هغه څاروی چه د تجارت لپاره وي د تجارتي اموالو د نصاب له رويه حسابيږي د زکات اندازه يی څلويښتمه حصه ده .

هغه څاروي او حيوانات چه د نسل د زياتوالي او ډيرې کټې په لاس راوړلو لپاره ساتل کيږي نظر په لاندی  شرطونو زکات ورباندی فرض دی .

  1. چه د کال په زياته موده کې په صحرا او ورشوګانو کی وڅري .
  2. کال ورباندې تير شي .
  3. د زکات نصاب ته ورسيږي .

داوښان نصاب               5

د ميښو او غوايانو         30

د ميږو او وزو             40

د زکات اندازه په لاندی جدولونو کی بيان شوی ده .

داوښانو زکات
د زکات اندازه له تر
زکات نشته 1 4
شاة واحدة (يوه ميږه يا يو پسه) 5 9
2 ميږی يا 2 پسونه 10 14
3 ميږی يا 3 پسونه 15 19
4 ميږی يا 4 پسونه 20 24
بنت مخاض (يوه يوه کلنه جونګۍ) 25 35
بنت لبون (يوه دوه کلنه جونګۍ) 36 45
حقة (يوه دری کلنه اوښه ) 46 60
جذعة (يوه څلور کلنه اوښه ) 61 75
بنت لبون ( 2 دوه کلن اوښانې) 76 90
حقتان ( 2 دری کلن اوښانې) 91 120

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د 120 څخه پورته به د لاندې قاعدې موافق حساب کيږي :

 په هرو 40 اوښانو باندې بنت لبون (دوه کلنه جونګۍ)

په هرو 50 اوښانو باندې حقة (يوه دری کلنه اوښه )

مثال :

50+50+50=150  (ثلاث حقتان )

40+40+50+50=180 (حقتان و بنتالبون )

50+50+50+50=200 (اربع حقتان ) .

کچيرې واجب شوې سن جوګۍ نه وي مثلاً په ۳۶ اوښانو دو دوه کلنه جوګۍ ده خو دا ورسره نه وي نو په ادنا دې عمل وکړي يو يوه کلنه جونګۍ او دوې مېږې دې ورکړي او يا د دوو ميږو قيمت ادا کړي او يا دې په اعلی عمل وکړی يوه دری کلنه اوښه دې ورکړي او د دوو ميږو قيمت ورڅخه واخلي .

يادونه : ميږه يا پسه به د شپږو مياشتو وي او که وزه يا څرلسی وي هغه به د يو کال وي .

فقه الزکاة الأکاديمية الأسلامية / دوکتور راشد بن عثمان الزهراني

د غويانو يا ميښو زکات
د زکات اندازه له تر
زکات نشته 1 29
تبع أو تبعة (ديوه کال خوسی او يا خوسۍ ) باندی 30
مسن أو مسنة (يو دوه کلن خوسی يا خوسۍ) باندی 40
دوه يوکلن خوسي باندی 60
دری يو کلن خوسی باندی 90
دوه يوکلن او يو دوه کلن باندی 100

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

کله چې ۶۰ يا تر هغه زيات شي نو د هرو ۳۰ غوايانو باندې يو تبع (يو کلن خوسی ) او په هرو ۴۰ غوايانو باندې يو مسن (دوه کلن خوسی يا خوسۍ ) .

مثال :

30+30+40=100 ( دوه يو کلن او يو دوه کلن خوسی ) .

40+40+40=120  (دری دوه کلن خوسي )

40+40+40+30=150 ( دری دوه کلن او يو يو کلن خوسی ) .

د ميږو يا پسونو او وزو زکات
د زکات اندازه له تر
يو ميږه 40 120
دوی ميږی 121 200
دری ميږی 201 399
څلور ميږی 400
ورسته د هرو سلوميږو پر زياتوالی يوه ميږه ور اضافه کيږی

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د اسونو خرو او قچرو زکات :

څرنګه چه نومړي حيوانات د بار لپاره دی زکات ورباندی نشته .

خو که د تجارت په نيت وي حساب يې د تجارتی اموالو د نصاب له مخې کيږي چې څلويښتمه برخه زکات ور کول کيږي ، يا د هر حيوان پر سر يو دينار زکات ور کول کيږي .

