د ذکر کثير اندازه څومره وي ؟

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ] (آل عمران :۱۹۱ ) .

ژباړه: هغه کسان چې په ولاړه او ناسته او پر څنګ وهلي باندې الله پاک يادوي او د آسمانونو او ځمکې د پيدايښت (رازونو ) کې فکر کوي .

[وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا] (الاحزاب) .

ژباړه: او د الله ډير ډير يادوونکي (نارينه ) او يادونکې (ښځې ) الله پاک دغو ټولو ته بخښه او لويه بدله چمتو کړې ده .

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا * وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلاً ] (الاحزاب: ۴۱-۴۲ ).

ای مؤمنانو ! الله پاک په ډير ډير يادولو سره يادوئ ، او په سبا او بيګا کې د هغه تسبيح وايئ .

مجاهد رحمه الله وايي : د زيات ذکر کولو حد دا دی چې انسان هر وخت په ولاړه ، ناستي ، څملاستو د الله پاک په ذکر مشعول وي .

ابن صلاح رحمه الله وايي : انسان چې سبا او بيګاه او هر وخت د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه ثابت اذکار او ماثورې دعا ګانې وايي او په هغه باندې همشوالی وکړي .

ابن عباس رضی الله عنه په تفسير ددې آیت [وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ]وايي : الله تعالی چې پر خپلو بندګانو کوم عبادات مقرر کړی دي د هغه د پاره يې يو حد ټاکلی دی مګر د ذکر او د الله پاک د ياد د پاره يې څه حد نه دی ټاکلی همدارنګه په نورو عباداتو کې د معذور احوال هم په نظر کې نيول شوی دي مګر د ذکر په باره کې څوک مغذور نه شميرل کيږي نو بنا پر دې د الله پاک ذکر او ياد په  ولاړه ، ناسته ، چملاستو ، شپه او ورځ ، په وچه او بحر ، په سفر کې ، فقر او غنا په حال کې ،د ناروغۍ او جوړتيا په حال کې ،په پټه يا ښکاره په ټولو حالاتو کيدای شي .

لکه مخکې مو چې وويل ذکر په عامه معنی عبارت دی: د الله (جل جلا له) له يادولو څخه  لکه عبادات ، د قرآن تلاوت ، په ټولو حالاتو کې د الله تعالی ياد ساتل مثلاً په کار او معاملاتو کې د الله تعالی او د هغه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د اوامرو ياد ساتل او په هغه باندې عمل کول او د الله تعالی په مخلوق او قدرتونو کې فکر کول ، الله تعالی ته د ورتګ او فنا کيدو فکر کول او تسبيح ، تهليل او تمجيد او هغو دعاګانو او اذکارو ذکر کول کوم چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه ثابت شوی وي ټول ذکر او د الله تعالی ياد او ذکر بلل کيږي او واقعاً چې مسلمان هر وخت د الله (جل جلا له) په ذکر کې مشعول وي او زړه يې د هغه (جل جلاله) د ياد سره تړلی وي . (فقه السنة ) .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email