پدې ګڼه كې د اسلام د پيغمبر صلي الله عليه وسلم په اړه د نامسلمانو ليكوالو، مؤرخينو او مفكرينو نظريات وړاندې كوو.

د تاريخ ستر مصلح:

بريتانوى مؤرخ ويليام موئير (1819-1905م): “د هغه دين آسانه او خبرې يې څرګندې وې. عقل يې كړنو ته حيران دى. په تاريخ كې بل داسې مصلح ندى تير شوى چې په دومره كمه موده كې يې زړونه ويښ او اخلاق سم كړي وي او د ښيګڼو بنسټونه يې ايښي وي”.

د تاريخ نوميالى:

فرانسوى ليكوال دكتر گوستاولوبون (1841-1931م): “كه د سترو شخصيتونو لويوالى او ارزښت د دوى د كړنو له مخې وارزوو، نو محمد صلي الله عليه وسلم به د نومياليو تر منځ ستر نوميالى ومنو.”

د تاريخ ستر نابغه:

دين پيژندونكى كارن آرمسترنګ: كه محمد صلي الله عليه وسلم ته له هغه نظره وګورو چې د تاريخ لويې څيرې مطالعه كوو، نو وبه منو چې هغه ستر نابغه وو. دا مقام هغه ته د قرآن د راوړلو يا د ستر دين د بنسټ ايښودلو او پوځي فتوحاتو له امله نه وركول كيږي، بلكې د هغو شرايطو له مخې به یې وركوو چې ده پكې وده وكړه، مبارزه يې وكوله او بريالى شو.”

د طبيعت د زړه ناره:

انګريز مورخ توماس كارلايل (1795-1881م): “د صحرا دغه د لوى زړه، تورو نافذو سترګو او ټولنيز روح څښتن بچي له مينې پرته بل څه نه پيژندل. فطرت هغه مخلص، نرم زړى او مينه ناك روزلى وو. د هغه وينا د طبيعت د زړه ناره ده چې بايد ورته غوږ ونیول شي.” وړاندې ليكي: “هغه خپلې جامې پرېوللې او خپل بوټان به يې ګنډل، جګړه يې كوله، مشوره يې كوله او د دوى په منځ كې يې واك چلولو. زه مجبور يم دغه سړى چې درویشت كاله يې له ستونزو سره ژوند وكړ او له سترو آزموينو بريالى راووت، (اتل) وبولم.

د تاريخ د لويانو لوى:

امريكايى مؤرخ ويل دورانت: “كه په خلكو كې د دغه لوى انسان د اغيز كچې ته ځير شو، نو وبه وايو چې محمد د تاريخ په لويانو كې تر ټولو لوى انسان وو. هغه هڅه كوله د داسې قوم علمي او اخلاقي كچه لوړه كړي چې د بيديا وچ چاپيريال وحشي روزلي وو. پدې لار كې يې دومره برياوې لاس ته راوړې چې د ګردو مصلحانو تر برياوو پورته وې. هغه د صحرا له خورو ورو بت پرستو پرګنو څخه واحد امت جوړ كړ. هغوى ته يې له يهوديت، عيسويت او د عربو له پخواني دين څخه غوره دين راووړ. ساده، روښانه، او پياوړى دين چې په يوه پيړۍ كې په سلو جګړو كې بريالي شو او ستره امپراطوري يې رامنځ ته كړه او نن هم هغه مهم ځواك دى چې په نيمه نړۍ اغيز لري”

د انسانيت ژغورونكى:

انګريز مفكر جورج برنارد شاو (1856–1950): ” زه ډاډه يم كه د  نننۍ نړۍ واك د محمد په څير انسان ته وسپارل شي، نو له ټولو ستونزو به بريالى راووزي او دنيا به د امن او سوكالۍ كور وګرځوي. هيله من یم د دې پيړۍ تر پايه به بريتانيا د محمد لارښونې خپلوي. د انساني ژوند په اړه د محمد له افكارو ځان ساتل ناشوني دي.

