(۱) د ښځو ځانګړي احکام

د اسلام نه مخکې د ښځې مقام

مخکې له اسلام څخه هدف د جاهليت دور دی ، په هغه زمانه کې په ټوله نړۍ د جهل پرده پرته وه ښځو د نژادي تعصب په دور کې وخت تېرولو .

په ټوله نړې کې هغه که د روم امپراتوري وه او که د فارس امپراتوري او که د هند لويه وچه وه د ښځو پر وړاندې ظلم او تيری روان وو ،قرآنکريم د نمونې د پاره د عربي ټولنې د ښځو حالت ته اشاره کوي چې هغه ټولنه چې د لور زېږېدنه به يي هم د شرم وړ بلله يو شمېر به يي ژوندۍ تر خاورو لاندې کولې تر دې حده چې مړې به شوي . او يو شمېر به يي په خواري سره ساتلي ، لکه څرنګه چې الله جل جلا له فرمايلي دي :

وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ، يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ ( النحل : ۵۸ـ۵۹ )

ژباړه : (او کله چې د دوي کوم يوه ته د لور د پيدايښت خبر ورکړ شي نو مخ يې تک تور ، له قهره او غضب نه ډک وي . د هغه دې بد زيري له کبله چې پري شوي له خپل قوم نه پټ ګرځي او په دې فکر کې وي چې له سپکوالي سره يي وساتي  او که ژوندي يي په خاورو ننه باسي) .

    همدارنګه الله تعالی فرمايلي دي : وَإِذَا الْمَوْؤُودَةُ سُئِلَتْ ِ، بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ ( التکوير  ۸ـ ۹ )

   ژباړه :او کله چې ژوندۍ خښي کړ شوي جنۍ نه وپوښتل شي ، په کومه ګناه وژل شوي يئ؟  .

    خو ځنې هغه چې د ژوندۍ خښونو نه به په امن پاتې شوې د هغوی ژوند به خوار وو،هيڅ سهم او برخه به يي د نېژدي خپلوانو په ميراث کې نه درلودله . که هر څو به متوفي د ډير مال او شتمنۍ درلودونکي هم وو ، او بل دا چې ښځو به په ډېر فقر او تنګ لاسۍ کې ژوند تېرولو ځکه دوي د مېراث له مال څخه محرومه وې او ميراث تنها د نارينه وو مسلم حق ګڼل کېده . حتی تر دې حده چې ښځينه هم دنورو اموالو په شان په مېراث کې وړل کېدې . ډېرو ښځو  به د يوه شخص تر فرمان لاندي ژوند تېرولو ، ځکه د ښځو په کولو کې د هغوي لپاره کوم  معين شمېر نه وو ټاکل شوي ؛د ښځو سختيو او مشکلاتو ته به يې هيڅ پاملرنه نه کوله .

يادونه : نن زمونږ په ټولنه کې هماغه د جاهليت د دور رواجونه او دودونه شته چې يو يي د ښځې مسلم حق تر پښو لاندې کول دي يعنې هغوی ته د ميراث حق نه ورکول کيږي همدارنګه ځنې کسان هغوی ته خپل مهر نه سپاري .

ليکنه : شيخ الفوزان

ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 25 times, 1 visits today)