د لا اله الا الله د ذکر فضيلت
جابر رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«أفضل الذكر لا إله إلا الله وأفضل الدعاء الحمد لله« (المشکاة المصابيح ۲/۴۳۵).
ژباړه: په ټولو کې غوره ذکر «لاإله إلاالله» دی او په ټولو کې غوره دُعا «الحمدلله» ده.
له ابی سعيد الخدري رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :
« قال موسى: يا رب علمني شيئاً أذكرك به،وأدعوك به، قال: يا موسى قل لا إله إلا الله، قال: يا رب كل عبادك يقول هذا، قال: قل لا إله إلا الله، قال: إنما أريد شيئاً تخصني به، قال: يا موسى! لو أن أهل السماوات والأراضين السبع في كفة ولا إله إلا الله في كفة مالت بهنّ لا إله إلاالله» (رواه النسائي في عمل اليوم والليلة، وابن حبان في صحيحه)
ژباړه: يو ځل موسی عليه السلام د الله پاک په دربار کې عرض وکړ چې ما ته يو شی وښايه چې په هغې سره زه تا يادوم او تا پرې بولم ، الله پاک وفرمايل: «لا إله إلا الله» وايه ، ده عرض وکړ چې دا خو ستا ټول بندګان وايي ، ارشاد وشو چې «لا اله الا الله» وايه (موسی ) عرض وکړ زما ربه زه داسې مخصوص شی غواړم چې بس ما ته راکړ شي ،ويي فرمايل ای موسی! کچېرې اوه آسمانونه او ځمکې د تلې په يوه پله کې کيښودل شي او «لا إله إلا الله» په بل طرف کې کيښودل نو «لا إله إله الله» به دروند شي .
« لا اله الا الله » تر ټولو غوره ذکر دی چې ددې ذکر لپاره وخت او شمير په سنتو کې نه دی ټاکل شوی هر څومره زيات يې چې څوک وايی په همغه انذاره به ثواب ورته ليکل کيږی .
آن لاين اسلامې لارښود