د محمد صلي الله عليه وسلم اغيز او جلال:

انګرېز مورخ ادوارد ګيبين (1731-1794م.): “مخکې لدې چې وینا پیل کړي، حاضرین به يې د نيكې رويې، مينې، او نرمۍ تر اغيز لاندې راغلل. ښكلې څيره، نافذې سترګې، نرمه موسكا، ګڼه ږيره، داسې څېره چې د ده د ټولو احساساتو څرګندويي يې كوله، او بالاخره هغه كلمات به يې په خبرو کې كارول چې د ټول درناوی به یې ځان ته اړولو. د بډايو او بيوزلو سره یې تعامل یو شان وو. له ملګرو او عامو وګړو سره يې چلند د ټولنيزو آدابو په رڼا كې  توپیر نه درلود. حافظه يې قوي او تصورات يې عالي ول، قضاوت يې څرګند، عادلانه، چټك او قاطع وو. هغه د فكر او تدبیر او هم د عمل او اقدام توان درلود “

د لوړې موخې خاوند انسان:

انګليسي ليكوال ژنرال سرپرسي سايكس (1867-1949م): ” محمد هغه ستر انسان دى چې ټول توان يې دشرك او بت پالنې په له منځه وړلو كې په كار واچولو او پر ځاى يې د اسلام سوچه افكار وكرل. زه د بشريت د خلاصون په لار كې د هغه دا ستر خدمت ستايم”

د آسيا وياړ:

برېتانوى اسلام پيژندونكى جان ديون پورت (1789-1877م.): “هغو ليكونكو چې د تعصب له مخې يې د توحيد د راژوندي كوونكي سپكاوى وكړ، جوته كړه چې نه يوازې د عيسی u د خير غوښتنې روحيې پرې اغيز ندی كړی، بلكې په قضاوت كې هم په غلطه تللي. كه موږ محمد صلي الله عليه وسلم د نړۍ د نوابغو په  سر كې رانه ولو نو بې انصافي به مو كړې وي. آسيا باید د داسې بچي په درلودلو ووياړي.

شريف انسان:

د نړۍ په ستر دايره المعارف (انسايكلوپيډيا بريتانيكا) کې راغلي: “هغه داسې شريف او صادق انسان وو چې په خپل وخت كې يې د ټولو هغه

کسانو درناوى ځانته اړولى وو چې د ده په څير شريف او درانه وو.”

نيكه بيلګه:

هندي پروفيسر راما كرشنا راو:” د هغه د شخصيت ټولو اړخونو ته رسيدل ګران دي. زه يواځې د هغه څرك ګورم چې د ښكلو انځورونو  زړه راښكونكې لړۍ ده. هغه جنرال وو، محمد پاچا وو، هغه سرلښكر، سوداګر، دعوتګر، قاضي، خطيب او مصلح وو، دى د يتيمانو پناځاى او د ميرمنو د خلاصون ځاى وو. پر هغه د انسانيت بريدونه ختم شوي ول. له انسانانو سره مينه او خواخوږي د هغه په خټه كې اغګل شوې وه. د انسانانو خدمت، د هغوى د شان لوړول، تزكيه او پاكوالۍ، هغوي ته سمه لار ښوول او له انسان څخه ريښتینى انسان جوړول د هغه د ژوند موخه وه. د الله دغه رسول په ټولنه كې په داسې بدلون راوست چې د عربو درنو كورنيو بيا حبشي غلام بلال ته د لورانو د وركړې وړانديزونه كول. محمد صلي الله عليه وسلم د جګړې ډګر په انساني ارزښتونو ښكلې كړ. هغه ټنيګار کاوه چې خيانت مه كوئ، چل او دوكه مه كوئ، وعدې مه ماتوئ، غړي مه غوڅوئ، كوچنيان، ميرمنې، زاړه او راهبان مه وژنئ، ونې مه سوځوئ او مه يې پرېكوئ.”

