د توبې فضيلت او اهميت

د توبې څخه مطلب الله جل جلا له  ته رجوع کول دي الله جل جلا له  د قرآنکريم په ډيرو آيتونو کې خپلو بندګانو ته د توبي او استغفار کولو امر کړی دی .

الله جل جلا له  په ډيره مهربانۍ سره خپلو ګناهکارو بندګانو ته داسې خطاب کوي :

قوله تعالی :يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر 53 )

ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (31 النور )

مؤمنانو! تاسی ټول د خپلو ګناهونو نه الله تعالی ته توبه وباسې ددي دپاره چې کامياب شئ  .

د کبيره ګناهونو د بيان وروسته فرمايي : {إِلَّا مَنْ تَابَ وَآَمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا} [الفرقان: 70]. مګر هغه چا چې ( له ګناهونو څخه وروسته ) توبه ايستلې وي او ايمان يي راوړی وي او ښه عمل يې کړی وي . د دغسې خلکو بدۍ به الله جل جلا له  په ښو واړوي . او الله جل جلا له  بخښونکی او مهربان دی .

د الله جل جلا له  رضا او د عذاب څخه خلاصون

فَإِنْ يَتُوبُوا يَكُ خَيْرًا لَهُمْ وَإِنْ يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِي الْأَرْضِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ [التوبة: 74] .

(اوس ) که دوی توبه وکړي ، دا به دوی ته ښه وي او که مخ واړوي الله جل جلا له  به دوی په دنيا او آخرت کې په دردناک عذاب سره وکړوي او دوی ته به د ځمکې پر مخ نه کوم دوست وي او نه هم مرستندوی .

إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ [البقرة: 222]  يقيناً چې الله جل جلا له  توبه کوونکی خوښوي او (هم ) هغه کسان چې ځانونه پاک ساتي خوښوي .

د بندګانو په توبه الله جل جلا له خوشحاليږي

وعن أبي حمزةَ أنسِ بنِ مالكٍ الأنصاريّ – خادِمِ رسولِ الله صلی الله عليه وسلم قَالَ : قَالَ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم : للهُ أفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ سَقَطَ عَلَى بَعِيرهِ وقد أضلَّهُ في أرضٍ فَلاةٍ (متفق عليه ).

له ابي حمزه انس بن مالک انصاری رضی الله عنه  خادم رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه روايت دی چه رسول الله  صلی الله عليه وسلم  فرمايلی :

چه د يوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کې خپل اوښ ورک شوی وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي –  بس الله تعالی ددی نه هم زيات د خپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي .

د توبی دروازه ترمرګه خلاصه ده :

ان ابنِ عُمَرَ عَن الْنَّبيِّ صَلَّى اللَّهُ عَليْهِ وسَلَّم قَالَ:- “إنَّ اللَّهَ يقبلُ توبةَ العبدِ ما لمْ يُغَرْغِرْ (ترمذی) .

له ابن عمر نه  روايت دی چې : نبی اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي چه د مرګ د آخری غرغری نه لږ مخکې الله تعالی د خپل بنده توبه هم قبلوي .

د توبي د قبوليت شرطونه :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا (التحريم 8 ) .

ای مؤمنانو ! الله ته پخه او رښتونی توبه وباسی .

 د توبی د قبوليت دری شرطونه دی چې دې ته وایې نصوح توبه :

۱-  د کومې ګناه نه چې توبه کوي هغه ګناه به فوراً پريږدي اوبيا دې هغه عمل جايري نه ساتي .

۲-  په ګناه پښيمانه کيدل او شرمنده ګي ښکاره کول .

۳-  دريم داچه د آينده لپاره به کلکه او پخه اراده کوي چې بيا به دا ګناه نه کوم  .

که په دې دریو شرطونو کې يو هم نه وي توبه نه قبليږي .

او که کومه ګناه د بنده له حق سره تعلق ولري لکه ، په ناحقه د چا مال خوړل ، بهتان ،غيبت ،قرض او داسې نور نو پداسې ګناه کې څلورم شرط هم شته چې هغه د بنده د حق ور سپارل يا له هغه نه پخښنه تر لاسه کول دي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email