د درود شريف اهميت او فضيلت


الله سبحانه وتعالی فرمايي: [إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا] (الاحزاب ۵۶ ).

ژباړه: يقيناً چې الله او د هغه پرښتې پر رسول صلی الله عليه وسلم درود وايي . ای مؤمنانو ! تاسې هم پر ده درود وواياست او په پوره خلوص ور ته سلام وکړئ .

۱- جناب نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« من صلَّى عليَّ صلاَة، صلَّى اللَّه علَيّهِ بِهَا عشْراً » (مسلم ۱/۲۸۸ ) .

ژباړه: چا چې پر ما باندې يو درود واستولو الله پاک به هغه ته لس درود واستوي

۲- له ابی هريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

«وَصلُّوا عَلَي، فَإنَّ صَلاتَكُمْ تَبْلُغُني حيْثُ كُنْتُمْ» ( ابوداود ۲/۳۸۳- احمد ۲/ ۳۶۷ )

ژباړه: ما ته درود واستوئ ځکه ستاسې درود هر چيرې چې وي ما ته رسيږي .

۳- له ابی هريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

« الْبخِيلُ من ذُكِرْتُ عِنْدَه، فَلَم يُصَلِّ علَيَّ » . (رواهُ الترمذي وقال: حديثٌ حسنٌ صحيح).

ژباړه: بخيل هغه څوک دی چې (زما نوم د ده په حضور کي ) واخیستل شي او هغه په باندې درود (صلی الله عليه وسلم ) و نه وايي .

۴- له ابی هريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

« ما مِنْ أحد يُسلِّمُ علَيَّ إلاَّ ردَّ اللَّه علَيَّ رُوحي حَتَّى أرُدَّ عَليهِ السَّلامَ » (رواهُ أبو داود بإسناد صحيح).

ژباړه: هر څوک چې ما ته سلام وړاندې کړي ، الله پاک ما ته خپل روح را ګرځوي تر څو د هغه سلام ځواب ورکړم .

۵- له اوس رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«إنَّ مِن أَفْضلِ أيَّامِكُمْ يَوْمَ الجُمُعة، فَأَكْثِرُوا عليَّ مِنَ الصلاةِ فيه، فإنَّ صَلاتَكُمْ معْرُوضَةٌ علَيَّ» ( رواه ابوداود باسناد صحيح )

ژباړه: يقيناً د تاسو د ورځو غوره ورځ جمعه ده ، په دغه ورځ پر ما باندې زيات درد وایئ ، ځکه ستاسې درودونه ما ته وړاندې کيږي .

۶- له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« أَوْلى النَّاسِ بي يوْمَ الْقِيامةِ أَكْثَرُهُم عَليَّ صلاةً » (رواه الترمذي باسناد حسن).

ژباړه : د قيامت په ورځ به ما ته نږدې خلک (د شفاعت لپاره) هغه وي چې پر ما يې زيات درود استولی وي.

۷- له فضاله بن عبيد رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو سړي دعا واوريد چې د لمانځه وروسته يې کوله ، چې نه يې پکې د الله لويي او ثنا ولوسته او نه يې په رسول الله درود واستاوا .

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : دا سړي بيړه وکړه . بيا يې هغه را وغوښت او ورته يې وفرمايل :« إذا صلَّى أحَدُكُمْ فليبْدأْ بِتَحْمِيدِ ربِّهِ سُبْحانَهُ والثَّنَاءِ عليه، ثُمَّ يُصلي عَلى النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم ثُمَّ يدْعُو بَعدُ بِما شاءَ »

ژباړه: کله چې د تاسې نه کوم څوک لمونځ ادا کړي بايد (دعا) د خپل رب په حمد او ثناء شروع کړي او بيا په پيغمبر صلی الله عليه وسلم باندې درود واستوي وروسته دې د خپلې خوښې دعا وکړي.

۸- د ابو محمد کعب بن عجره نه روايت دی چې وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  مونږ ته راغی ومي ويل : ای رسول الله صلی الله عليه وسلم  ! پر تا څرتګه سلام ووايم او څرنګه پر تا درود واستوو ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم  و فرمايل : اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ، إنَّكَ حَمِيدٌ مَجيدٌ. اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ، إنَّكَ حَمِيدٌ مَجْيدٌ (البخاري ) .

په ټولو کې غوره درود همدا درود دی کوم چې مونږ يې په لمانځه کې وايو .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email