د ليک ، ايمل او احوال ليږلو په وسيله طلاق

سلام اونیکی هیلی

زه یوه پوښتننه لرم چې نن زمونږ یو ملګري یوه پوښتنه وکړه چې هغه په دې ډول ده چې په یو وخت کې چې ټلیفوني اسانتیاوې نه وې نو یو نفر سعودي نه خپلې ښځې ته په درې طلاقو سره طلاق ورکړ او کاڼي یی دبل ملګري په لاس ښځې ته ورولیږل خو چې کله هغه کاڼي هغې ښځې ته ورسیدل نو هغه ښځې قبول نه کړل او بیرته یی واپس کړل او خاوند ته یی احوال ورکړ چې ته دروغ وایی نو چې کله ددې ښځې خاوند بیرته کورته ورغی نو له طلاق نه یی انکار وکړ اوس له همغې ښځې سره ده نو ایا دې دې سړي او ښځې تر مینځ طلاق واقع شوی او که نه عزیزالله له سعودي عرب نه والسلام له ټولو کارکونکو نه مننه کوه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : طلاق د کتابت او ايمل  په وسيله واقع کيږي ( کفايت المفتي ج ۵ ص ۴۵ ، درالمختار ۳/ ۲۶۴ ، فتاوي هندية ۱/ ۴۷۳

او همدارنګه د يوه کس په وسيله هم واقع کيږي (فقه السنه باب طلاق ) .

دوهم : دا چې د طلاق اختيار د نارينه سره دی نه دې ښځي سره يعنې که دښځې خوښه نه وي بيا هم طلاق واقع کيږي .

«‌قال  الله ‌تعالی‌: « ‌او یعفو‌ا  الذی بيده  عقد‌ه  النـکاح»  الآیه‌. و هو الزوج  المالک  لعقـد  النکاح  و حلٌه‌، و هو الـتفسیر الـمـاثور عن  رسول  الله صلي الله عليه و سلم کما اخرجه  ابن  جرير و ابن  ابی حاتم و  الطبراني في  الاوسط و  البیحقي‌«.(روح المعاني:2/154)

و في حاشية الجلالين:

 و هو الزوج، كذا فسره علي و ابن عباس و سعيد بن المسيب و ابن جبير».(الجلالين:1/36ط كراچي. معارف القرآن:1/588) – نقل من محمود الفتاوي .

دريم : د اکثره اهل علم صحابه ، تابعين او څلورو مذاهبو په نزد دری طلاقه هغه که په يوه کلمه کې وي يا ځلا ځلا پر يو ځای وي د دريو طلاقو حکم لري ،

و  فی  فتح  القدیر  لابن  الهمام  الحنفی‌:

«‌ذهب  جمهور  الصحابة و التابعین  و من  بعدهم  من  ائمه  المسلمين  الی  انه  یقع  ثلاثاً»‌.(فتح القدير:3/330)

و فی  الدر  المختار:

‌«‌و  البدعی  ثلاث  متفـرقة أو  ثنتان  بمرة أو  مرتین  فی  طهر  واحد‌»‌.

و  فی  الرد:

« (‌قو‌له‌: ثـلاث  متفرقة‌) و کذا  بکلمة واحدة  بالا ولی‌»‌.(رد المحتار:2/454)

و  فی  اعلاء  السنن‌:

«‌لا  خلاف  بين الائمة  الأربـعة  فی  وقوع  الطلقات  الثلاث جملة ‌کـمـا  صرح به ابن  القیم  فی زاد  المعاد»‌.(اعلاء السنن للعلامة ظفر احمد العثماني:11/174)

څلورم :  دا چې خاوند له طلاق ورکولو انکار کوي په دې صورت کې معامله د ده د الله جل جلا له تر مينځ ده چې پوره علم به يې الله جل جلا له  ته وي کچيرې دغه سړي طلاق ورکړی وي او دې انکار کوي نو دی به دروغ وايي او زنا کې به اخته وي او که يې طلاق نه وي ورکړی نو طلاق نه واقع کيږي .

د انکار په صورت کې به دا مسئوله اسلامې محکمه فيصله کوي .

و الله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي