د تهجد لمونځ څو رکعته دی ؟

اسلا م علیکم ور حمه ا لله و بر کاه

ګرانو د تهجد لمونخ خو رکعاته کېږې مننه

علی خيل شريف

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د تهجد د رکعتونو شميره :

د تهجد د رکعتونو شمير معلوم نه دی لږ انداره يي دوه رکعته او زياته اندازه يي د بنده په وس او توان پورې اړه لري له جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه يوولس رکعته يعنې اته رکعته تهجد او دری رکعته د وتر لمونځ او دريارلس يعني لس رکعته او ورسره دری رکعته وتر ………… ثابت شوی دي .

عايشه رضی الله عنها وايي : پيغمبر صلی الله عليه وسلم به چې د شپې لمانځه ته پاڅيدلو خپل لمونځ به يي په دوو رکعتونو پيل کولو ، همدارنګه ابو هريره رضی الله عنه  وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : « إذا قام أحدكم من الليل فليفتتح صلاته بركعتين خفيفتين » يعنې کله چې د تاسې څخه څوک د تهجد د پاره قيام کوي نو خپل لمونځ به په دوو لنډو رکعتونو پيل کوي .

د بې بې عايشی رضی الله عنها نه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم  په رمضان او نورو مياشتو کې د شپې لمونځ تر يوولس رکعتونو زيات نه کولو ( صحيح ابن خزيمه او ابن حبان ) .

چا ته چې الله جل جلا له  د تهجد د لمانځه د ادا کولو توان ور کړی وي هغه د پاره سنته طريقه دا ده چې د وتر لمونځ و ځنډوي او د تهجد د لمانځه وروسته يي ادا کړي .

 جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :من كل الليل قد أوتر رسول الله صلى الله عليه وسلم. من أول الليل وأوسطه وآخره. فانتهى وتره إلى السحر. (المسلم ۷۴۵)

عايشه رضی الله عنها فرمايي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم د شپې په هر حصه کې وتر کړی دي – په اوله حصه د شپې کې هم نيمه شپه کې او په اخري شپه کې هم او د بنی صلی الله عليه وسلم وتر به عموماً صبا پورې ختميدل (متفق عليه ) .

د حضرت عبدالله بن عمر نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل (اجعلوا آخر صلاتكم بالليل وترا) (البخاري ۹۵۳ ) ( تاسې د شپې آخري لمونځ وتر وګرځوی ) .

آن لاین اسلامې لارښود

.

Print Friendly, PDF & Email