د استغفار فضيلت او اهميت

د استغفار نه مطلب مغفرت يعنې بخښنه غوښتل او په ګناه اعتراب کول دي .

قوله تعالی : وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (المزمل 20 )

له الله جل جلا له  څخه بخښنه وغواړئ يقيناً الله جل جلا له  بخښونکی او مهربان دی .

وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَى مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ  [آل عمران: 135] .

او هغه کسان چې کله لويه ګناه او يا پر خپلو ځانونو ظلم وکړي ، نو الله جل جلا له  يادوي او د خپلو ګناهونو بخښنه غواړي او څوک دي چې ګناهونه وبخښي مګر الله جل جلا له ، او پر هغه (ګناه ) چې کړی يې ده هميشه والی نه کوي ، حال دا چې دوی پوهيږي .

استغفار د نعمتونو د زیاتوالی وسيله ده :

وَأَنِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُمْ مَتَاعًا حَسَنًا إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ وَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ ﴿سورة هود/ 3﴾.

ژباړه : او دا چې له خپل رب څخه بخښنه وغواړئ بيا هغه ته ور وګرځئ (توبه وکړئ ) څو تاسې ته تر ټاکلې نيټې په ښه توګه برخه درکړي او هر د فضل څښتن ته خپل فضيلت ورکړي . او که تاسې مخ واړاوه ، نو بې شکه چې زه پر تاسې د لويې ورځې له کړاوه وېرېږم .

وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ ولاَ تَتَوَلَّوْاْ مُجْرِمِينَ [هود: 52] .

ژباړه : ای زما قومه ! له خپل رب څخه بخښنه وغواړئ بيا هغه ته ور وګرځئ (توبه وباسئ ) څو له آسمانه پر تاسې شېبې ، شېبې باران را کوز کړي او ستاسې پر زور (نور) ځواک هم زيات شي او د ګنهکارانو په څير مخ مه اړوئ .

نبوي ارشادات :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : و الله انی استغفرو الله و اتوبو اليه فی اکثر من سبعين مرة (البخاري ) .

په الله جل جلا له  قسم چې زه په ورځ کې له اويا ځلو زيات د الله جل جلا له  څخه مغفرت غواړم او د هغه دربار کې توبه وباسم .

عن ابن عباس رضی الله عنه  قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  : من لزم الاستغفار جعل الله له من کل ضيق مخرجاً و من کل هم فرجاو رزقه من حيث لا يحسب (سنن ابی داؤد ) .

چا چې استغفار کول پر خپل ځان لازم وګرځول نو الله جل جلا له  به ده ته د هرې سختۍ څخه د خلاصون لاره پيدا کوي او د هر درد او غم څخه به يې خلاصوي او د داسې طرف نه به رزق ورکوي چې د ده ګمان هم نه وي .

سيد الاستغفار (غوره استغفار) :

په لاندني حديث شريف کې ذکر شوي کلماتو ته جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم سيد الاستغفار ويلي چې ډير فضيلت يې بيان شوی دی .

عن شَدَّادِ بْنِ أَوْسٍ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «سَيِّدُ الاسْتِغْفَارِ أَنْ تَقُولَ: اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لا إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي، فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ أَنْتَ». قَالَ: «وَمَنْ قَالَهَا مِنَ النَّهَارِ مُوقِنًا بِهَا، فَمَاتَ مِنْ يَوْمِهِ قَبْلَ أَنْ يُمْسِيَ فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ، وَمَنْ قَالَهَا مِنَ اللَّيْلِ وَهُوَ مُوقِنٌ بِهَا، فَمَاتَ قَبْلَ أَنْ يُصْبِحَ فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ».     (صحيح البخارى)

دحضرت شداد بن اوس رضلی الله عنه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چه سيد الاستغفار (د ټولو نه اعلی استغفار ) دادی چې بنده د الله تعالی په حضور کې داسې عرض وکړي :

اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لا إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي، فَاغْفِرْ لِي، فَإِنَّهُ لا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ أَنْتَ .

ژباړه : ای الله ! ته زما رب ئی ستا نه سوا بل مالک او معبود نشته ،تا زه پيدا کړی يم او زه ستا بنده يم او څو پورې چې په ما کې توان وي ستا سره د کړيو وعده ميثاق اطاعت او فرمانبرداری به کوم ، زه ستا پنا غواړم د خپل عمل او کردار د شر نه ، زه اقرار کوم چې تا زه په نعمتونو سره وپاللم ، او اعتراف کوم چه ما ستا نافرمانئ کړی ده او ګناهونه مې کړي دي ، ما وبخښه ، ستا نه بغير بل څوک د ګناهونو بخښلو واله نشته .

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کوم بنده چه په اخلاص او د زړه په يقين سره د ورځې په څه حصه کې د الله په حضور کې دا عرض وکړي ( په پورته ذکر شوی استغفار ) او په دغه ورځ د شپې شروع کیدو نه مخکې مړ شي نو بې شکه دی به جنت ته ځي او همدارنګه که د کومې شپې په څه حصه کې د الله تعالی په حضور کې دا عرض وکړي او د سبا کيدو نه مخکې دی مړ شي بې شکه دی به جنت ته ځي ( صحيح بخاري ).

مسلمانانو ته پکار ده چې دغه کلمات ياد کړي او کم تر کمه د ورځې يا شپې يو ځل ولولې .

تمة بتوفيق الله جل جلا له

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email