيدونکي) ويني او د خنزير د غوښي او د هر هغه (حلال کړاى سوي) حيوان چي پرې آواز کړاى سوى وي بې له (نامه) د الله’ (د بل شي) په هغه باندي (د ذبحي په وخت کي) او د خفه کړاى سوي او په لرګي وهل سوي او د غورځيدلي او د ډولي سوي په وهلو د ښکر…)

په دې آيت شريف سره د الله’ د هغه قول چي فرمايي: وَطَعَامُ الَّذِيْنَ اُوْتُو الْکِتٰبَ حِلٌّ لَّکُمْ » تخصيص کيږي.

لکه چي دلالت کوي پر تخصيص د هغو دلائلو چي دلالت کوي پر روا والي د ذبيحې د مسلمان، خو کله چي په داسي طريقه وسي چي ذبيحه په حکم د ميتته کي ګرځي.

څلورم:

د انسان غذايي مواد دوه ډوله دي: لومړى هر هغه پاک خوراک چي سيواد حيواناتو له غوښو وي، لکه ميوې او واښه (نباتات) يا مائعات، دغه ډول غذا چي مرداره او ضرر رسونکې نه وي، د مسلمان او کافر له لاسه په اتفاق حلاله او خوړل يې روا دي.

دوهم ډول يې حيوانات چي هغه پر دوه ډوله دي چي بري او بحري يې بولي، هغه چي د بري (وچي) حيواناتو څخه حلال دي، هغه هم پر دوه ډوله دي، يو يې اهلي حيوانات لکه اوښان، غوايي، پسونه او چرګان او دوهم ډول يې وحشي حيوانات دي لکه: هوسۍ، سويان او حلال مرغان. بحري حيوانات لکه ماهيان (کبان) خو د دواړو ترمنځ فرق دا دى چي د وچي حيوانات بې له ذبح کولو حلال نه دي او بحري حيوانات بيا ذبح کولو ته ضرورت نه لري، دغه د شريعت حکم دى، د لومړي ډول په هکله الله’ فرمايي:

حُرِّمَتْ عَلَيْکُمُ الْمَيْتَةُ وَ الدَّمُ وَ لَحْمُ الْخِنْزِيْرِ »

ترجمه: (حرام کړاى سوي دي پر تاسي خوراک د مردار حيوان او ويني او د خنزير د غوښي)

او د بحر د حيواناتو په هکله د همدې سورت په (٩٦) آيت کي داسي فرمايي:

أُحِلَّ لَکُمْ صَيْدُ الْبَحْرِ وَ طَعَامُهُ » [المائدة:٩٦]

ترجمه: (حلال کړاى سوى دى تاسو ته ښکار د بحر او طعام د هغه)

او همدا سي رسول الله. د درياب د حيواناتو په هکله فرمايي چي اوبه يې پاکي او مړ سوى حيوان يې حلال دى. امام مالک او امام شافعي رحمهما الله يې روايت کړى دى. نو دغه ويناوي د بري او بحري حيواناتو ترمنځ په ذبح کولو او نه ذبح کولو باندي فرق کوي.

پنځم:

د حلال حيوان شرعي ذبح کول د هغه د غاړي د مرۍ او رګونو پرې کول او يا زياته برخه پرې کول دي او يا هم په اضطراري حلالولو کي چي کله يې د حلالولو قدرت نه لري، د هغه د يو ځاى پرې کول دي نو علماوو پر دې اتفاق کړى دى چي حيوان سيواله ماهي او ملخ څخه بې له ذبح کولو حلال نه دى او حکمت پکښې دا دى چي حيوان وروسته تر حلالولو له تاواني ضرر رسونکو وينو څخه پاک شي، د الله’ نوم ورباندي ياد سي چي د رسول الله. دغه متفق عليه حديث شريف ورباندي دلالت کوي:

مَا اَنْهَرَ الدَّمُ وَذَکَرَ اسْمُ اللهِ عَلَيْهِ فَکُلُوْا

[بخاري:٥٤٩٨]

ترجمه: (چي ويني يې وبهيږي او د الله ‘نوم ورباندي ياد شي نو يې خورئ)

د شرعي ذبح کولو لپاره معلوم ځاى او شرطونه سته:

