(۱۰ ) ذکر دعا او استغفار (دعا)

د دعا فضيلت او اهميت

د دعا په فضيلت او اهميت کې ډير قرآني آيات او احاديث راغلی دی چې دلته مو د هغه څو را نقل کړی دي چې د دعا د فضيلت او اهميت پيږندلو د پاره به ان شاء الله کافي وي .

قراني آیتونه :

الله جل جلا له  فرمايي : وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ [البقرة:186]

ژباړه : او کله چې له تا څخه زما بندګان پوښتنه وکړي ، يقيناً زه (دوی ته ) نژدې يم . کله چې يو دعا کوونکی ما وبولي د هغه دعا منم دوی دې (هم ) زما بلنه ومني او پر ما دې ايمان راوړي ښايي چې پر سمه لار ټينګ پاتې شي .

و قال الله تعالى: وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ [غافر:60] د الله جل جلا له  ارشاد دی : له ما نه وغواړئ څو ستاسې (غوښتنې ) قبولې کړم

احادیث نبوی:

د نعمان بن بشير رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «الدعاء هو العبادة» ( الترمذي د 2969 ) دعا عبادت دی

ليس شيء أكرم على الله تعالى من الدعاء ( الترمذي 3370 ) الله جل جلا له  په نزد د دعا نه بغير بل د اکرام او عزت شی نشته

لا يرد القضاء إلا الدعاء ، ولا يزيد في العمر إلا البر ( صحيح الترمذي – الصفحة أو الرقم: 2139 )

يعنې په قضا کې بدلون نه راځي مګر په دعا سره عمر نه اوږديږي مګر په نيکی .

هغه دعاګانې چې په خاص ډول قبليږي :

دعوة المسلم لأخيه، بظهر الغيب، مستجابة. عند رأسه ملك موكل. كلما دعا لأخيه بخير، قال الملك الموكل به: آمين. ولك بمثل”. (رواه مسلم) .

د مسلمان سړی دعا د خپل مسلمان ورور د پاره په غايب کې قبليږي ، دهغه سره يوه فرښته ده چې دهغه دنده ده چې هر کله هغه خپل کوم ورور ته غايبانه ښه دعا کوي ، نو هغه فرښته ورباندې آمين وايي او وايې  تا لره دې همدغسې خير درکړي (ستا په حق دې هم د هغه په مثل وي کوم چې مسلمان ورور ته دې وغوښتل ) ( مسلم ) .

ثلاثُ دعواتٍ مُستجاباتٌ لا شكَّ فيهنَّ دعوةُ المظلُومِ ودعوةُ المُسافرِ ودعوةُ الوالدِ على ولدِهِ) . (رواه ترمذي ) .

دری دعاګانې په خاص ډول سره قبليږي ددی په قبوليت کې څه شک نشته ، يو د مظلوم دعا،دوهم د مسافر دعا  او دريم د مور او پلار دعا د اولاد په حق کې.

خمس دعوات يستجاب لهن دعوة المظلوم حتی ينتصر ودعوة الحاج حتی يصدر ودعوة المجاهد حتی يفقد ودعوة المريض حتی يبرأ ودعوة الاخ لاخيه بظهرالغيب ثم قال واسرع هذه الدعوات اجابة دعوة الاخ بظهر الغيب (رواه البيهقي فی دعوات الکبير ) .

د پنځو کسانو دعاګانې په خاص ډول سره قبليږي . د مظلوم دعا څو پورې چې هغه بدله واخلي ،د حج کوونکي دعا څو پورې چې کور ته نه وي راغلی ،د مجاهد دعا څو پورې چې شهيد او ددی دنيا نه رخصت شوی نه وي ، د مريض دعا څو پورې چې جوړ شوی نه وي او د يو ورور د بل ورور د پاره غايبانه دعا .

ددی ټولو د بيانولو پس هغه ارشاد وفرمايلو : په دغه دعاګانو کې د ټولو نه ژر قبليدونکی دعا هغه ده چې په غايبانه ډول خپل مسلمان ورور ته وکړ شي .

د دعا د قبوليت خاص احوال او وختونه :

من صلی فريضة فله دعوة مستجابة ومن ختم القرآن فله دعوة مستجابة (رواه الطبراني فی الکبير ) .

د فرض لمونځ نه وروسته دعا قبليږي ، د قرآنکريم د ختم وروسته دعا قبليږي .

الدعاء ولايرد بين الاذان والاقامة (رواه ترمذي و ابوداود ) .

د آذان او اقامت په منځ کې دعا نه رديږي بلکی قبليږي .

