دحربي كافرانو نه غلا شوي مال د بل چا نه په بیعه اخستل روا دی او که نه؟

ذاکر چمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

غلا کول په اسلام کې حرام دي تفصيل دلته وګورئ

غلا کول له مسلمان او کافر ، واړه ، زاړه ، ښځې او نر او هر انسان څخه حرامه ده تفصيل دلته وګورئ

ايا شرعاً د غلا مال رانيول جايز دی او که نه ؟

ځواب: د اسلام مقدس دين له جرم سره د مخالفت ښکاره کولو او د جرايمو د له مينځه وړلو د پاره د داسې شيانو رانيول حرام ګرځولي ،چې مجرم او جرايمو ته قوت حاصليږي ،چا ته چې معلومه شي چې دغه د غلا شوی يا د غصب مال دی يا د مال له اصلي مالک څخه په ناروا طريقه تر لاسه شوی وي را نيول يې حرام دي ،ځکه چې په دغه صورت کې دده لخوا له غله ،غاصب او ظالم سره د غصب ، غلا او ظلم په ناوړه کار کې يو ډول تعاون دی .

الله تعالی فرمايي : وَلاَ تَعَاوَنُو عَلَی الاِثمِ وَالعُدُوان (المائده 2 ) .

مه كوي تاسې مرسته يو تر بله د ګناه او ظلم په کار کی .

او خاص په دی معامله کې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

من اشتری سرقة وهو يعلم انها سرقة فقد اشترک فی اثمها وعارها (السنن الکبری للبيهقي ج۵ ص ۳۳۵ حاکم ج ۳ ص ۳۵ )

ژباړه : چاچې د غلا مال رانيوی او دی په دې خبر ؤ چې دا مال د غلا دی ،نو دغه کس په دغه ګناه او ناوړه کار کې شريک دی .

 و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email