طلاق معلق (په کوم کار پورې تړل شوی طلاق)

داسلامي لارښود درنو كاركوونكوپه سلامونه اونيكي هيلي ومني خداي جل جلاله دي وكړي چي روغ جوړ اوښه ژوند ولري:

محترمو زما يو پوښتنه ده په دي هيله صحي جواب يي راكړي

ددوو ملګرو ترمنځ خفګان واقع شو نو يوه ملګري ورته وويل چي په تادي ښځه طلاقه وي چي بيابه ماته سنت سلام راچوي او په ما دي هم ښځه طلاقه وي چي بيابه تاته سلام در اچوم خو له لږ ځنډ وروسته نوموړو په خپل منځ كي خبري سره پيل كړي يعني خوشحاله شول خو لاتراوسه دوي سلام يواوبل ته نه دي اچولي خو خبري كوي اوس كه تاسو ماته په تفصيل سره داسي وواياست چي ايا طلاق واقع شوي اوكنه او ايا كه دوي سلام يوبل ته نه اچوي اوخبري كوي نو بياهم طلاق واقع دي اوكنه؟؟

محمد حنيف منير

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

طلاق معلق :

معلق طلاق دې ته وايي چې طلاق په يوه شرط پورې وتړي يا د نکاح د مظبوطې ريشتې تړل په يوه شرط پورې داسې چې خپلی ښځې ته ووايې که د فلاني کره لاړی يا د فلانی کار وکړ طلاقه يې نو هر کله چې شرط پوره شي او نوموړی کار تر سره شي نو طلاق به واقع شي .که يو طلاق يې ياد کړی وي يو طلاق به واقع شي که دوه طلاقه يې ياد کړي وي نو دوه به واقع شي او که دری طلاقه يې ياد کړی وي نو دری طلاقه به واقع شي.

کفايت المفتي ج ۶ ص ۷۴ ، فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۶۳۸ ، اسلامې فقه او فتاوی المحمودي ) .

و  فی‌ الهندیهة:

«‌اذا اضاف الطلاق الی الشرط  وقع عقیب الشرط  اتفاقاً  مثل ان یقول لامرأته‌: ان  دخلت  الدار  فانت  طالق‌»‌.(الهنديه:1/420)

دوهم صورت : په طلاق باندې قسم کول داسې چې يو څوک په طلاق سوګند وخوري چې که مې فلانی کار ونه کړ نو ښځه مې دې طلاقه وي .

په دې مسئله کې د فقهاؤ ترمينځ څه اختلاف نظر شته د ځنو قول دا دی چې  که ښودل شوی کار تر سره نه کړي طلاق واقع کيږي (الهندية )

او د ځنو فقهاوو قول دادی چې ددې حکم په نيت پورې اړه لري که يې د قسم يادولو څخه هدف کلک عزم وو چې که مې دا کار تر سره نه کړ نو زما څخه دې خپله ښځه جدا شي (طلاقه شي ) ، نو ددی ډول طلاق صورت د علما د صحيح قول پر اساس د سوګند په حکم کې راځي او دا کس حانث بلل کيږي مګر که نيت يې طلاق وي نو طلاق به واقع شوی وي . (فقه السنه او فتاوي البلدالحرام-22/108،107).

که په اول قول عمل وشي د شرط په پوره کيدو سره طلاق واقع کيږي په سوال کې سلام اچول ښودل شوي دي کچيرې دا کار صورت ونيسي نو طلاق رجعي به واقع شي چې د عدت په مينځ کې بغير له نکاح څخه له خپلې بې بې سره يو ځای کيداشي .

او که د دوی هدف د سلام نه اچولو څخه نه پخلا کيدل وي يا خبرې نه کول وي نو بيا به په خبرو او پخلاينې شرط پوره شوی وي بس الله جل جلا له  به د دوی په زړونو عالم وي .

و الله اعلم

 

نصحيت : مسلمان بايد په خبرو او معاملاتو کې د بې ځايه طلاق يادولو څخه ډډه وکړي او په نکاح باندې ملنډې و نه وهي .

او بل دا چې د مسلمان د پاره نه ښايي چې د هرې خبرې سره قسم ياد کړي ولو که د الله جل جلا له  په نوم هم وي ځکه زيات قسمونه خوړل د منافقانو صفت دی .

الله جل جلا له  فرمايي : (وَلا تَجْعَلُوا اللَّهَ عُرْضَةً لأَيْمَانِكُمْ أَنْ تَبَرُّوا وَتَتَّقُوا وَتُصْلِحُوا بَيْنَ النَّاسِ.

او بل دا چې کله مسلمان له چا سره وعده وکړي په هغه باندې وفا کول فرض دی د الله جل جلا له  حکم دی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ

نو بيا د قسم يادولو ته څه ضرورت دی

څوک چې صادق وي هغه به خپل صداقت کوي او څوک چې خاين ، توکه باز او بې وعدې وي هغه په زرو قسمونو هم نه سميږي او نه يې د قسمونو خوړول تينګولای شي ،

ځکه په وعده وفا او قسم نه ماتول دواړه د الله جل جلا له حکمونه دي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email