خو که د اسونو د نسل زياتوالی موجود وي يعنی يواځې نر نه وي او د کال په زياته موده کې په صحرا کې وڅري زکات ورباندې شته ( مسلک امام ابوحنيفه رحمه الله ) .

د زکات نصاب همغه د تجارتي اموالو په شان دی يا د هر آس پر سر يو دينار زکات ور کول کيږي .

په زکات کې څنګه څاروي ورکول پکار دي ؟

په زکات کې به داسې څاروی نه ورکوي چې هغه غيب جن وي او يا ډير ډنګر او نا توانه وي په دليل د دغه حديث شريف : «لايحل مال امرئٍ مسلم الا بطيب نفس منه » .

او همدارنګه هغه څاروی چې د شېدو لپاره کور کې ساتي او نه هم هغه چې حمل ولري او د حمل د زږېدو وخت يې وي او نه هم هغه څاروی چې چاغ وي د غوښو لپاره يې ساتلی وي په زکات کې نه ورکوي ځکه په حديث شريف کې راغلي : «فاياک وکرائم أموالهم » .

يعنې نه هغه د اکرام مالونه ورکوي او نه هغه مالونه ورکوي چې بد او عيب جن وي بلکي د دواړو په مينځ وسط وي .

ځکه چې بنده چې د خپل مال څخه ښه مال ورکړي د تقرب الی الله سبب ګرځي .

(لن تنالو البر حتی ….ږ) .

او بل د اعلی ورکول جايز دي کچېرې په ښه زړه وي ځکه جناب رسول صلی الله عليه وسلم هغه کس ته چې د ابنة مخاض پر ځای پو ښه څاغه اوښه ورکړه د برکت دعا کړې ده .

او بل اصل دا دی چې په زکات ورکولو کې به ښځينه څاروی ورکوي يوازې غوايان چې شمير يې ۳۰ ورسيږي مستثنی دی خوسی او خوسۍ دواړه ورکول جايز او همدارنګه په اوښان کې د کچېرې بتن محاض نه وي د هغه پر ځای ابن لبون ورکول جايز دي نور به د زکات په څارويو کې ښځينه څاروي ورکوي مګر کچېرې ټول نارينه وي نو باک نلري چې نارينه څاروي ورکوي .

او که څوک پخپل ملکيت کې ټول واړه ولري د واجب سن واله نه وي نو همدا واړه دې په زکات کې ورکړي ځکه همدا يې قدرت دی .

او که څوک پخپل ملک کې څه لوی ، څه واړه ، څه جوړ او څه ناروغ ولري څه به کوي ؟

هغه به د روغو او ناروغو اوښان قيمت حساب کړې او د هغه له مخې دې زکات ادا کړي [1].

او که مالدارۍ کې شريکان وي :

په څاروی کې شراکت دوه ډوله دی : خلطة أعيان او خلطة أوصاف .

خلطة أعيان : دا چې د دوو کسانو تر مينځ مال شريک وي او هغه نه يو وفات شي او بيا د هغه حصه خپلو وارثانو ته ورکړي نو شرکت أعيان بلل کيږي چې دواړه يو ملک بلل کيږي .

خلطة أوصاف : دا چې په څاروی کې څو کسان شريک وي او که د دوی څاروي سره جمع شي نصاب ته رسیږي په لاندې شرطونو زکات ورباندې واجبيږي :

۱- دا چې په نصاب کې سره شريک وي .

۲- دا چې په څرېدونکو څارويو کې شريک وي .

۳- دا چې ورشو ، د آرام ځای ، شپون يې يو وي او په ټول کال کې يا د کال په زياته برخه کې سره شريک وي ، نو د زکات حکم يې داسې دی لکه د يو کس .

زکات به د خپلو حصو موافق ورکوي مثلاً د يو شريک ۱۰ پسونه او د بل شريک ۳۰ پسونه دي نو صدقه يې يو پسه دی چې د ۱۰ پسونو په څښتن باندې څلورمه برخه ده .

شريکت یوازې په صحراء کې څرېدونکو څارويو باندې تأثير لري په نورو شيانو لکه نقدې پيسې ، تجارتي اموالو او د ځمکې حاصلاتو باندې تأثير نلري .

[1] – فقه الزکاة – الاکاديمية الاسلامية / شيخنا دوکتور راشد بن عثمان .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email