تفتح الابواب السماء ويستجاب الدعاء فی اربعة مواطن عند التقاء الصفوف فی سبيل الله وعند نزول الغيث وعند اقامة الصلوة و عند رؤية الکعبة (رواه طبراني فی الکبير ) .

په څلورو وختونو کې د اسمان دروازې پرانستل کيږي او دعا ضرور قبليږي (۱) د خدای په لار کې د جهاد په وخت کې (۲) کوم وخت چې د آسمان نه باران وريږي . (۳) د اقامه صلات په وخت کې . (۴) د کعبې شريفې د ليدلو په وخت کې .

ثلاثة مواطن لا ترد فيها دعوة رجل يکون فی برية حيث لايراه احد الا الله فيقوم ويصلی ورجل يکون معه فئة فيفرعنه اصحابه فيثبت ورجل يقوم من اخر الليل ( رواه ابن مندة فی مسند ) .

په دری موقعو کې دعا نه رديږي يو داچې يو سړی په داسې بيابان کې وي چې بې له الله تعالی بل څوک نه ويني هلته هغه د خدای په حضور کې ودريږي لمونځ وکړي او بيا دعا وکړي ، دوهم هغه کس چې د الله په لار کې په جهاد کې د دوښمن د فوځ په مخ کې وي او دده ملګري ميدان پريږدی تښتيذلی وي مګر هغه د دوښمنانو په مقابله کې ثابت قدم ولاړ وي ، دريم هغه کس چې د شپې په آخرې حصه کې بستره پريږدي د الله په حضور کې ودريږي دعا وکړي .

د دعا د قبليدو مطلب او د هغې صورتونه:

ما من مسلم يدعوه بدعوة ليس فيها اثم ولا قطیعة رحم الا اعطاه الله بها احدی ثلاث اما ان يعجل له دعوته واما ان يدخرها له فی الاخرة واما ان يصرف عنه من السوء مثلها قالوا اذاً نکثر قال الله اکثر ( رواه احمد ) .

کوم مؤمن چې دعا کوي په هغه کې د ګناه څه نه وي او نه پکې د صله رحمۍ قطع کول وي نو د الله تعالی د طرف نه هغه ته په دريو صورتونو بدله ورکول کيږي .

يو داچې هغه څه غوښتي وي نو هغه به ورته ورکړشي ، يا به دده  دعا د آخرت د پاره دده د پاره زخيره جوړه کړي ، يا به د آينده د پاره دده څه تکليف او مصيبت ددی دعا په عوض کې لری شي .

صحابه کرامو عرض وکړ چې هره دعا ضرور قبليږي او د هغه په حساب کې ضرور څه ورکول کيږي نو مونږ به ډيرې دعاګانې کوو . رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : الله تعالی سره ددې نه هم زيات دي .

د دعا آداب او د قبوليت شرطونه :

1- اخلاص لله تعالی

2 – د دعا شروع او پای د الله جل جلا له  په حمد ثناء او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په درود باندې .

3-  د دعا د قبليدو پوره يقين کول

4-. د دعا په قبليدو کې بيړه نه کول

5- د دعا په وخت کې د زړه حضور

6-  دعا به فقط الله ته وی او د غیر الله نه به څه نه غواړي (ايک نعبد و اياک نستعين )

7-  په داسې آواز دعا کول چې د خفيه او جهر تر مينځ وي .

8-  په ګناه باندې اعتراف کول او له هغه څخه استعفار کول ، په نعمت اعتراف کول او د هغه شکر ادا کول .

9- د دعا د قبلیدو په وختونو کې او هغه ځايونو کې چې هلته دعا قبليږي .

10- په خشوع او خضوع سره دعا کول .

11- په نيکو او صالحو اعمالو توسل کول او هغه د الله جل جلا له  دربار ته په وړاندې کولو سره او دعا کول .

12-  دعا دری ځله تکرارول .

13- قبلې ته مخامخ کيدل .

14-  په دعا کې لاسونه پورته کول .

15-  که آسانه وي اودس کول .

16- د الله د نزيدوالی د پاره ډير نفلونه کول د هغه نه وروسته دعا او همدارنګه د فرض لمانځه وروسته دعا کول .

17-  د حلال رزق څخه خوړل او څښل

18- دعا به گناه طرف ته غوښتنه او د خپلوي د کټ کولو د پاره نه وي .

19- مور او پلار ، استاذانو ، مجاهدينو ، صالحو کسانو او ټولو مؤمنانو ته دعا .

20- په دعا کې د نيکۍ غوښتنه وي نه د منکر او بدۍ او حلامو امرو .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email