طلاق مه ورکوئ لومړی د اصلاح لاره ونيسئ

اسلام علیکم محترم عزیز القدر د اسلامې لارښود چلوونکو ! زه یو پوشتنه لرم هیله ده عاجل یی راته جواب کری ولی دیره ضروری ده زما یو ملگر ده هغه خپلی میرمنی ته طلاق ورکوی او یو زوی هم لری او زوی یی تقریبآ یو نیم کلن ده نو که دا نفر طلاق ورکری دا زوی بی له چاسره وی له مور سره او که له پلار سره او بل دا چی طلاق ورکری مهر او یا نور کوم شی خو به نه ورکوی که بجواب یی عاجل راکری دیره مهربانی به مو وی .
په درناوی د ستاسو دعاجل جواب په هیله
شیر افضل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

لومړي دا چې د ښځې او ميړه تر مينځ حتماً څه اختلافات راځي نو دواړه لورې به د حوصلې او تيريدو څخه کار اخلي او الله جل جلا له  ته به رجوع کوي ځکه شيطان هر وخت غواړي چې د ښځې او ميړه ترمينځ اختلافات را مينځه کړي .

نارينه به د خپلې ښځې سره ښه سلوک کوي قوله تعالی : وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا)  النساء 19

(( اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله جل جلا له په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي)) .

نو يو انسان خو به خامخا يوه خاليګاه يا څه نيګړتيا لري مثلاً که کومه ښځه په رنګ کې کمزورې وي نو شايد بل اړخ ته يوه ډيره دينداره او نيک خويه وي چه د خپل خاوند د دنيا او آخرت د نيکبختۍ سبب وګرځي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم خلقا . وخياركم خياركم لنسائهم  (ترمذي 1162،مشکاة المصابيح 3200) .

ژباړه : د ايمان په اعتبار سره ستاسو کښې کامل ايمان والا هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وي او تاسی کې بهترين اوغوره هغه دی چه د خپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي .

همدارنګه ښځه به د خپل خاوند اطاعت کوي : پيغمبر صلي الله عليه وسلم  فرمايي : (إذا صلت المرأة خمسها، و صامت شهرها، و حفظت فرجها، و أطاعت زوجها، قيل لها ادخلي الجنة من أي أبوابها شئت) (صحيح الجامع بااسناد صحيح ) 

يعنې : کله چې ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي ، د رمضان روژه ونيسي د شرمګاه ساتنه وګړي او د ميړه اطاعت وکړي هغې ويل کيږي له هرې دروازې دې خوښه وي جنت ته داخله شه .

ښځه عاجره وي ، احساساتي وي او عادتاً هر وخت د خپل خاوند په ښيګڼو نا شکره وي چې دا عادت يې واقعاً سړی دردوي خو نارينه به ډيره حوصله کوي ځکه چې ښځه مظلومه او عاجزه ده .

امير المومنين حضرت عمرفاروق ته يو صحابي د طلاق د مشورې د پاره راغی کله چې د امير دروازې ته راورسيد ګورې چې د امير او ښځې هم په څه اختلاف دی ښځه امير ته په قهرجنه لهجه کفتار کوي خو امير چوپ دی هيڅ ځواب نه ورکوي کله چې سړي د امير دا حال وليد له ځانه سره يې وويل چې د امير دا حال دی نو زه څه ګيله کول ، امير چې کله دروازې ته راغی سړی د تللو په حال کې ؤ ، امير المؤمنين آواز ور ته وکړ څه خبره وه هغه کس حال بيان کړاو و يې ويل له ځانه سره وويل چې د امير دا حال وي نو زه څه ګيله کوم ، حضرت عمرفاروق ور ته وويل : ډير داسې کارونه دي چې هغه د ښځي مسئوليت نه وي لکه د کور پاکول ، پخلی کول او نور مګر هغه يې تر سره کوي نو ما ځکه هغه ته څه نه ويل .

که د ميړه او ښځې تر مينځ د سختو اختلافاتو ويره وي نو قرآنکريم د هغه حل داسې ښودلی دی :

  وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا   (النساء ۳۵)

که په تاسې کې د سختو اختلافات ويره وي (نو دهغه مخنوی دا دی ) چه  وليږئ  يو د اصلاح کس د خاند د طرف نه او يو د اصلاح کس د ښځې له طرفه که دا دواړه اصلاح غواړي (يعنی د فيصلی کولو اهليت ولري ) نو الله تعالی به په دواړو کې ضرور د موافقت توفيق پيدا کړي الله تعالی عليم او خبير دی .

يعنې که د ښځې او ميړه تر مينځ سخت اختلافات را مينځ ته شي هغه به د طلاق ورکولو لاره نه غوره کوي بلکي لومړی به د صلح لاره نيسی لکه په پورته الهي لارښوونه کي .

