د زکات مستحقين ( زکات چاته ورکړشی يا د زکات د مصرف ځايونه ) :

د زکات د مستحقينو په اړه چه زکات کومو کسانو ته ورکړ شي الله سبحانه وتعالی په قرآنکريم کې داسې حکم کړی دی :

[إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ][1]

ژباړه : بې شکه چې ورکړئ (زکاتونه او صدقات) د فقيرانو او مسکينانو او د زکات ټولونکو ، او دهغو لپاره چې زړونه خپلول يې اړين دي او بنديان او پوروړي او د الله ( د دين د پياوړتيا) په لار کې او د مسافرو د پالنې لپاره دي دا د الله (جل جلا له)  د خوا نه فريضه ده او الله (جل جلا له)  پوه او د حکمت څښتن دی .

اول- فقراء : د دی نه مراد هغه څوک دی چه بالکل تش لاس نه وي خو داسې وي چه د بال بچ ضرورتونه يې نه پوره کيږي او نه ورسره دومره مال يا دولت وي چې پخپله پرې زکات فرض وي .

دوهم- مساکين : هغه تش لاسي خلک دي چه د نفقې لپاره څه نه لري  که څه هم کسب او کار ته ډير لاس اچوي خو بيا هم څه ورباندې نه کيږي ، يا معيوب شوی وي يا ناروغه وي چه د کسب کار توان يې له لاسه ورکړی وي .

پورته تعريف د حنفيه او مالکيه فقهاوو رحمهم الله دی د حنابله او شافعيه رحمهم الله په نزد فقير هغه دی چې بالکل تش لاسی وي او مسکين هغه دی چې څه مال لري خو ضروريات يې نه ورباندې رفع کيږي .

دريم- عاملين : د زکات ټولوونکي کسان دا خلک که څه هم مالداره وي بيا هم د دوی د زحمت او د وخت ضايع کيدو له وجی زکات ورکول کيدای شي  .

عاملين دوه ډوله دي :

الف : هغه چې بيت المال څخه معاش نه ورکول کيږي هغوی ته د زکات ورکول جايز دي .

ب : هغه چې د بيت المال څخه معاش ورته مقرر وي هغوی ته زکات ورکول جايز نه دي .

د عاملينو شرطونه :

۱- مسلمان به وي .

۲- په امانت کې به عادل وي .

۳- د زکات په فقه به پوه وي .

۴- د زکات په انتقال ، ساتنه او حساب به قادر وي .

څلورم- مؤلفة القلوب : هغه کسان چه د دوی زړونه د اسلام طرف ته مايل شوي وي ، او د دوی د زړونو لاس ته راوړل مطلب وي  .

مؤلفة القلوب ته د زکات ورکولو مقاصد :

الف : د شر د دفع لپاره .

ب : د دعوت الی الله لپاره .

ج : د ايمان د قوت لپاره .

د : د اهل د ايمان د اعانت لپاره .

دا چې مؤلفة القلوب به مسلمانانو وي او که کافران ؟ په دې باره کې اختلاف دی چې آيا دغه حکم د اسلام په پيل کې وو او که باقي دی ځکه په دې اړه د عمر رضی الله عنه څخه يو اثر روايت شوی ، د امام ابو حنيفه او امام شافعی رحمهم الله په نزد کافر ته د زکات ورکول نشته ځکه جناب رسول الله عليه وسلم چې کفارو ته زکات ورکړی د اسلامي د غربت دوره وه ، مسلمانان کم او دوښمان زيات وو او کله چې اسلام قوي شو نو دې ته ضرورت پاتې نشو او خلفای راشدينو دا کار نه دی کړی د امام مالک او امام احمد په نزد کافر ته د پورته مقاصدو لپاره زکات ورکول جايز دي .

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

وقال الحنفية والشافعية: لا يعطى الكافر من الزكاة لا لتأليف ولا لغيره، وقد كان إعطاؤهم في صدر الإسلام في حال قلة عدد المسلمين وكثرة عدوهم، وقد أعز الله الإسلام وأهله، واستغنى بهم عن تألف الكفار، ولم يعطهم الخلفاء الراشدون بعد رسول الله صلّى الله عليه وسلم ، قال عمر رضي الله عنه: «إنا لا نعطي على الإسلام شيئاً، فمن شاء فليؤمن، ومن شاء فليكفر»

فقال الحنابلة والمالكية: يعطون ترغيباً في الإسلام؛ لأن النبي صلّى الله عليه وسلم «أعطى المؤلفة من المسلمين والمشركين»[2] .

او د مسلمان مؤلفه لپاره د لاندې مقاصدو لپاره زکات ورکول کيږي :

۱- په اسلام کې د ضعيف حالت او ضعيف نيت څښتنان تر څو يې نيت او اسلام قوي شي.

۲- د قوم مشر او شريف کس ته د زکات ورکول تر څو د هغه په وجه په قوم کې اسلام خپور شي .

۳- هغه مسلمان چې کفارو ته نږدې سرحدي سيمي کې ميشت وي په دې خاطر ورکول کيږي چې د کفارو د شر او ضرر پر وړاندې ودريږي .

۵- رقاب : هغه کسان چه د نورو په قبضه کې راغلی وي ، مثلاْ د جنګ بنديان ،مريان يا د چا په قرض کی ګرفتار کس .

۶- غارمين : کوم خلک چه داسې پوروړي يا په څه وجه تاواني شوي وي چه د قرض د ادا کولو توان ونه لري دا ډله هم د زکات له مستحقينو څخه ده .

پوروړي دوه قسمه دي :

المديون لاصلاح أنفسهم : هغه چې ځان لپاره يې قرض کړی وي .

المديون ذات البين : هغه چې د نورو لپاره قرض کړی وي .

دواړه قسمه د زکات مستحق دي[3] .

۶- فی سبيل الله : هغه کسان چه د الله (جل جلاله) د دين د لوړوالي لپاره جهاد کوي ، دعوت کوي او يا پر کومه بله طريقه يې د دين نصرت ته ملا تړلې وي د زکات مستحقين دي .

مګر د جمهورو فقهاؤ قول دا دی چې فی سبيل الله څخه مراد جهاد دی .

۷- ابن سبيل : که کوم مسافر وي  چه د سفر پر وخت محتاج يا له څه مشکل سره مخ شوی وي که څه هم په خپل کور کې مالدار وي د زکات  مستحق دی .

د مسافر شرطونه :

۱- مسلمان به وي .

۲- د هاشمي خاندان څخه به نه وي .

۳- دی به د سفر په حالت کې احتياج وي او د وصول او حوالی کومه لاره به نه لري .

لاندې کسان که غنيان هم وي زکات ورکول جايز دي :

۱- مديون ذات بين ( نورو لپاره پوروړی) .

۲- غازي د الله تعالی د لارې مجاهد .

۳- عامل (د زکات ټولونکی ) .

۴- مؤلف [4].

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سورة التوبة :۶۰ .

[2] – فقه الاسلامي وادلته / دوکتور وهبة زحيلي .

[3] – فقه الزکاة – الاکاديمية الاسلامية / دوکتور راشد بن عثمان .

[4] – فقه الزکاة – الاکاديمية الاسلامية / دوکتور راشد بن عثمان.

Print Friendly, PDF & Email