السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته

د عزرايل نوم ملک الموت ته، کوم شرعي نوم دی که نه؟

د مساجدو شهیدول اصطلاح کومه علمي اصطلاح ده که نه؟ که ړنګول کلمه وکارول شي ګناه لري که نه؟

جزاک الله خیرا
ډاکتر يمين

 الجواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول دا چې د  “عزرائيل” نوم له اسرائيلياتو څخه دی په قرآن او سنتو کې د روح د قبض کولو پريښتې نوم “ملك الموت” دی .

دوهم دا چې د شهيد د لفظ اطلاق په هغه کس باندې کيږي چې د الله جل جلا له  په لار کې شهيد شوی وي او همدارنګه هغه کسان چې په احاديثو کې د شهيد اطلاق ور باندې شوی وي لکه : په ابو کې غرق شوی ، سوزدلی ، د کيډي په مرض مړ شوی يا د طاعون په مرض مړ شوی او داسې نور .

مګر دا چې خلک خراب شوي او ړنګ شوي جومات ته شهيد وايي په اسلام کې هيڅ اصل نه لري، مګر ځنې خلک د دوی پر خپل ګمان د احترام د پاره دا کلمه کاروي او خراب شوي جومات ته شهيد وايي .

جومات ته ړنګ شوی او خراب شوی ويل هيڅ باک نه لري ځکه الله جل جلا له  د جومات له مينځه وړلو د خرابۍ کلمه کارولې ده .
” قوله تعالی : وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَيٰ فِي خَرَابِهَا … ” ﴿البقرة: 114﴾
ژباړه :او له هغه چا څخه زيات ظالم څوک دی چې په جوماتونو کې د الله د ياديدو مخه نيسي او د جوماتونو په ورانولو کې زيار باسي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email