اسلام علیکم محترم عالیقدر د آن لاين اسلامې لارښود چلوونکو بعد له سلام نه یو پوشتنه لرم هیله ده راته جواب یی کری.
میړه او شزه که په یو شی باندی جنجال وکړی او دواړه یو هفته یا دو هفتی په خپل مينځ کی خفه وی او خبری و نه کړی د اسلام له نظره دا سنگه ده هیله ده راته جواب یی کړی
په درناوی – شير افضل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

لومړي دا چې د ښځې او ميړه تر مينځ حتماً څه اختلافات راځي داسې کور نشته چې په هغه کې به څه اختلافات را نشي ،نو دواړه لورې به د حوصلې او تېريدو څخه کار اخلي او الله جل جلا له  ته به رجوع کوي ځکه شيطان هر وخت غواړي چې د ښځې او ميړه ترمينځ اختلافات را مينځه کړي .

ښځه ژر ناهيلې کيږي او ډيره احساساتي وي نو خاوند بايد د هغې په مظلوميت رحم وکړي او د الله جل جلا له  په خاطر له تېرېدنې او حوصلي کار واخلې ځکه چې الله جل جلا له  د هغې سره د ښه سلوک کولو حکم کړی دی :

قوله تعالی : وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا)  النساء 19

(( اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله جل جلا له په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي)) .

نو يو انسان خو به خامخا يوه خاليګاه يا څه نيګړتيا لري مثلاً که کومه ښځه په رنګ کې کمزورې وي نو شايد بل اړخ ته يوه ډيره دينداره او نيک خويه وي چه د خپل خاوند د دنيا او آخرت د نيکبختۍ سبب وګرځي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم خلقا . وخياركم خياركم لنسائهم  (ترمذي 1162،مشکاة المصابيح 3200) .

ژباړه : د ايمان په اعتبار سره ستاسو کښې کامل ايمان والا هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وي او تاسی کې بهترين او غوره هغه دی چه د خپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي .

همدارنګه ښځه به د خپل خاوند اطاعت کوي : پيغمبر صلي الله عليه وسلم  فرمايي : (إذا صلت المرأة خمسها، و صامت شهرها، و حفظت فرجها، و أطاعت زوجها، قيل لها ادخلي الجنة من أي أبوابها شئت) (صحيح الجامع بااسناد صحيح ) 

يعنې : کله چې ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي ، د رمضان روژه ونيسي د شرمګاه ساتنه وګړي او د ميړه اطاعت وکړي هغې ته به ويل کيږي له هرې دروازې دې خوښه وي جنت ته داخله شه .

ښځه عاجره وي ، احساساتي وي او عادتاً هر وخت د خپل خاوند په ښيګڼو نا شکره وي چې دا عادت يې واقعاً سړی دردوي خو نارينه به ډيره حوصله کوي ځکه چې ښځه مظلومه او عاجزه ده .

هغه د مور او پلار د مهربانه غيږ څخه د الله په خاطر ( شرعي نکاح ) جلا او د خاوند په کور کې ناسته ده نو خاوند به د هغه د مور او پلار پر ځای خپله د مهرباني ، شفقت او زړه سوي غيږ ور ته پرانيږي  .

قوله تعالی : وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ اِنَّ ذ’لِكَ لِمَنَ غَزمِ الاُمُور (الشوري’ ۴۳ ايه) .

او هغه څوک چې زغم يې وکړ او بخښنه يې وکړه بې شکه دغه (چلند او سلوک ) له ټينګو کارونو څخه دی .

بل دا چې د مسلمان د پاره جايز نه ده چې د بل مسلمان سره د دريو ورځو نه زيات ملاقات او خبرې ترک کړي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : و لا يحل لمسلم ان يهجر اخاه فوق ثلاث (متفق عليه ) .

که خدای مه کړه ښځه بې لارې شي او ناروا ته مټې ونغاړي نو په دې صورت خاوند حاکم او مسئول دی هغه د خپلې بې بې او اولاد د اصلاح او حتی بدني تأديب مسئوليت لري :

قوله تعالی : الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ وَاللَّاتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا (34)

ژباړه : سړي پر ښځو حاکمان دي له دې کبله چې الله ځنې د دوی ته پر ځينو نورو فضيلت ور کړی دی او له دې امله چې نارينه (د ښځو لپاره) خپله شتمي لګوي . نو نيکې ښځې امر منونکې دي او د ( ميړو ) په غيابت کې (د هغوی د شان او مال ) ساتنه کوي له همدې امله الله د هغوی (د حقونو پر ميړونو باندې ) ساتنه کړې ده . او هغه ښځې چې د هغوی له بدخويۍ څخه وېرېږئ نو (لومړی) دوی ته نصيحت وکړئ او که (په نصيحت سمې نه شوې) د خوب ځای يې جلا کړئ او که (په دې هم اصلاح نه شوې ) (لږ لږ ) يې ووهئ نو که غاړه يې کښېښوده نو بيا پرې (د زيان رسولو لپاره ) لار مه لټوئ . باور وکړئ چې الله له پاسه شته چې لوړ او لوی دی .

او کوم چې بدني تأديب دی د احنافو په نزد په څلورو ځايونو کې جايز دی :

    وقد ذكر الحنفية أربعة مواضع يجوز فيها للزوج تأديب زوجته بالضرب ، منها : ترك الزينة إذا أراد الزينة، ومنها : ترك الإجابة إذا دعاها إلى الفراش وهي طاهرة ، ومنها : ترك الصلاة ، ومنها : الخروج من البيت بغير إذنه .( د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد بدني تأديب په ځلورو ځايونو کې جايز دی : کله چې ميړه د ښځې د زينت اراده ولري او هغه زينت او د ځان ښايسته کول ترک کړي ، د خواهش پوره کول بلنه ورکړي دا هغه ترک کړي په داسې حال چې هغه پاکه وي ، لمونځ نه کوي ، او د خاوند د اجازې بغير له کور وځي ) تفسير ابن کثير   ۴/۳۹۲

بدني تأديب به د بدمعاشۍ ، ظالمانه تمريناتو ، تکبر ، کينې او بغض له وجې نه وي بلکي هدف به اصلاح او د درناک عذاب څخه د نجات په مقصد وي لکه چې الله جل جلا له فرمايي (يا أيها الذين آمنوا قوا أنفسكم وأهليكم ناراً ) .

بيا که په دې هم اصلاح را نشي او د سختو اختلافاتو ويره وي نو قرآنکريم ددې اختلافاتو د حل لاره داسې ښودلې ده :

  وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا   (النساء ۳۵)

که په تاسې کې د سختو اختلافات ويره وي (نو دهغه مخنوی دا دی ) چه  وليږئ  يو د اصلاح کس د خاند د طرف نه او يو د اصلاح کس د ښځې له طرفه که دا دواړه اصلاح غواړي (يعنی د فيصلی کولو اهليت ولري ) نو الله تعالی به په دواړو کې ضرور د موافقت توفيق پيدا کړي الله تعالی عليم او خبير دی .

د ښځي او ميړه يو پر بل باندې حقوق دلته وګورئ

 آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email