که اصلاح نتجه ور نه کړي او د حل ټولې لارې بې نتجې شي نو بيا د سخت مجبوريت په وخت د طلاق حکم دی هغه هم په سنته طريقه چې لومړی به يوازې يو طلاق (رجعي ) ورکوي تر څو د عدت په موده کې دواړو ته د پيښمانی پوره چانس وي او وروسته به دوی په خپلو کړو پيښمانه شي او بيرته به رجوع وکړي او که بيا هم په خپله اراده کلک وي نو بيا به دوهم طلاق ورکوي .

ښځه به په دا ډول حالاتو کې چې د فراق سخته خطره وي خپل رب جل جلاله ته رجوع وکړي خپل سلوک دې سم کړي او د هغه په در بار کې دي خپلې اوښکې تويې کړي .

لکه د ظهار په مسئله کې چې يوې صحابه ميرمنې خپل رب ته د عجز مظلوميت داسې اواز کوي :

قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ (1) المجادله .

بې شکه الله د هغې ميرمنې وينا واوريده چې د خپل ميړه په هکله ستا سره بيا بيا ږغېږي او الله جل جلا له  ته فرياد کوي او الله جل جلا له  تاسې دواړو پوښتنه او ځواب اروي . بې شکه الله جل جلا له  اوريدونکی او ليدونکی دی .

ددې ښځې مسئله داسې وه چې خاوند يې ظهار ورکړی وو بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ددې مسئلې د پاره راغله رسول الله صلی الله عليه وسلم  ور وويل په دې باره حکم نه دی نازل شوی او په بل روايت کې زما په نظر چې طلاق واقع شوی دی دا وخت د ظهار حکم نه وو نازل شوی .

ښځه لاړه او د خپل رب په دربار په ژړا سره داسې وايي :

ای الله جل جلا له  ! واړه واړه بچيان لرم کچيرې هغوی خاوند ته ورسپارم هغوی به ضايع شي او که له ځانه سره بوزم د هغوی د نفقي توان نه لرم هغوی به را نه وژې شي .

او خپل سر يې آسمان ته پور ته کړ ويې ويل :

«اللهم‌ إني‌ أشكو إليك‌، اللهم‌ فأنزل‌ علي‌ لسان ‌نبيك: بار خدايا! ای ربه زه خپل مشکل تا ته پيش کوم زما د مشکل حل د خپل نبي په ژبه نازل کړه ، همغه وو چې دا آيت نازل شو: (قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا…).

تفسير انوارالقرآن – سورة المجادله

نصيحت :

ګرانه وروره د صبر او حوصلې نه کار واخله طلاق په ټولو حلالو الله جل جلا له  بد شی دی ځکه چې په طلاق سره خپلوي له مينځه ځي .

ډير صبر کوه د خپلې بی بی در بدرۍ او ماشوم حال مو په نظر کې ونيسه .

و سلام

آن لاين اسلامې لارښود

يادونه : ځنې وروڼه په پوښتنه کې ليکي چې هيله ده عاجل ځواب راکړئ په دې اړه باید وايو چې :

اول داچې تاسې ته معلومه ده چې زمونږ په هيواد کې هر لورې ته زر مشکله دي کله د نفقي مشکل ، کله برښنا نه وي کله انټرنيټ خراب وي که کله دا ټول جوړ وي بيا سايټ خراب شي .

دوهم دا چې کله مو د مسئلې په اړه پوره هر اړخيز تحقيقات نه وي کړي او سل په سلو کې په دې مطمئن نه شو چې اوس دا مسئله د قرآن او سنتو موافق ده تر هغه پورې ځواب نه نشروو کله مو چې په نړيواله سطحه تحقيقات پای ته ورسيږي او د نړې د معتبرو منابعو او فقهاء کرامو ټول اقوال تر نظر تير کړو او ښه مطمئن شو بيا وروسته ځواب د الله په توکل نشروو .

په دې اړه له تاسې نه بخښنه غواړو او د تاسې د انتظار نه مننه کوو .

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. محمد حنيف عرب

    محترمينو ستاسو دوروستي يادونه په هكله بايد ووايم چي هيسوك له تاسوسخه نه خفه كيزي الله ج دي تاسو په دنيا اواخرت كي اجر دركري موز هم پوهيزو چي يوي مسئلي ته ژر جواب وركول وخت نيسي اوشايد نور مشكلات هم وي خو كه ژر اوكه ناوخته بايد يوه پوشتنه بي جوابه پاته نشي له تاسو سخه ديره زياته مننه كوم الله مو كاميابه اوخوشحاله لره
    اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته
    محمدحنيف عرب