د مبايل د زنګ پر ځای د قران آيتونه او آذان ايښودل جايز دي ؟

الجواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا جايز نه دي چې د موبايل تليفون د زنګ د نغمو پر ځای د قرآنکريم آیتونه ، اذان او اسماء الحسنا او نور ځای پر ځای شي ددې مسئلې د پاره شرعي دلائل په لاندې ډول دي :

اول دا چې په اسلام کې د شعائرالله احترام کول واجب دي الله تعالی  فرمايي : { وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ } سورة الحج الآية 32.

ژباړه : او څوک چې د الله د ټاکليو شعايرو درناوی وکړي نو دا د زړونو له تقوا څخه ده .

 ويقول تعالى: { وَمَنْ يُعَظِّمْ حُرُمَاتِ اللَّهِ فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ عِنْدَ رَبِّهِ } سورة الحج الآية 30.

ژباړه : او څوک چې د الله جل جلا له  د وضع کړيو حرمتونو درناوی وکړي نو دا د هغه د رب سره پخپله د هماغه لپاره ډيره غوره ده .

قال الإمام القرطبي:[ { وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ } الشعائر جمع شعيرة، وهو كل شيء لله تعالى فيه أمر أشعر به وأعلم…. فشعائر الله أعلام دينه لا سيما ما يتعلق بالمناسك…] تفسير القرطبي 12/56.

امام قرطبي وايي : يعنې شعائر د شعيرة جمع ده ، او ټول هغه شیان چې الله تعالی  لره وي په هغه کې د أشعر حکم دی ، پس شعائرالله د دين اعلان دی او هغه يوازې په مناسکو پورې اړه نه لري .

نو بې شکه چې د قرآن آیتونه او آذان د الله تعالی د سترو شعائرو څخه دي او څوک چې دا شعائر د تليفون د زنګ پر ځای کاروي د الله تعالی د نوم او کلام اهانت دی ځکه د تليفون کارول په يوه ثابت وخت او ثابت ځای کې نه وي بلکي حمام ته هم وړل کيږي چې په حمام کې د الله تعالی د کلام او ذکر لوستل جايز نه دي .

عن أنس – رضي الله عنه – قال (( كان رسول الله – صلى الله عليه وسلم – إذا دخل الخلاء نزع خاتمه))1 رواه الترمذي وحسنه وصححه المنذري وغيره كما في التلخيص الحبير 1/108.

د انس رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  به کله بيت الخلاء ته تللو خپله ګوتې به يې لري کوله او د نبی صلی الله عليه وسلم د ګوتې لري کولو سبب احترام ؤ ځکه چې د ده مبارک په ګوتې باندې لفظ جلاله ( الله) ور باندې ليکل شوی وو .

د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ګوتې مهر ؤ چې محمد رسول الله نقش ور باندې ليکل شوی وو (بخاری ) .

همدارنګه که تيلفون د شا طرف جيب کې وي لکه د اوس عصر پتلونونه او هغه ناست وي او د آذان يا قرآن غږ پورته کيږي دا به څنګه وي ؟ آيا د کلام الله اهانت نه دی ؟

نو مسلمان لره ښايي چې د الله جل جلا له  د کلام او نومونو احترام وکړي او کله چې د الله جل جلا له  کلام قرآن تلاوت کيږي هغه ته به عوږ نيسي { وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ } سورة الأعراف الآية204.

( الجواب : المکتبة المسجد النبوي الشريف )

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email