لومړى مقام:

ميكايل ايچ هارټ چې د نړۍ سل مؤثر شخصيتونه په خپل كتاب كې راټول كړي، محمد صلي الله عليه وسلم ته يې لومړى مقام وركړى دى. هغه وايي: “كيداى شي زما انتخاب ډيرو ته نا آشنا ښکاره شي، خو هغه (صلي الله عليه وسلم) په انساني تاريخ كې يواځينى سړى دى چې په مذهبي او غيرمذهبي دواړو اړخونوكې له حده زیات بريالى وو. زما په اند هغه د دې وړ دى چې د نړۍ تر ټولو اغيزناك شخص وبلل شي.”

د خلاصون پرښته:

روسي ليكوال ليون تولستوى (1828-1910م.): “د نړۍ له سترو مصلحانو څخه دى. هغه ته همدا وياړ بس دى چې وينې تويونكى وحشي قوم يې د ناوړه دودونو له منګولو خلاص کړ او د پرمختګ پر لاره يې ودراوه. له عقل او حكمت سره د همغږۍ له امله به اسلام په راتلونكې كې د نړۍ واكمن نظام وي. “

توره نه، بلكې اخلاقي لوړتيا:

د هند سياسي رهبر مهاتما ګاندي: “اسلام د تورې په زور برى ندى موندلې، بلكې د بریا راز یې د محمد اخلاص، د ژوند ساده توب، پر ځان ډاډ، موخې ته ژمنتوب، د ملګرو سره وفاداری، زړورتيا، د الله اطاعت او پر هغه پوخ ایمان وو.

سياسي او مذهبي مشر

مسيحي عالم باسورټ سميث: “هغه د دواړو سياسي او مذهبي چارو مشر وو. داسې مذهبي مشر چې د پاپانو په څېر يې لوېې ادعاوې نه كولې او هغه واكمن چې لښكرې او ساتونكي يې نه درلودل. نه په ماڼيو كې اوسيده او نه يې پر خلكو خراج ايښى وو.

د بدلون راوستونكو بيلګه

ژيل كوپل : له هجرت څخه وړاندې محمد په مكه كې د رژيم د منتقد او مخالف په توګه كار پيل كړ. د نوي دين ظهور د دواړو،زاړه نظام او زړو واكمنو سره د انقلابي اخ او ډب معنا درلوده چې لومړۍ برخه يې

اسلام او دويمه پيغمبر او ملګرو په بريا سرته ورسوله. د هغه د ژوند دا برخه هم د مدنی دور په څېر د بدلون راوستونکو لپاره بیلګه ده.

عادل رهبر:

فرانسوي فيلسوف فرانسوا ماري آرويه ولتر (1694-1778م.):” محمد ډير ستر انسان وو او عظيم شخصيتونه يې وروزل. هغه عاقل قانون جوړونكى، عادل رهبر، پياوړى امپراطور او پرهيزګاره پيغمبر وو.”

اسلام د متمدنې نړى په زړه كې

د آكسفورد پوهنتون استاد هميلتن گيب (1895-1971م.): ” د ملكونو له چټك لاندې كولو پورته د تعجب خبره د هغوى نظم وو. د كلونو جګړو په پايله كې خو تمه دا وه چې ډيرې ورانۍ وشي، خو عربو سربيره پردې چې هيڅ تخريب يې شاته پرينښود، د بيلابيلو پرګنو او فرهنګونو يو ځاى كولو ته يې لار ه هواره كړه. اسلام د متمدنې نړى منځ ته د لوټمارو قومونو د خرافاتو په څيره كې داخل نه شو، بلكې د هغه اخلاقي ځواک په توګه راغی چې د ټولو درناوى يې ځان ته واړولو. اسلام د منطقي دين په بڼه راڅرګند شو چې د روم مسيحيت او د فارس زردشتي دينونه يې په خپلو ټاټوبوکې مبارزې ته راوبلل.”

