علماء او مؤرخين د حضرت علی رضی الله عنه  د قبر په ځای کې اختلاف نظر لري چې مشهور اقوال په لاندې ډول دي :

۱- داچې حضرت علی رضی الله عنه  د عراق د کوفې په قصر الاماره کې دفن شوی دی ، چې دا قول د محمد بن سعيد په تاريخ بغداد ” ( 1 / 136 )  او قول د ابن خلکان په کتاب د وفيات الأعيان کې او همدارنګه ابن تيمية فی مجموع الفتاوى ” ( 27 / 446 ) ذکر کړی دی .

۲- بل قول د عبدالله العجلي چې خطيب البغدادي ورڅخه نقل کړی دی ، هغه دا چې حضرت علی رضی الله عنه  د کوفي په نا معلوم ځای کې دفن شوی دی (تاريخ البغداد ۱/۱۳۶ ) .

۳- بل قول د حافظ ابن نعيم دی ، هغه دا چې لومړی په کوفه کې دفن ؤ وروسته د هغه زوی حسن مدينې ته نقل کړ (تاريخ بغداد ۱/۱۳۷ ) .

۴- بل قول د ابراهيم الحربي دی چې ابن ابی يعلی ورڅخه نقل کړی دی ، هغه دا چې په حقيقت کې د حضرت علی رضی الله عنه  د قبر ځای نه دی معلوم (طبقات الحنابله ۱/۹۲ ) .

په پورته اقوالو کې صحي قول دا دی چې هغه په کوفه قصر الاماره کې دفن شوی دی دا چې په کومه حصه او څنګه دفن شوی دی څه معلومات نشته ځکه چې هغه وخت دا ويره موجوده وه چې خوارج د هغه څه توهين و نه کړي .

او دا چې حضرت علی رضی الله عنه  د ايران د مشهد په نجف کې دفن شوی يا د افغانستان په مرازشريف کې دفن شوی دا د رافضان باطلې ادعاوي دي هيڅ حقيقت نه لري اول دا چې څنګه دوه قبرونه لري ، نجف او مزار او دوهم دا چې دا ادعا هيڅ کوم معتبر عالم او مؤرخ نه ده نقل کړی .

او دا د رافضانو د باطلو خرافات څخه دي چې هغوی غواړي په اسلامې امت کې د شرک او بدعت اډې جوړې کړي .

نور تفصيل دلته وګورئ . الخلاف في مكان قبر علي بن أبي طالب وهل هو في ” أفغانستان ” ؟!.

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email