د حلالولو ځاى هم د قدرت موندلو او نه موندلو په سبب مختلف کيږي، که چيري مقدور و نو بيا په اتفاق د علماوو د حلالولو ځاى حلق، غاړه او (لُبه) دى، له دې ځايه سيوابل ځاى حلالول روا نه دي، دغه ډول حلالولو ته ذبح وايي چي له اوښ څخه سيواټول حيوانات ذبح کيږي (لبه) په ځانګړې توګه د اوښ لپاره ده چي حلالولو ته يې نحر وايي، خو کله چي د حيوان حلالول غيرمقدور وي يا خو اصلاً وحشي يا ترهيدلى يا په کوهي کي  لويدلى وي نو د هغه د حلالولو بيا د هغه په بدن کي په هر ځاى چي چاړه يا غشى پرهار جوړ کړي، صحيح دى، لکه چي رافع بن خديج> روايت کړى دى، وايي:(( موږ له پيغمبر. سره په سفر تللي وو چي د يو قوم اوښ ځني وتښتيدى، له دوى سره آس نه و نو يوه تن هغه اوښ په غشي و ويشت او هغه يې را بند کړ نو رسول الله. وفرمايل، د غه تښتيدونکي حيوانات لکه د وحشي حيواناتو غوندي تښتيدونکي دي، که کوم حيوان وتښتيدى نو همداسي ورسره وکړئ، بيا الله’ فرمايي:

وَ مَا عَلَّمْتُمْ مِنَ الْجَوَارِحِ مُکَلِّبِيْن تُعَلِّمُوْنَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَکُمُ اللهُ فَکُلُوْا مِمَّا أَمْسَکْنَ عَلَيْکُمْ وَ اذْکُرُوا اسْمَ اللهِ عَلَيْهِ » [المائدة:٤]

ترجمه: (او (حلال کړاى سوى دى تاسو ته ښکار) د هغه چي ښوونه کړې وي ورته تاسو له (ټولو اقسامو) ښکار کونکو (حيواناتو يا مرغانو) څخه چي ښوونه کونکي اوسئ تاسي (په ښکار ځغلولو د دوى) چي تاسي ورته ښوونه وکړئ، له هغه څخه چي تاسي ته الله’ ښودلي دي، نو خورئ تاسي له هغه ښکار څخه چي نيولى يې وي تاسي ته او يادوئ تاسي نوم د الله’ پر هغه (ښکاري حيوان کله چي ښکار ته يې ليږئ) يا يادوئ تاسي نوم د الله په حلالولو د هغه ښکار که مو ژوندي وموندى)

دغه آيتونه پر دې دلالت کوي چي د کوم حيوان حلالول غيرمقدور وي نو بيا يې حلالول په داسي ډول دي چي د بدن هر غړى يې ولګيږي او له دغه پرهار څخه مړ سي نو حلال دى، لکه په فقهي کتابونو کي يې شروط او اعتبارات ښکاره دي او هغه چي لومړى مقدور يا هغه ښکار چي موږ يې په داسي حال کي ونيسو چي لا ژوندي وي نو بيا تر هغه حلال نه ګڼل کيږي، تر څو چي پر خپله معلومداره ځاى په هغو شرطونو چي ځيني يې پر ذبح کونکي او ځيني يې د ذبح کولو په آله او ځيني يې د ذبح کولو په حالت کي معتبر شوي ذبح نشي

شپږم: فقهاوو رحمهم الله د ذبح کولو لپاره څلور شرطونه ايښي دي:

الف: لومړى شرط دادى چي حلالونکى به د حلالولو اهليت لري چي دوه شيان به پکښې وي، يو عقل، ځکه حلالول د عبادت په ډول وي او قصد پکښې شرط دى، څوک چي عقل نه لري، لکه ليونى يا نور، بيا يې قصد صحيح نسي ګڼل کيداى او د ده ذبح بيا داسي ده لکه چي اوسپنه د پسه پر غاړه راولويږي او غاړه يې پرې کړي.

دوهم شى بيا دادى چي حلالونکى به د آسماني دين منونکى وي، هغه که اهل کتاب وي او که مسلمان، الله’ فرمايي:

اِلاَّ مَا ذَکَّيْتُمْ » [المائدة:٣]

ترجمه: (خو روا دي هغه چي حلال يې کړئ تاسي!)