د محمد پيروي:

پروفيسور آنه‌ ماري شمیل: دا د محمد د پيروۍ هيله ده چې له مراكش نه تر اندونيزيا يې مسلمانانو ته يو شان كردار وركړى. دوى چې هر چيرته وي پوهيږي چې كور ته د ننوتلو پر مهال څنګه چلند وكړي، په كومو الفاظو روغبړ وكړي، په ناسته ولاړه كې كوم خويونه په پام كې ونيسي، څرنګه ډوډۍ وخوري او څه ډول سفر وكړي.

بشپړ شخصيت:

ډيكارټ وايي: “کامل مصلحین د ګوتو په شمېر وي. د بلونكي، مفكر، مدیر، او رهبر ټولې ځانګړتياوې په يو كس راغونډيدل نادر كار دى چې همدې ته سترتوب وايي، خو نړۍ د محمد صلي الله عليه وسلم په وجود كې د غوښې او پوستكي د انسان په بڼه دا ټولې ځانګړتياوې ليدلي دې”.

په همدې اړه پروفېسور هورګ رنج وايي: محمد صلي الله عليه وسلم ښونکی وو، هغه ټولنيز مصلح وو، دی د اخلاقو لارښود، اداري مشر، ريښتینی ملګری، وفادار مېړه او مهربان پلار وو.

د لویوالي معيار

تاريخ پوه لامارټاين:” كه د هدف لویوالی، د امكاناتو كمښت او د نتایجو لوړوالی د انسان د نبوغ دری گوني شرطونه وي، نو بيا څوك جرئت كولاى شي د معاصر تاريخ كوم شخص د محمدصلي الله عليه وسلم سره پرتله كړي. هغه د شلو نړيوالو او يوی سترې روحانی امپراطورۍ بنسټ کيښود. كه ټول هغه معيارونه وګورو چې د انسان سترتوب او كمال پرې اندازه كيدلاى شي نو ډاډه به شو چې له هغې سره بل سیال نشته.

بې مثاله ورورګلوي

د هندوستان مشهوره شاعره سروجني نايډو وايي: زه اسلامي ورورولۍ ډيره متاثره کړې یم. كله چې څوك مسلمان شي نو سمدلاسه د دوى ورور شي، كه هغه مصرى، الجزايرى یا هندوستانى وي او كه په لندن كې اوسيدونكې ترك. مصر او هندوستان ته يواځې په دې سترګه كتل كيږي چې مورنى ټاټوبى دى او بس.

د هدایت ډېوه

د تبت روحاني مشر او د نوبل جايزې گټونكى دلايلاما: زه د اسلام پيغمبر د انساني تاريخ په سترو شخصيتونو كې شميرم، د هغه لارښونې د هدايت ډېوه ده. زما اسلامي امت ته دا پيغام دى چې د هغه د لارښوونو پيروي وكړي. هيله لرم چې د نړى پر مخ په يوه هيواد كې د اسلام د ښوونو سره سم نظام رامنځ ته شي. كه داسې وشي، نو ډاډه یم چې دغه ملك به د دنيا پر مخ مثالي هيواد وي .

يوازنى سرچينه:

امريكايې مستشرق دنكان بلاك مكدونالد (1863 – 1943): د محمد صلي الله عليه وسلم شخصيت له څوارلسو پيړيو وروسته، اوس هم د مسلمانانو د ځواكمنېدو لپاره يوازينۍ سرچينه ده.

لدې ویناوو مو څه غوښتل:

د دې ویناوو له راوړلو مو موخه دا وه چې له یوې خوا ګران محبوب  صلي الله عليه وسلم ته د مېنې ډالۍ وړاندې کړو او له بله پلوه په اسلامي امت غږ وکړو چې موږ د داسې ستر پیغمبر په میراث ناست یو. راځی د هغه په  ریښتینې پیروۍ سره د دنیا او آخرت د سرلوړۍ په لور ګام واخلو.

سرچينه:  

د اصلاح پيغام لړۍ – د اسلام د داعي ځوانانو برخه

Print Friendly, PDF & Email