(۳) د ښځو ځانګړي احکام

د مسلمانې ښځې پر وړاندې د اسلام دوښمنو دسېسې

هغه څه چې نن ورځ د اسلام دښمنان او هغه ډلګۍ چې د ښځو څخه د هغوي دکرامت او حقوقو د اخستلو قصد لري :

نن ورځ د اسلام دښمنان بلکې د انسانيت دښمنان کفار ، منافقان او تور زړي غواړي د اسلام د مبين دين هغه عزت ، کرامت ، مصؤنيت کوم چې مسلمانو ښځو ته يې ورکړی له مينځه يوسي .

ځکه د اسلام دښمنان کفار او منافقين غواړي چې ښځه فقط د دوي لپاره د ورانۍ يوه لاسي وسيله وي ورڅخه داسې يو دام جوړ کړي چې د هغې په وسيله ضعيف الايمانه او شهوت پرسته خلک توکه او ښکار کړي . مطلب داچې خپل جنسي غرايز ور څخه پوره کړي ( د خپلو جنسي غوښتنو اور پرې  مړ کړي ).

دې مطلب ته په قرانکريم کې داسې اشاره شوی ده : وَاللّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الشَّهَوَاتِ أَن تَمِيلُواْ مَيْلاً عَظِيمًا (النساء /۲۷ ).

ژباړه : الله غواړي چې ستاسې توبه ومني او دشهوتونو پسې مندې وهونکي غواړيی چې تاسې په لويه پيمانه له ليارې کاږه شئ .

همدارنګه کافران ، منافقان او ځنې ضعيف الايمانه مسلمانان غواړي چې ښځې دې په ټولنيز ډکر کې له نارينوو سره کډ او مخلوط ژوند وکړي هغوی دې نيمه بربنډ او شهوت پارونکې جامې اغوندې تر څو دغه شهوت پرستان د هغوی د کډ ژوند خبرو ، ارتباطاتو او کتلو څخه خپل خوند واخلي ،او يا دهغوي په وسيله خپلې پلېدې او شومې موخې ترلاسه کړي .

په همدې وجه هغوی غواړي چې ښځې له کورونو دباندې ووځي او په ټولنېزو فعاليتونو کې له نارينه وو سره اوږه پر اوږه کار وکړي ، يا په حيث د پايواز په روغتونونو کې د نارينه وو پايوازي وکړي ، يا په الوتکو کې د د خدمتګار دنده تر سره کړي ، يا په مکتبونو او ګډو صنفونو کې د استاد او ښوونکي په حيث په درس ورکولو باندې مصروفه ووسېږي ، يا په فلمونو کې د لوبغاړې په حيث ولوبيږي ، يا د سندر غاړي په شان تراني او سندرې ووايي ، يا په بې حجابه او بې پردې شکل په رسنيو او د عامه ارتباطاتو په وسايلو کې په فتنه خپرونکي څېره او غږ باندي خلک د فتنو او فحشا لور ته وهڅوي ، او همدا ډول په ورځپاڼو او مجلو کې د ښايسته نجونو نيمه بربنډ عکسونه خپاره کړي تر څو د خپلو بې ارزښته او بې پنده مجلو مينه وال زيات کړي  او د مجلو اخستونکي زيات شي .

همدارنګه ډيري کارخانې،تجاران او د صنعت خاوندان له دغه شان عکسونو څخه د خپلو توکو د خرڅلاو او شهرت لپاره استفاده کوي ، دغه عکسونو د خپلو تولېداتو پر مخ چاپوي ،نو له همدې امله د دغو غلطو اقداماتو په نتيجه کې ښځې له خپلو اصلي دندو څخه فاصله نيولي ده، د هغوي دنده چې په کور کې دننه ده هغه ځای خالي دی او خاوندان مجبوره دي چې د هغه خاليګا د ډکولو او د اولادونو د لويولو لپاره د پرديو خدمتګارو ښځو څخه استفاده وکړي د خپل کور د کارونو د تر سره کولو لپاره هغوي په مزدوري سره ونيسي چې په نتيجه کې بې شماره فتني او فسادونه را منځ ته کيږي .

هغه کار چې ښځينه يي د خپل کور نه دباندې تر سره کوي که په لاندې بنسټونو او ضوابطو ولاړ وي څه باک نه لري :

1  ــ داسې کار وي چې نارينه يې نشي تر سره کولای .

2 ــ دغه کار د اصلي دندې وروسته وي چې اصلي او اساسي  کار يي د کور دننه کارونو تر سره کول دي ( ښځه د کور د ننه څارو مسئوليت لري او نارينه د کور څخه بهر کارونو مسئوليت لري ) .

3 ــ  دغه کار بايد د ښځينه وو په چاپيريال کې وي  لکه د ښځينه وو زده کړه د هغوي درملنه او داسې نور . په داسې حال کې چې نارينه ورسره نه وي .

4  ــ همدارنګه د ديني او شرعي احکامو د زده کولو په اړه نه تنها داچې مانع نه لري ، بلکې په هره ښځينه باندې واجب ده چې د دين ضروري احکام زده کړي دا زده کړه بايد په کاملاً ښځينه چاپيريال کې وي او يا که دغه زده کړه په مسجدونو او يا د هغو په شان ورته ځايونو کې وي نو بايد د پردی تر شا او د نارينه څخه جلا وي ، لکه څرنګه چې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په وخت کې به ښځينه وو په مسجدونو کې فعال حضور درلود او د هغوي د زده کړې د پاره به جلا ځای او ټولګي په نظر کې نيول شوی وو.

په اسلام کې د نارينه او ښځنې تر مينځ د دندو د ويش حکمتونه دلته وګورئ

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email