دلته خطاب مسلمانانو ته دى او د همدې سورت پنځم آيت چي الله’ فرمايي:

وَ طَعَامُ الَّذِيْنَ اُوْتُوا الْکِتَابَ حِلٌّ لَکُمْ »

ترجمه: (او طعام د هغو کسانو چي ورکړاى سوى دى دوى ته کتاب، حلال دى تاسي ته)

اهل کتاب يهوديان او نصرانيان دي، مقصد د دوى له طعام څخه د دوى ذبائح دي، ځکه له ذبائحو سيواطعام له دوى او نورو ټولو څخه حلال دى.

ب: دوهم شرط د ذبح کولو په آله اسباب پوري اړه لري، خامخا بايد پکښې دوه شيان وي، يو تيزوالى (تېره والى) چي د هغه په وسيله ذبح سي، نه د دروندوالي په سبب؛ هغه شى لکه توره، چاړه، تېره ډبره او نور شيان او دوهم شى دا دى چي غاښ او نوک نه وي. کله چي دا دوه شيان پکښې موجود سي نو بيا ورباندي حلالول روا دي، لکه چي نبي صلی الله عليه وسلم  فرمايي:

مَا اَنْهَرَ الدَّمُ وَذُکِرَ اسْمُ اللهِ عَلَيْهِ فَکُلُوْا مَا لَمْ يَکُنْ سِنًّا اَوْ ظُفْرًا” [بخاري:٥٤٩٨]

ترجمه: (خورئ هغه چي ويني يې وبهوي او د الله’ نوم ورباندي ياد سي، خو چي (هغه د حلالولو شى) نوک او غاښ نه وي)

او هغه چي د درانه شي د لويدلو په سبب ومري، بيا (وقذ) بلل کيږي.

عَنْ عَدِىِّ بْنِ حَاتِمٍ> قَالَ سَاَلْتُ رَسُوْلَ اللهِ. عَنِ الْمِعْرَاضِ فَقَالَ اِذَا اَصَبْتَ بِحَدِّهِ فَکُلْ فَاِذَا اَصَابَ بِعَرْضِهِ فَقَتَلَ فَاِنَّهُ وَقِيْذٌ فَلاَ تَاْکُلْ” [بخاري:٥۴۷٦]

ترجمه: د عدي> په حديث کي راځي، هغه وايي چي ما له رسول الله. څخه د هغه ښکار په هکله پوښتنه وکړه چي د غشي په پلنه خوا و ويشتل سي، پيغمبرصلی الله عليه وسلم راته وفرمايل: کله چي د غشي په تېره خوا ولګيږي، هغه خوره او چي په پلنه خوا يې و ويشتل سي، هغه مه خوره! ځکه چي هغه د (وقيذ) حکم لري، هغه دا چي په درانه شي لويدلو ومري.

ج: دريم شرط د مرۍ، حلق او دوو رګونو پرې کول دي او راجح وينا دا ده چي له دغو څخه بې له تعيينه درې شيان بايد قطع سي:

مرۍ د خوراک او څښاک لاره بولي، حلق بيا د ساه اخيستلو لاره ده او دوه رګونه هغه چي د غاړي په څنډو کي دي او وينه جريان پکښې لري، بولي.

د: څلورم شرط دادى چي پر ذبيحه باندي د الله’ نوم ياد کړاى سي، الله’ فرمايي:

فَکُلُوْا مِمَّا ذُکِرَ اسْمُ اللهِ عَلَيْهِ اِنْ کُنْتُمْ بِآيَاتِهِ مُؤْمِنِيْنَ » [الانعام:١٢١]

ترجمه: (نو وخورئ تاسي له هغې مذبوحې څخه چي ياد کړاى سوى وي پر هغې نوم د الله’)

بيا فرمايي:

وَلاَتَأْکُلُوْا مِمَّا لَمْ يُذْکَرِ اسْمُ اللهِ عَلَيْهِ وَاِنَّهُ لَفِسْقٌ »[الانعام:١٢١]

ترجمه: (او مه خورئ تاسي له هغې (مردارۍ) چي نه وي ياد کړاى سوى نوم د الله’ پر هغې باندي (عمدًا) او بې شکه چي دا خوراک خامخا ګناه ده)

په دغو آيتونو کي الله’ مؤمنانو ته امر کوي چي هغه ذبائح خورئ چي دالله’ نوم ورباندي ويل سوى او له هغو څخه ډډه وکړئ چي د الله’ نوم نه دى ورباندي ويل سوى او هغه يې فسق وباله، همداسي سپيڅلى نبوي سنت هم د دې ذبيحې د خوړلو امر کوي، لکه چي عليه السلام فرمايي: هغه ذبيحه چي ويني يې توى سوي او د الله’ نوم ورباندي ويل سوى دى، خورئ. په دې کي دا دليل سته چي تسميه د ذبيحې د حلالولو لپاره شرط ده، ځکه پيغمبرصلی الله عليه وسلم خوراک تر دواړو شيانو پوري تړلى دى چي هغه ويني بهيدل او تسميه ويل دي او کوم شى چي تر دووچارو پوري تعلق نيولى وي، هلته بيا د يوې ترسره کيدل کفايت نه کوي.

اووم:

کله چي د غوښو په باب معلومات نه وي او د حلالونکي حال هم نامعلوم وي چي ايا ذبح يې له شرعي شرطونو سره سمه کړې او که نه؟ او دغه په اسلامي ملکونو کي وي او هغه غوښي د دوى په بازارونو کي خرڅيږي، د هغو خوړل روا دي او د هغوى رانيول پر مسلمانانو باندي د حسن ظن په سبب کيداى شي، ځکه غالبًا مسلمانان له شرعي طريقې څخه مخالفت نه کوي، که څه هم موږ ته ذبح کونکى معلوم نه وي او نه هم په دې خبر يو چي ايا تسميه به يې ويلې وي او که نه؟

دا له دې کبله چي امام بخاري له حضرت عائشې رضی الله عنها څخه يو حديث شريف راوړي، هغه وايي چي يو قوم رسول الله. ته و ويل چي موږ ته هغه فلاني خلګ غوښي راوړي، موږ نه يو خبر چي د ذبح کولو په وخت کي به يې تسميه ورباندي ويلې وي او که نه؟ نو پيغمبرصلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل چي تاسو تسميه ورباندي ولولئ او ويې خورئ. حضرت عائشه رضی الله عنها وايي چي د غوښو راوړونکي کسان په نژدې وخت کي په اسلام مشرف سوي وو نو پيغمبرصلی الله عليه وسلم  د داسي شکمني غوښي خوړل حلال وبلل، دلته شک په دې کيږي چي نوموړي کسان د کفر زمانې ته نژدې وو، ښايي دا به ورته معلومه نه وي چي تسميه ويل په ذبح کولو کي شرط ده او چي رسول الله. له دغي شبهې سره، سره حلاله وبلله، دا د دې دليل دى چي هغه څوک، کوم چي د ذبيحې د حلالولو اهل وي نو د هغه په ذبيحې کي اصل حلال والى دى، ځکه چي اصل په هغو افعالو او تصرفاتو کي چي هغه له خپله اهل څخه صادريږي، صحت او سموالى دى.

اتم:

او کله چي د غوښو په هکله معلومات نه وي او د حلالونکي حال هم نامعلوم وي چي ايا ذبيحه يې له شرعي شرائطو سره سمه کړې او که نه؟ او دغه بيا په کفري هېوادونو کي وي او يا هم په اسلامي هېوادونو کي وي، خو له کفري دولتونو څخه يې راوارد کړي وي نو بيا يې خوړل او استعمالول صحيح نه دي، تر څو په يقيني توګه ښکاره نسي چي حلالونکى شخص مسلمان او يا هم پر خپل دين ولاړ اهل کتاب دى او په مشروع ډول يې ذبح ترسره کړې ده، ځکه څوک چي اهل کتاب نه وي او ذبح وکړي، هغه د مړزګي (مرداري) حکم لري او اهل کتاب که څه هم چي ذبائح يې زموږ لپاره حلال او روا دي، خو هغوى نن زياتره له خپل دين څخه ګرځيدلي دي او په هغه مشروع ډول ذبح کولو عمل نه کوي او دغه خبره د علماوو، دعوتګرانو، محصلينو او زده کونکو په مشاهده چي په غير اسلامي هېوادونو کي اوسي، رسېدلې ده چي موږ به يې څه لنډ تقريرونه ان شاء الله ياد کړو.

ليکنه : الشيخ عبدالله الذاکري حفظه الله

خپرونه : آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email